سپین ږیری د سرای چوکیدار ته مخامخ ودرید، په کیڼ لاس کې مروړلی کاعذ یې ورته ونیو، ویې ویل:
ــ خوار مه سي ته دا وګوره، نابلد یم، ګرمي یومخ راباندي زور سوه
ــ بابکه؛ هاغه د تورو ښیښو دوکان خو ګوري، انصاف صرافي ده، ورځه زه درته ګورم
سړی له چرموړلي کاغذ سره د ښیښه یې دروازي مخي ته ودرید، لکړه یې پر ځمکه تکیه کړه، په احتیاط یې ښۍ پښه پرسیمټي زینه کیښوده، پر چپ لاس یې د دروازي پرلاستي زور وکړ، دروازه خلاصه سوه، پر مخ یې سړه هوا ولګیده. له ځان سره یې وویل:« آخ څه ښه سوړ شمال دی، لکه سي حاجت مې قبول سو»
د دخل تر شا یوه له رنګه سپین ځوان، پر سري غالۍ غبرګي پښي غځولي وي، له خپل مبایل سره بوخت و، پښي یې را ټولي کړي، سپین ږیري خیرن کاغذ ورته ونیو، ځوان ولوست، ورته ویې ویل:
حاجي صاحب؛ په خیرراغلي، مهرباني وکړئ کېنئ… له روزې سره څرنګه یاست ؟
ــ خیر دي نصیب سه زویه، روزه خو د برکت میاست ده، خو له دې ګرمې سره مې وارپار خطا دی، رښتیا دا دوکان دي غیبي دا سي سوړدی، که څرنګه؟
ــ بس د خدای احسان دی حاجي صاحب… ستاسو د زوی حواله په ډالرو ده، هغه خو نه لرو، خو د کلدارو ښایسته بنډلونه به درکړم، ته ودريږه، زه یې په ماشین درته حساب کړم. ماشالله پوره شل زره اوڅلورسوه کلداري کیږي،لاس یې د کلدارو پرتي کوټي ته ور اوږد کړ، دوه بستي يې را واخیستي
ــ ولي اوغانۍ نه راکوي زویه، د کلداري دي نوم ورک سي، ډیره بې برکته پیسه ده. پردۍ سیکه ده، څه په بلا یې وهم
ــ هههه د ښادۍ حاجي صاحب؛ په کلداره او افغانۍ پسي څه سر ګرزوي. نن سبا زموږ په ښار کې تر افغانۍ، کلداره ډیره چلیږي
ــ زویه تر تامې قربان کړي، کلداره خو د پاکستان روپۍ ده. زموږ خو افغانۍ ده، دامې نفس نه مني،چې دوکاندار ته له جیبه کلداري را وباسم. خپله سیکه بیا د چا نه خوښیږي

ــ ګوره حاجي صاحب، زه همدا اوس افغانۍ نه لرم. که له بلچا یې درته اخلم، اضافي خرچه را باندي راځي، ته خو هسي هم د راروان اختر سودا ورباندي اخلي، نو ولي مې پدې مبارکه روزه کې په لوی لاس تاواني کوي؟

ستاکهلم ۲۰۱۵/۷/۱۴

One thought on “ناچله سیکه/ حقانیار”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *