ليکنه: انجينر رشيد احمد حقپال
لکه د پيغلې او بوډا نه کيږي ځينې کارونه په دعا نه کيږي په کوم شعر چې ما خپلې ليکنې ته عنوان ورکړى، تاسې ټول يې حتماً منئ او د منلو وړ خبره هم ده، شاعر پخپل شعر کې په ښه انداز دا راز را نغښتې دى او بايد چې ومنل هم شي. راځم خپل مطلب ته، هغه داسې ده چې هره ورځ او هر وخت په دې مسئله ډير بحثونه کيږي؛ چې ولې ورځ تر بلې د زده کوونکو او محصلينو سويه ددې پر ځاى چې پورته لاړه شي مخ په زوړي ده؟
د نظر د خاوندانو اکثريت ځوابونه داسې وي چې ټول کار تلويزيون او انټرنټ وران کړى او په سر کې يې فيسبوک ته ځاى ورکوي او خداى شته ډير ترې گيله من هم وي. زه بيا د مشرانو خبره ځکه تائيدوم چې کله د امتحانونو شپې ورځې را ورسيږي، د سريالونو خو معتاد شوي وي له هغې خو زړه صبرول په دومره خوارۍ سره کيږي لکه په نشه يي توکو روږدي چې له مودو مودو وروسته د ياد عادت په پرېښودلو توانيږي.
مطالعه يو فردي رياضت دى، که دې سبق ووايه نو پايله به يې ښه وي او که دې ونه ويلو، دا مالومه ده چې په پايله کې به ناکام، مشروط او چانس درته وليکل شي، خو زموږ وروڼه او خويندې چې د درس سره يې سر او کار دى، ددې پر ځاى چې له خپل فردي رياضت نه گټه پورته کړي او کار وکړي د فيسبوک مستجاب الدعاؤ ملگرو ته رجوع کوي او د ښه امتحان له پاره ترې دعا غواړي، کله چې دعاييه پوسټ وکړي نو بيا په تشويش کې وي چې څومره لايکس او کمنټس به يې اخيستې وي لحظه په لحظه يې گوري، بالاخره له پوسټه يې زړه تور او له خلکو يې خوا بده شي؛ ځکه چې ډيرو ورته ليکلي وي (نايس) او (ډير ښه) په همدې همدې کې يې د پارچې وخت را ورسيږي ښوونکي او استاد ته هم سپينه پارچه پداسې حال کې ورکړي چې د سوالونو املا يې هم ناسمه وي، نو دا ټول برکت د فيسبوک او تلويزيون لخوا د دوى په برخه او پخپل راتلونکي کې په همدې وجې تياره وختونه ورزيات کړي.
هيله: له پورته ټولو کارونو تېر شئ او د خپل امتحان له پاره شپې رڼې کړئ دومره درس ووايئ چې د مور، پلار او کورنۍ هيلې مو پوره شي.
تيجه: که د فيسبوکيانو دعاوې او خيراوې قبليداى اوس به پاکستان درهم برهم و، ښې پايلې په ښه کار او زيار کې دي؛ خولې توى کړئ چې په گريوان مو د اوښکو سيلاب جوړ نشي. ستاسې ورور انجينر رشيد احمد حقپال
حقپال صاحب جزاکم الله خیرا.
دتا حسن نیت او احساس د مسؤلیت د خپلو متعلمینو ،محصلینو او په مجموع کی د طالب العلم په وړاندی د ستاینی وړ دی او بهترین اجر ورکونکی رب العزت دی ددی حسن نیت او ښی لارښوونی کامل اجر تا ته او ستا محترمو والدینو او استاذانو ته درکړی ، کاشکی تلویزیونونه ، جراید،مجلی ، حکام او لیډران هم ستاسی پیروی وکړی او دا ډول حسن نیت اوعمل ملت باندی پیرزو کړی نو بیا به تعاون او اخوت لاره او ملی اخلاق به مو راژوندی کړی وی او دی نیت او عمل سره به مو د ملت جوړونی ګامونه ګړندی او موجبات رحمت الهی به مو زیات شوی او د نجات ساحل ته به لنډ شوی وو ان شاءالله.
مګر لاندی عوامل هم په طالب العلم ، والدینو او معلمینو او ملت باندی بد اغیز لری او د کوښښ مخه نیسی او نا امیدی زیاتوی:
بیعدالتی د فاسدو حکامو(لکه رئیس، وزیر، والی،کلینر جنرال،وکیل او نور چی د خادم المفسدین ۱۳ کلنه دوره کی حکومت یعنی فارم تکثر فساد ورته ویلی شو) په تعلیمی بورسونو او توظیف کی .
ترجیح د روابطو او ملی اخلاق پایمالول
تعمیم د فساد په ټولو برخو داداری او ژوند کی
نو لازمه ده چی یوه یوه تیګه د ظالمانو خواته د ملت او امت د حفاظت په خاطر وویشتل شی ځکه موږ پدی مکلف یو
تعاونوا علی البر والتقوی ولا تعاونوا علی الاثم والعدوان