د اپارتمان دروازه کلکه وټکیده. پخلی يې سم د لاسه پرېښود. د دهلیزګروپ يې ولګاوه، په تلوار يې په لمدو لاسو دروازه خلاصه کړه. خاوند يې و. سر بيا داسي پرځړېده لکه د کوم نږدې دوست له مرګه چي یې اوريدلي وي. زاړه کرميچونه يې له اوږده اسویلې سره له پښو وایستل. د پخلنځي پر لورې غړند روان سو. له خولي یې ووتل:
سم زوند مې وه، په لوی لاس مې خر��ب کړ…
– خیر دی، ته مه خپه کیږه، خدای لوی دی. یوه نه، یوه دروازه به مو پر مخ خلاصه سي. په هرحال به شکر باسو.
– هه هه زه له بېکارۍ خوب نه لرم، ته شکرونه باسي. د اروپایې لوکس زوند شوق دي کاوه، دغه دی ښه سو چې ودي لیده!
– سړیه! پرون دي هم را یاده کړه. په مياست کي مي څو واري په همدې خبره ځوروې. ما خو ستا او اولادو له خاطره دا د زهرو غړپ وکړ. چا ویل چې ته دلته، پرته له پیلوټي بل کار نه سي تر سره کولای ؟
– وه ښځې؛ دا د سيالۍ خبره ده. خلک به څه وايي؟ تا ته دا شرم نه ښکاري چې میړه دي په کابل کې مشهور پیلوټ و، خپلو او پردو احترام ورته کاوه. دلته هیڅ کاره دی. په راشن زوند کوي. په ښار کې استوګن ټول افغانان خبر دي چي پیلوټي ته یې ونه منلم. که تا ته ټوکه ښکاري؟
– خا لده؛ داسي مه وايه. ته په خپل وطن کې پیلوټ وي. دا پردی وطن دی. خير ده سبا د ملي بس عمومې دفتر ته هم ور سه. ممکن کار درکړي. ته یې ویني چې ډیرو افغانانو ته یې کار ور کړی. دونیا په امید خوړله سوي.
– ته نو اوس په ما د چا ګومان کوې. زه سرويس نه چلوم. دا بالکل ناممکنه ده. پوه سوي کنه، نور یې بس کړه!
– خیر ده، سبا زما او ماشومانو لپاره ورسه، ګوندي له دي محتاج زونده مو نور خدای خلاص کړي…
سهار وختي د ملي بس د عمومې دفتر و مخي ته ناست و.ځان ته یې ډیر زړه سوځېده. په فکرو کي ډوب و، کابو لس بجې وي چې نوبت یې را ورسید، یوې ځواني ښځي ورغږ کړل:
نوبت مودی، مهرباني وکړۍ، ریس ستاسو انتظار کوي.
خالد له ځایه پورته سو، د دفتر په در وازه ور ننوت. د يوه کوچني مېز تر شا يو پوخ سنی مټور سړی ناست و، ورته ويې ويل:
مهراباني وکړۍ، کښېنۍ.
خالد زړه نا زړه مخامخ د لرګي پر چوکۍ ورته کېناست. د کابل او مهاجرت زوند کيسه يې له سره تر پایه ورته وکړه. د رييس ټولو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. په اخیر کې يې وویل :
– ما هیڅ داسي ګومان نه کاوه، چې دلته دي زه وسرویس چلولو ته مجبورسم. اوس به تر مرګه پوري د پیلوټي په ارمان يم. بس قسمت او نصيب دی نو.
رييس، غټ تندی او غبرګي ببري وریځۍ پورته کښ کړي. پر ستر ګویې د اوښکو نرۍ پرده را پریوته، مسک سو. ناڅاپه یې خپله عرابه لرونکي چوکۍ پر غبرګو لاسو د ده خواته راکښ کړه. خالد هک پک ورته وکتل. ویې لیدل چې دواړه لینګي او پښي یې نه سته. یو بل ته ځیر سول. ریس سوړ اسویلی وکیښ. په عاجزي یې وویل:
– يو وخت ما هم غوښتل د وسپني وزرونه ولرم. د غرونو او ځنګلونو له پاسه لکه باز لوړ پروازونه وکړم ارمانونه مې پوره کړم. لیکن یوه ورځ زما له خوښي پرته بې اختیاره پر پردۍ ځمکه را ولویدم. دواړه لینګي مې له لاسه ورکړل… ته شکر باسه چي په خپلو پښو خو تر ما پوري راغلي!
ستاکهلم۶/۹/۲۰۱۵
موسکا حقانیار د سویډن د ستوکهلم پوهنتون د حقوقو د دوهم کال محصله ده.