تاند- د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان پرون /شنبه/ له نیوزیلنډ سره د نړیوال جام په سیالۍ کې هغه مهال ژوبل شو چې توپ یې پر سر ولګېد.

راشدخان د مسابقې په ۳۴ اوور کې باولینګ کاوه چې د نیوزیلنډي باونسر لوبغاړي لاکي فرګوسن په توپ پر سر ولګېد.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان ګلبدین نایب له مسابقې وروسته خبریالانو ته وویل چې راشد خان به د افغانستان په راتلونکې مسابقه کې ګډون وکړای شي.

ګلبدین نایب وویل«هغه اوس ښه دی. ډاکتر ورته وویل چې میدان ته ونه وځي، خو اوس یې حال ښه دی؟ استراحت ته اړتیا لري. موږ لا څو ورځې لرو.»

راشد خان په توپ وهنه کې تر ژوبلېدو وروسته باولینګ ونه کړ.

دا لومړی ځل و چې راشدخان د خپل ټیم لپاره باولینګ ونه کړای شو.

د افغانستان بله سیالي د روان جون په ۱۵ (راتلونکې شنبه) له جنوبي افریقا سره ده.

د نیوزیلنډ په وړاندې د افغانستان د لوبډلې له پرانیستګرو لوبغاړو حضرت الله ځاځي او نورعلي ځدراڼ پرته حشمت الله شهیدي نسبتاً ښه بیټنګ وکړ خو نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

نیوزیلنډ د افغانستان د ۱۷۴ منډو ټاکل شوی هدف په ۳۲ اوور کې په داسې حال کې پوره کړ چې ۳ لوبغاړي یې سوځېدلي و.

د افغانستان او نیوزیلنډ لوبه د باران له کبله څو ځلې وځنډېده.

د نیوزیلنډ باولر نیشم د افغانستان ۵ لوبغاړي وسوځول. ۴ نور افغان لوبغاړي د فرګوسن له لوري وسوځول شول.

د شنبې د ورځې په لومړۍ مسابقه کې انګلیستان پر بنګله دېش د روان جام ریکارډ منډې جوړې کړې. انګلیسي لوبغاړو ۳۸۶ منډې وکړې او بنګله دې شته یې په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *