تاند: افریقايي هېواد نایجریا کې د تېلو په یو ټانکر کې د چاودنې له امله ۴۵ کسان مړه او ۱۰۱ نه زیات ټپيان دي.
راپورونه وايي، د نایجریا بینو ایالت، اهمبی کلي کې یو ټانکر خراب شوی او خلک راوتلي چې بوتلونو کې ترې کورونو ته تېل یوسي، خو ناڅاپي چاودنه کې ۴۵ کسان سوځېدلي او له ۱۰۱ زیات ټپيان شوي دي.
د بینو ایالت د لویو لارو د ساتنې قومندان علیو بابا پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د ټپیانو حالت خراب دی، خو د ځینو د ژغورل کېدو هیلې شته.
نوموړی وايي، زیاته مرګ ژوبله له دې کبله هم اوښتې چې د پېښې ځای ته نږدې یو بس موټر تېرېده او د دغه بس ۱۶ سورلۍ هم اور سېځلې دي چې دوه ماشومان او یوه حامله مېرمن هم په کې شامله ده.
نوموړی وايي، شاوخوا کورونو ته هم د اور د لمبو تاو رسېدلی او مالي زیانونه یې لیدلي دي.
د پېښې یو عیني شاهد ادیدرفر وايي، یو ورور یې د اورلمبو وژلی او دوه نور یې روغتون کې بستر دي.
د پېښې اکثره ټپيان د میکردي ښار بیشپ موری روغتون ته رسول شوي دي.
دا له ۲۰۱۲ وروسته نایجریا کې د تېلو د ټانکر چاودنې تر ټولو لویه پېښه ده.
هغه مهال جولای میاشت کې ریورز ایالت کې د تېلو ټانکر چاودنې ۱۰۰ کسان وژلي او ۵۰ نور ټپیان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *