خبریال: احمد رشاد – د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د نایرو توقیف خونې وضعیت ځورونکی ګڼلی او د کډوالو په اړه یې د اسټرالیا پر کړنلارې نیوکې کړي.

نایرو توقیف خونه چې د اسټرالیا په مالي ملاتړ فعالیت کوي، هغه کسان پکې ساتل کیږي چې د بیړیو له لارې یاد شوي هیواد ته د ورتګ هڅې کوي.

د بخښنې  سازمان په یوه تازه راپور کې، چې د (ناهیلیو ټاپو) تر نوم خپور شوی، لیکلي چې د نایرو توقیف خونې له اوسیدونکیو سره ظالمانه چلند کیږي.

د راپور په حواله، له همدې کبله ځینې کسان آن ځانوژنې ته زړه ښه کوي.

راپور کاږي چې په دغه توقیف خونه کې شاوخوا شپیتو کسانو له روان وضعیت څخه د خلاصون په نیت یا ځان وژنه کړې او یا د ځان ځورونې په رواني ناروغۍ اخته شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د یوه غړي په وینا، د راپور لپاره په مرکو کې  ګڼو ماشومانو (چې آن نهه کلن هم پکې شامل وو) ورته ویلي چې دوی د ځان وژنې هڅې کړي دي.

که څه هم د اسټرالیا لومړي وزیر مالکوم ټرنبل د نایرو په اړه دغه څرګندونې رد کړي، خو وخت نا وخت د اسټرالیا د اړوندو توقیف خونو په باره کې  دغه شان راپورونه خپریږي.

ځینې په دې باور دي چې د توقیف خونو ناوړه وضعیت قصدي دی او په دې توګه اسټرالیا غواړي چې څوک ناقانونه کډوالۍ ته زړه ښه نه کړي.

اسټرالیا حکومت بار بار ویلي چې دوی به ناقانونه کډوال ونه مني او له خلکو یې غوښتي چې دغه شان مهاجرتونو  ته زړه ښه نه کړي.

له دې وړاندې هم د بخښنې نړیوال سازمان ( (Amnesty International او د بشري حقونو د څار سازمان(Human Rights Watch) په یوه ګډ راپور کې د نایرو وضعیت ځورونکی ښودلی و.

په دغه راپور کې له جنسي تیریو، د ځايي خلکو له بریدونو، د روغتیايي خدمتونو د نشتوالي او هلته د اوسیدو له ناوړه شرایطو څخه پرده پورته شوې وه.

د استرالیا حکومت د کډوالو پالیسي له کورنیو او بیرونیو نیوکو سره مخ ده، خو دوی پکې کوم نرمښت نه ښيي. یاد شوی حکومت وايي چې په دې کړنلاره یې په میلیاردونو ډالره لګښت کړی او نه غواړي چې دغه لګښت یې عبث لاړ شي.

په اسټرالیا کې د یونیسف ادارې د یوې څیړنې له مخې له (۲۰۱۳) کال راهیسې اسټرالیا په توقیفخونو او د پناه غوښتونکیو د قضیو د څیړلو په بهیر، نهه عشاریه شپږ (۹/۶میلیارده ډالر) لګولي دي.

د څیړنې له مخې، اټکل کیږي چې تر راتلونکیو څلور کلونو پورې پنځه عشاریه اوه (۵/۷میلیارده ډالر) نور، لګښت هم راشي.

په نایرو  توقیف خونه کې د بیلابیلو هیوادونو هغه وګړي د یوه نامعلوم برخلیک په تمه ژوند تیروي چې اسټرالیا کې د پناه غوښتنې په نیت راخوځیدلي وو، خو نیول شوي او دلته را شړل شوي دي.

د نایرو جمهوریت د نړۍ په کچه درېیمه درجه کوچنی هیواد دی چې په یوه ټاپو کې اباد دی.

دلته د استرالیا اړوند توقیف خونې اوسیدونکي د ځايي خلکو له چلند څخه هم سر ټکوي او وايي چې کله کله له بریدونو سره مخ کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *