محمد شفیع ظاهر –

نړیوالي ټولني په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې پر حکومت جوړونې او د کورنیو بنسټونو پر رامنځ ته کولو باندي په ملیاردو ډالر لگولي دي د متحده ایالاتو د ارقامو په حواله یوازي دغه هیواد په دې موده کې پر افغانستان باندي نزدې۱۰۰ میلیارده ډالره مصرف کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ډیرو نورو هیوادونو هم په افغانستان کې په میلیاردو ډالر مصرف کړي دي. د نړیوال بانک په حواله یوازي په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته ۱۵.۷ ملیارده ډالر مرستي ورکړل شوي دي. دغه پیسې د افغانستان ۹۸ سلنه ملي ناخالص عاید جوړوي.

افغانستان ته نړیوالې مرستې د دې سبب شوي دي چې د دغه هیواد ملي ناخالص عاید ډیر لوړ شي. افغانستان له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۱۲ کاله پورې په اوسط ډول هر کال تر نهه سلنه زیاته وده کړې ده. اوس د دغه هیواد کلنی اقتصاد ۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

له دغې اقتصادي ودې سره سم په افغانستان کې د بیلگې په توگه د زده کړې، روغتیا او د څښاک اوبو ته د لاسرسي په برخو کې هم ډیر ښه والی راغلی دی. خو پر دغو ټولو پرمختگونو سربیره افغانستان اوس هم د نړۍ یو له هغو هيوادونو څخه دی چي په نړیوالو مرستو پوري تړلوي دي. نړیوال بانک وایي چې دغه هیواد د خپل اقتصاد په پرتله ډیري پیسې له بهرنیو هیوادونو څخه د مرستو په توگه ترلاسه کوي. د بیلگې په توگه افغان حکومت د خپلې عادي بودجې د ۶۰ سلنې برخې د تمویل له پاره د نړیوالي ټولني مرستو ته اړتیا لري

 هغه موضوع چې د افغانستان پر اقتصادي ودې باندې مستقیمه اغیزه اچوي، په دغه هیواد کې پراخ اداري فساد دی. افغانستان اوس د نړۍ د هغو درو هيوادونو په کتار کي راځي چي تر ټولو ډېر اداري فساد پکښې شته. د شفافیت نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان، شمالي کوریا او سومالیا د نړۍ تر ټولو ډیر په اداري فساد ککړ هیوادونه دي. له بلې خوا یو شمیر مرسته كوونكي په دې باور دي چې له افغانستان سره د نړیوالي ټولني په میلیاردو ډالر مرستې یا خو ضایع شوي او یا هم د په فساد اخته کسانو جبونو ته لوېدلي دي.

څنګه د افغانستان اقتصاد پر خپلو پښو باندي دریدای شي؟

د دې له پاره چې افغانستان بهرنیو مرستو ته له اړتیا څخه خلاص شي، افغان حکومت باید هڅه وکړی چې د خپلو طبعي زېرمو د کیندنې بهیر پیل کړي لکه څنګه چه افغانستان کې د شاوخوا درې تریلیون ډالرو په ارزښت طبعي زېرمې شته. دغه هیواد د لیتیوم، وسپنې، مس او نيکلو کانونه لري

خو متاسفانه چې امنیتی ستونزو د دغهو کانونو د راایستلو مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړې او بهرنی هیوادونه هم د امنیتی او د افغانستان د ګډوډ وضیعت له وجې دی ته زړه نه دی ښه کړی چې په د دغه کانونو په رایستلو پانګونه وکړي.

او یا هم د کانونو د کیندنې لپاره د لازمو بنسټیزو پانگونو د جذبولو لپاره شرایط مساعد نه دي. د دې هیواد ماتیدونکي امنیتي حالات دغه موضوع نوره هم ستونزمنه کوي.

د ملی وحدت د حکومت نه غوښتنه

افغان ولسمشر باید د انتخاباتي ژمنو پراساس د اقتصاد د  ژغورنې، دفساد ورکولو ښی حکومتولۍ او د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې له دنیا سره تعامل ته هوډمن واوسي.

د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخابانو کې د ملت منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غنی باید د ملت رایو ته په احترام د دولت اوسنیو او ورځ تر بلې ‌‌‌‌‌‌زیاتیدونکو ستونزواو کړکیچونو ته د مناسبو حل لارو په موندلو سره دفساد جرړی وباسی او اودملت ناهلی توب بیرته په نو و هیلو کی را ونغاړی او خپل تیت او پاشلي دولتی چارواکی خدمت له وطن سره مینی او په دی نازکو حالاتو کی وحدت ته را وبولی او د ستونزو د دفاع انګیزه ورکړی په نن حالاتو کی یوزړه توب او یوالئ په ګ‌‌‌‌‌‌ډه دستونزو حل دافغانستان تر هرڅه لومړی ضرورت دئ

 باید ددولت په دننه کی کینې او بد اخلاقیانې له مینځه یوړل شی او د هیواد لپاره د ښه راتلونکي په فکر او د ګډ و او موثرو کارونو په لټه پسې مټې را ونغښتل شۍ.

د ملی وحدت د حکومت ترټولو مهم او سمدستي اقدام د خلکو امنیتی او  اقتصادي مسایل  د خلکو د اساسي ضرورتونو تامینول او په هیواد  کې ارامښت او ثبات وي او باید دا اساسی مسایل د حکومت په لنډ مهاله پروګرامونو کې شامل شي.

دغه راز داعتدال مصداق داسې روده ده چې په سیاسي ، کلتوري او اقتصادي زمینو کښې سرزوري نه کچ کوي  بلکې په پوهې ، مشورې او تفکر تکیه لري چې قانون پالنه تعقیب کړي .

په خارجي سیاست کې د ملی وحدت د حکو مت لومړیتوب له ټولو بسپنه ورکوونکو او ګاونډیو هیوادو سره د نږدې او دوستانه اړیکو ټینګول دي او له دنیا سره د تعامل لپاره همدا ښه فرصت دئ او همدارنګه ګاونډي هیوادونه هم باید له دغه فرصت څخه استفاده وکړي چې متقابلې ګټې تامین شي ځکه افغانستان سره د نړۍ تعامل به د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه وي.

د ریکا غونډه

كه د ريكا ژمنې او پروګرامونه عملي شي د افغانستان اقتصاد به تر ‌‌‌‌‌‌ډيره پرمختګ وکړي او ورسره به د بیکارۍ کچه راټیټه شۍ معلومداره خبره ده چې د اقتصاد په پياوړی کیدو او د بیکاری په ختمیدو سره به امنیتی حالت هم تر يو څه اندازې مخ په مثبت لوري حرکت وکړي.

که څه هم چې د افغانستان په باب د سیمه ییزې اقتصادي ملګرتیاؤ شپږمه غونډه یا  ریکا- ۶  پرون د کابو اویاو هیوادونو د استازو او لوړپوړو چارواکو په شتون سره  کابل کې پیل شوې او نن تر وروستیو دوام لري

خو دغسی غونډو صرف او صرف نمایشی بڼي درلودلی  چه بیلګی دریکاډلې مخکینۍ پنځه غونډې  له ۲۰۰۵کاله رانیولې او کنفرانسونه چه  په  کابل،اسلام اباد، د تاجکستان په پلازمینې دوشنبې، او د ترکیې په استانبول کې ترسره شوي دي خو د دغو غونډو په پریکړو او اعلامیو تر دې دمه کوم عمل نه دی شوی.

او دغه ډول اقتصادي غونډې زیاتره سیاسی او تبلیغاتي اړخونه لري  څو د افغانستان خلکو ته تر یوه  حده ډاډګیرنه ورکړي ترڅو د سرمایې د فرار او نورو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي، ځکه په وروستیو څو کلونو کې د افغان  ځوانانو کډوالیدا ډيره زیاته شوې ده . دوهمه دا چې  تر څو  د افغانستان په حکومت کې  د اداري مالی فساد جرړه نه وي ایستل شوي او امنیت ټینګښت  ته پوره پاملرنه نوی شوی دمرستندویه هیوادونو  په ژمنو به هیڅکله هم عمل ونه شي لکه څنګه چې هرځل مرستدویه هیوادونو په افغان دولت دا غږ کړی چې دوی به مرسته کوی خو نه غواړی چې د دوی مرستې د تیرې لسیزې په څير د فساد او مافیا ښکار شي.

نو ښکاره خبره ده  ترڅو چی  په افغانستان کې اداری فساد ترهه ګري او ناکراري ختمه شوي نه وي هیڅ ډول اوږدمهاله پروژې به عملی نشي.

خو که د ريكا ژمنې او پروګرامونه عملي شي د افغانستان اقتصاد به تر ‌‌‌‌‌‌ډيره پرمختګ وکړي او ورسره به د بیکارۍ کچه راټیټه شي معلومداره خبره ده چې د اقتصاد په پياوړی کیدو او د بیکارۍ په ختمیدو سره به امنیتی حالت هم تر يوې اندازې مخ په مثبت لوری حرکت وکړي

انشاالله

دیو آزاد آباد او په سرلوړی افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *