د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور چې له نېږدې درې کلونو راهیسې په رسمي ډول په پلازمینه کابل کې فعالیت لري او د ماشومانو د ادبیاتو د ودې او پراختیا په هدف یې په لسګونه غوندې جوړې کړي په دې ورستیو کې یې نا امنیوو فعالیتونه ګواښلي دي.

مونږ په ۱۳۹۵ کال کې یو شمېر ځوانان په دې برخه کې وروزل چې ماشومانو ته په بیلابیلو برخو کې لیکني وکړي، دغه شان په پام کې مو لرله چې په ۱۳۹۶ کال کې د ماشوم د ادبیاتو د هغې برخې لپاره هم کار وکړو کوم چې تشه یې ډېره محسوسېده، یعنې د ماشومانو له خوا ماشومانو ته ادبیات.

له همدې امله کور په یو شمېر ښوونځیو کې د ماشومانو لپاره د کیسې او مقاله لیکنې کانکورونه  هم جوړ کړل چې په ترڅ کې یې غوره استعدادونه په نښه او د ستاینې او روزنې لپاره یې پلانونه هم طرح شول، خو له بده مرغه په پلازمینه کابل کې ورستۍ نا امنۍ، چاودنې او په اړه یې اندېښنې د دې لامل ګرځېدلي چې مونږ خپل کارونه لکه څنګه چې طرحه کړي ول هغه شان ورته ونه شو رسېدلی.

ځکه د ماشومانو د ادبیاتو کور تر هر څه زیات په لومړي قدم کې د ماشومانو خوندیتوب ته پام کوي، خو  دا مو د کرار ناستې په مانا نه ده، بلکې د خپلې ځانګړې فیس بوک پاڼې له لارې به ماشومانو ته خپرونې کوو او د حالاتو په ښه کېدو سره خپلې غونډې هم پیل کړو.

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور، د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو د ملي ټولنې د جوړېدو په برخه کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورستی اقدام ستايي او هیله من دی چې له دې لارې د افغانستان ماشومانو ته په ادبي او فرهنګي برخه کې د پام وړ خدمتونه تر سره شي.

کور، د افغانستان له ټولو، چاپي، برېښنايي، غږیزو او تصویري رسنیو غواړي چې د خپلو پروګرامونو له لارې د ماشومانو د ادب د پرمختګ او پراختیا لپاره کار وکړي.

مونږ د افغانستان په ولایتونو کې په یاده برخه کې له ټولو اړوندو ټولنو او بنسټونو سره همکارۍ ته چمتو یو او هیله مو هم دا ده چې په امنو ولایتونو کې دې برخې ته بې دمې کار وشي.

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور د افغانستان په لوړو زده کړو وزارت هم غږ کوي چې په نوي تحصلي نصاب کې چې اوس یې د دغه وزارت مشرتابه  د جوړولو لپاره ملي اجماع راغوښتې د ماشومانو د ادبیاتو موضوع ته جدي پام واړوي او د ادبیاتو او ښوونې او روزنې د ټولو دولتي او نا دولتي پوهنځیو په نصاب کې د ماشومانو ادبیاتو ته د یو اساسي مضمون په توګه ځای ورکړي.

مونږ د داسې یوې ورځې په هیله یو چې په دې برخه کې د کار کولو لپاره د ټول افغانستان په کچه ګډې هڅې پیل او پرته له کوم امنیتي ګواښ نه د افغان ماشومانو د ادب او فرهنګ لپاره، کوټلي، عملي او ګټور ګامونه واخیستل شي.

په درنښت

د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور

By Toorman

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *