په دې کتاب کې د اسامه بن لادن د یوه نږدې ملګري له خولې د هغه په اړه نا ویلې خبرې را نقل شوې دي. د اسامه په اړه دغه نا ویل شوې خبرې له یوې ورځپاڼې سره د هغه د نږدې ملګري مرکه ده چې په کتاب کې د پوښتنې او ځواب په ډول را اخیستل شوې ده. دغه کتاب په کابل کې اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی.