نن په ښار کې خورا ګڼه ګوڼه ده . دښار په بیوزلو او نیستمنو وګړو د اختر ورځ ده ،ځکه داسې یوصا حب ېې لیدلوته له لیرې راغلی چې نه ېې دشتو کمی دی ، نه دپیسو او نه هم د واک او زور. دی یوازې په دې خا طر دلته نه دی راغلی چې د خلکو داد واوری او عریضې ېې واخلی بلکې له ځا نه سره ېې د نغدوروپیو او نوټونو ډکې بوجۍ هم د ښار په اوسیدونکو د ویش لپاره راوړی دی . د ښار ټول اوسیودنکی له خوشحالۍ په جا مو کې نه ځا یږی او ګرد له دغه شتمن زوروره د پیسو د راشکولو هیلې په زړه کې شاربي راشاربي . د لته راټول وګړي هغو اوښانوته ورته دئ چې پينځه ورځې ېې اوبه نه وی څکلي او اوس ېې د اوبو په روانه ویاله ورسم کړی وي .
پخواني وايي د خلکو دومره ګڼه ګوڼه ، لویه شمیره او هرکلی ېې د پا چا او نورو دولتی مشرانو د راتګ په درشل کې هم کله نه و لیدلی. د ټولو خلکو سترګې د دوي په وړاندې په تیریدونکي پا خه سرک کې خښې وې چې نا ببره د صا حب د موټرولیکه را څرګنده او د سترګو په رپ کې د خلکو په وړاندې ودریده . د موټرو په لیکه او د هغه په ودریدلو د خلکو د خوشحالۍ غږونو او نارو لکه د فوټبال د لوبې ګول چې دچا د خوښې د تیم له خوا بل لور ته ورکړ شي ټوله سیمه په سر واخیسته .
زینتي او ګرانیه موټر او د هغه په بدرګه د وسله والو سا تونوکو ډله د وخت دکوم ټولواک راتګ هم پخوانیو ته نه ورپه زړه کاوه .د صا حب موټر د موټرو په منځ کې و او همدا چې کاروان ودرید، دده د سا تنې لپاره د سترګو په رپ کې ګرد سا تونکي خواره واره شول . هغه له ټولو ورستی کس و چې له خپله موټره راکیوت . که څه هم په پخښه تیګه بدرنګه دئ : غټ سر
، پلن تندی ،پپړو شونډو،ګږې خولې ،غټ ورمیږ او راوتلې لوېې ګیډې ېې نه یوازې کوچنیا ن ویرول بلکې دشپې په توره تیاره کې ېې له بې زړه لوی بنیادم هم له ویرې زړه ویستلی شو خو داچې د زور او ځواک هنګا مه یی خورا ډیره توده وه د ځنو په خولو د ښا یسته سړی په نا مه هم یادیده او د ښا یست په صفتونو ېې ډیر غوړه ما لان لا هم نه مړیدل .
همدا چې له خپل ګرانبیه موټر راښکته شو د خلکو لویې ډلې په موټر یرغل وروړ. ده هم وار له مخه په داسې حا ل کې چې دخپلو سا تونوکو یوه ډله ورپسې وه په یوه سا تونکی ورغږ کړل :
ـ بو جۍ را ښکته کړئ .
دده په آمر دستي یوه سا تونکی شا ته با نټ پرانیست او په دم ګړۍ کې ېې بوجۍ د چارواکی مخې ته کیښودله. ده هم وارله مخه په خپلو پیړو لاسونو د بوجۍ سر پخپله پرانیست ، په ده راټول وګړي یی د سترګو په رپ کې له نږدی او ورایه له نظره تیر کړل
په داسې حال کې چې اوږده غا ښونه ېې له ورایه پړکیدل په لوړ غږ ټولو ټه ګډ شو:
ـ بس هر یو دې له خپله بخته خوري ، چې چا ته څومره موټي ته راغلل .
خوله یی له خندا چینګه وینګه شوه او دستي يي په راغلو بیوزلو وګړو د پیسو ورول پیل کړل. له دې سره د خلکو لوی شور او زوږ ټول چا پیریال په سر واخیست . له راټولو پينډې او وګړو له منځه رنګا رنګ آوازونه او غبرګونونه را ولاړ شول :
ـ څومره سخي دئ.
ـ بل یی په پلوۍ زیا ته کړه.
ـ خدای سړی ګوري چې زر او زور ورکوي
خو یو تن داسې هم و چې ددوی برعکس له ځا نه سره وبوږنید:
ـ څه دپلار او نیکه پیسې خو یی نه دي . دا ټولې له دولت او رعیته را غلا شوې پیسې دي.
بل تن هم په ورو دده په خبره پسې لاړ او هغه یی تا ييد کړ:
ـ خود د غلا او ارامې پیسې دی څو کلونه وړاندې ېې خر نه درلود چې ژرندې ته د غنمو ګوډی یوسی خو اوس یی د یوه موټر په ځای بسته ترانسپورت رانیولی دئ دا زه ښه پیژنم .
خو بل چې دده خبری واوریدې غوسه یی راوپاریده په ده ور وغورزید:
ـ چې حرامې دي نو بیا ته د څه لپاره دلته راغلی ېې ، له هر چا خو تا دې حرامو پیسو ته لاس اوږد نیولی دئ؟
خو ده بده ونه ګڼله ویی خندل او په خندا يي ځواب ورکړ:
ـ نه دی دي آوریدلی چې وایی د موزیا نو مال غا زیان خوري .
یو بل تن چې ددوی خبری او غیرګون ولید هم ددوی منځته ورولوید:
ـنن کوم له دې لو یا نو او صا حبا نو له غلا خلاص دئ ؟
بل کس سر وخوځاوه :
ـ ته رښتیا وایی خواوسني غله هم دوه ډوله دي .
تر څنګه ولاړ کس له حیرا نتیا خوله وازه پا تې شوه!
ـ هغه څنګه؟
ده په بیړه ځواب ورکړ:
ـ هغه دا چې یو ټوله غلا کور ته وړي خو یو نیم یی ویشي نیمه ځا نته پریږدي او نیمه په رعیت لګوي.
له ده سره څنګ په څنګ صا حب ته روان سړی صا خب خوا ته په اشارې وویل:
ـ بس دا صا حب همداسې با انصا فه غل دئ .
د پیسو ویشل ، د عرایضو آوریدل او اخیستل ښه په درنګ روان وو چې له لیرې یو ډنګر ځوان په منډه د صا حب خواته ځا ن راورساوه او په وړاندې لکه سرتیری نیغ ودرید . صا حب دنورو په څیر ده ته هم د لوټونو له بوجۍ څو لوټه راوکښل او دده په لاس کې کیښودل خو ځوان دپیسو له اخیستلو ډډه وکړه . صا حب پخپل ژوند کې دا لومړی ځل وو دداسې یو چا سره مخا مخ کیده چې دده له خیراته سر غړوي ، د ځوان داسې چلند حیران دریا ن کړ ، لاندې باندې هغه ته په ځیر وکتل لومړی ېې هر څه په سړه سینه وڅارل خو لږ شیبه تیره نشوه چې دغضب لمبې يي په زړه کې راپورته شوې . بړچ یی وهل:
ـ نو دڅه لپاره مې په سر راخیزې چې پیسې نه غواړې ؟
ځوان چې دده د غوسې او غضب په هیڅ اندیښنه کې نه وو په غرور په سړه سینه ورغبرګه کړه:
ـصا حب زه خیراتخور نه یم خیرات نه غواړم .
صا حب لکه موچۍ یی چې وچیچي چیغه کړه:
ـ نو څه غواړې ؟
ځوان غاړه تازه په هسکه غاړه بې له ویرې او ترهې ځواب ورکړ:
�� صا حب زه مې خپل پور غواړم .
د پور په اوریدو د صا حب تندی ګونځې او ستر ګې برندې راووتې . غا ښونه یی له ډیرې غوسې وچیچل او له خولې بې واکه راووتل:
لا حوالله والله دا څه آورم .
بیا یی غیرې ارادی په کټ کټ وخندل :
ـ پور : د سړي که د پیسو
ځوان چې د صا حب له زور ، واک او کلک زړه ښه خبروو له ویرې په کرار شان وویل:
ـ صا حب دا نه دپیسو پور دئ او نه دسړو .
صا حب بیا له غوسې لکه ما ر تاو را تاو شواو چیغه یی کړه :
ـ نو بیا دڅه شی پور دئ ؟
د ځوان له خولې په ورو شا ن ووتل:
ـ صا حب دا له مرګه ستا د خلاصون پور دئ.
د ځوان په دې خبره صا حب لکه څوک یی چې له لوړۍ غونډۍ او یا پا ڼه لاندې راوغورځوی له حیرا نتیا جټکه وخوړه ، او لکه له هوښه چې ووځی پخپل ځای حیران دریا ن ودرید خو ځوان چې نوری نه غوښتل څه ووایی یوازې دومره وویل:
ـ صا حب دا دلارې خبرې نه دي سبا اجازه راکړئ چې له نږدې ټول داستا ن درته ووایم .
صا حب چې لا هم هما غسې چرتي پرتي وو هیڅ غبرګون بیا هم ونه ښود بې واکه او غیری ارادي ېې د بوجۍ نوټونه لکه څوک چې مر غا نو ته دانې واچوي په ځمکه واړول او راغلو وګړو ته یی وویل:
ـ بس را ټولوئ چې چا ته څومره په لاس ورغلل هغه به یی قسمت وي .
له دې وروسته په بیړه موټر ته پورته او له موټر ه یی ځوان ته کړل:
ـ سبا دی منتظر یم
د ځوان لیدلو صا حب ته ګڼې اندیښنې ورواچولې . هر څومره چې ېې خپلو یادونو ته مخه کوله هیڅ یی زړه ته نه راتلل. په مغزو یی خورا ډیر زور راوړ چې دداسې یوه ځوان سره لیدل یی په ذهن کې را ژوندی شي خو هیڅ نه کیدل . په دې سودا کې د شپې تر ناوخته بیده نشو او ګهیځ هم دده د لیدلو او ددې خبرې دشاربلو تلوسې وختی له خوبه راکښیناوه او له خپل وخته دمخه دفتر ته راغئ .
لا یی د چا یو لومړۍ پيا له نه وه غړپ کړې چې په سا تونکی یی غږ وکړ:
ـ جما له
جما ل په منډه لکه باد راورسید :
ـبلې صا حب ـ
ـهغه پرونی ځوان چې څنګه راغئ دستي ېې را پریږده .
سا تونکی په بیړه ځواب ورکړ:
ـ هغه خو یو سا عت دمخه لا راغلی دئ او ستا سو اجازې ته انتظار با سی.
ـ بس ور غږ کړه او رایی وله ، خو هیڅوک به نه راپریږدې.
سا تونکی دستی ووت او په درنګ شیبه کې یی هغه د صا حب مخې ته ودراوه .ځوان په ورو او ادب سره سلا م واچاوه . صا حب سلا م په ورو ځواب او پرته له دې چې د خبرو سر پرانیزی ښه پوره شیبه د ځوان په ننداره بوخت شو . پداسې حال کې چې سترګې لا هم دده په څیره کې ښخې او ده ته یی لربر کتل راکتل په ورو یی وویل:
ـ هر څومره چې په ما غزو فشار راوړم یاد ته مې نه راځئ ،
خندا ورغله :
ـ او ته واېې چې پوروړی دی یم .
ځوان چې لا هم پخپل ځای لکه عسکر نیغ ولاړو اوله صا حبه په کرسۍ د کښینا ستو ست ته یی انتظار ویسته وویل:
ـ زه به دې په رښتیا هم په یاد نه یم خو هغه پیښه به دی هرومرو په یاد وی چې له ما پوروړی شوې .
د صا حب سودا نوره هم یو په دوه شوه له هیښتیا سپک له چوکۍ را پورته شو :
ـ ښه ووایه چې زه پوه شم ایا دا پور په یادولو هم ارزی او که نه؟
صا حب بیرته پخپله کرسۍ کښینا ست او ځوان ته یی هم د نا ستې اشاره وکړه . ځوان له نا ستې وروسته زر کیسه پیل او غوټه ېې داسې پرنیستله
ـ له نن ۲۰کلونه دمخه چې تا سو بندی او زه یو سرتیری وم . تا سو مې له اعدام وژغورلۍ او ځان مې ستا سو په ځای بلا شکنجو ته ورکړ .
صا حب ددې خبر په اوریدو ټوپ وهل :
ـ هغه څنګه ؟
ـ هغه دا چې تا سو یی ما ته راوسپارلۍ چې له تحقیقه مو سده زندان ته بوځم . په لار کې تا سو بولو ونیولئ . ما د نورو سرتیرو له مخا لفت سره سره په لار کې موټر ودراوه ، ستا سو زولنې مې پرانیستې . له تا سو سره څنګ ته شوم او تا سو څوګند وخوړ چې نه به تښتئ خو چې څنګه بولو ته هغه مکا ن ته ننوتئ ، له لږ ځنډ وروسته مو د تشنا ب له سوری ځا ن وویست او په بله لار غا یب شوئ . کله چې بیرته زندان ته را وګرځیدو هغو سرتیرو په ما شا هدي وویله او ستا په ځای زه په اعدام محکوم شوم خو ښه وه دخدای په فضل اعدام مې وبخښل شو او پوره لس کلونه مې دزندان خوارۍ وګا للې .
صا حب له دې اوریدو هیښ پیښ او ولړزید . سر ېې په درناوی وخوزاوه :
ـ ښه هغه غیرتی مسلمان سرتیری ته وې ؟
دده په څیره بیا سر تر پا یه تیر را تیر شو :
ـ نو تا ولې هغه وخت چې نه مې د سړو کمی و او نه دپیسو او په امر مې خلک تړل کیدل او خوشې کیدل خبر نه کړم ؟
ځوان په خواشینې بڼه ځواب ورکړ:
ـ صا حب ما په هغه وخت یو له غریب پلار او کوچنیو ورنو څوک لرل چې تا سو خبر کړي ؟
صا حب په غورو پرو شو :
چې ما زې دې زه خبر کړای وای يوه شپه به دې هم را نه نه وای تیره کړې … ته پوهیږې ما نه یوازې د لیکې پورې خوا څومره واکداران انډیوالان لرل بلکې ورسته مې په هما غه دولت چې زه یی په اعدام محکوم کړی وم ډیر ې غټې سټې د ځا ن ملګری کړل .
خندا ورغله او خوله یی له خندا وازه پا تې شوه ،لاسونه یی موټی او میز ته یی ډب ورکړ:
که رښتیا را با ندې ووایی ما له خپلو تنظیمونو او نورو خارجی یارانو دومره مال نه دئ تر لاسه کړی څو مره مې چې له هما غه دولته چې زه ورسره دنورو په څیر په جنګ وم .
له دې څرګندونو وروسته را پا څید ځوان یی کلک په غیږ کې ونیو ، دده سرېې خولې ته نږدې تود ېې مچ کړ او له مچې وروسته بیرته په خبرو شو:
ـ ته په رښتیا چې زما د نجا ت پرښته ېې کنه هغه حکومت ته چې څوک معمولی مخالفان هم په ګوتو ورغلی بیا یی په ډوډۍ څکه نه ده کړې.
صا حب چې بې دمې یی په یوه سا ه خبرې کولې ځوان ته وویل:
ـپوهیږئ چې په ما به له هغې وروسته څه راغلی وي؟
ځوان چې دده یادوونواو کیسو ته غوږ غوږ و موسکی شو :
ـ خدای پوهیږی خو ما ته په زړه پورې د تشنا ب له سوری ستا سو ټوپ او تیښته ده چې په مرداریو کې به مو څومره مزل کړی وی؟
صا حب په دې پوښتنې وشرمید لکه خبره ېې چې په ستونی کې وچه شي وچ ټوخي ونیو خو چې ټوخی ېې ودرید پیرته په خبرو راغئ :
بس خدای دې نه دربا ندې ګوري خو انسا ن له هر شی سره عا دت نیسی، زه له هغې شیبېوروسته په داسې ډیرولومو کې ونښتم او هر ځل چې تښتیدلي یم له همداسې لارو تلي او راغلي یم ، له دې لا په ډیرو مرداریو کې ککړ پکړ لاړم او راغلم . ..
صا حب چې تر دې ځا یه راورسید سوړ اوسیلی یی وویست:
ـ کا شکې یوازې د بوی او مردارۍ شرم وای .
په خپله مونډۍ زیره ېې لاس راتیر کړ او غلی شان یی وویل:
ـ دا به مې تقدیر کې لیکلي و
دځوان بې واکه له خولې راووتل:
ـ له بوی او چټلۍ پرته نو د بل څه ویره وه؟
ـ له ککړتیا او بوی پرته کله کله په داسې چټلیو کې چیچونکی خزندې هم راوځي .
ـ یعنې لړما ن او ماران هم دربا ندې راووتل؟
ـ بلې اوله هغه کنا رابه وروسته په لا چټلو کنا رابونو سر شوم او هر ځای داسې ماران او لړما ن را باندې راووتل چې په یادونې اوس هم له ویرې په لړزا راځم .
بیا یی مخ هغه ته ورواړاوه :
ـ چټل ځا یونه بد او ښه نه دی خو کله اړتیا وی ځکه انسان زړور او غښتلی روزي. انسا ن ته د وژلو چل ورزده کوی ؟
ځوان له حیرانتیا ټوپ کړ:
ـ وژل!!
ـ بلې و ژل ، وژل بد او کبیره ګنا ه ده خو هغه چې ددښمن دوژلو ویره لری هیڅکله کوم ځا ی ته نه رسیږی او پخپله ددښمن ښکار ګرځی. .. ما په مردارو لارو کې نه يوازې د خپلو دښمنا نو د وژلو چل زده کړی بلکې هغه خپل چې زما د وژلو هڅی یی کړې هم په زړورتیا له منځه وړی دي.
ځوان چې د صا حب خبرو ته هک پک وو وویل:
اوس خو نو شکر له دښمنا نو وطن آزاد دئ اوس څنګه؟
صا حب ځواب ورکړ:
ـ اوس مې پخپلو کې دښمنا نا ن زیا ت شوي خو چې ډیر مې په عذاب نه کړي څه نه ورته وایم ځکه ما دخدای کورته په څلورم تګ سره هلته له خونه توبه کښلې ده
د توبې په یادولو خندا ونیو :
ـ کنه اوس به مې ټول هغه غږونه چې په ما ، زما په منصب او درایۍ پسې د خلکو له خولو راوځی په ستوني کې وربند کړی وای .
له دې څرګندونې وروسته ېې نور په دې اړه خبرې ودرولې او د ځوان د ښیګڼې او د پورد ورګرځولو بحث ته ورګډ شو:
ـ اوس نو دا راته ووایه چې زه دې څه خدمت کولی شم ؟ پیسې ، زرکه د سړي سر .
ځوان د سړی د سر په آورید له ویرې ولړزید ، په ورو یی له خولې ووتل :
ـ صا حب ما مرغۍ هم په ټول ژوند کې نه ده آزار کړې ، دښمن نه لرم يوازې غریب یم .
صا حب پخيله مونډۍ ږیره لا س را کښود ځوان ته مخا مخ ودرید ، دهغه په اوږه ېې لاسونه کیښودل او په لوړ آواز ېې وویل:
ـ بس زما په ډله کې راغلې ، زما د سر سړی شوې او همداسې چې په ما خدای (ج) د هرڅه باران وروی په تا به یی هم خدای ووروي . خدای مهر با ن پا چا دئ .له ما سره به نه خواریږې .
ودرید لکه خبره چې ېې بیا په ستوني کې وچه شي ، غا ښونه یی له شونډو لاندې کړل لکه د کومې خبرې او یادونې په ویلو چې شرمیږی او ویریږي. په ورو یی له خولې ووتل:
ـ خو په یوه خبره دې له وړاندې سر خلا صوم :
ځوان چې تر دې دمه له خوښۍ په جا مو کې نه ځا یده د صا حب دې خبرې ټکنی کړ :
ـ هغه څه خبره ده؟
صا حب وار له مخه ورسپینه کړه:
زما په ډله کې شا مل ټول کسا ن زما په مرض اوړي .
ځوان له ویرې او ترهې ولړزید ټوپ ېې کړ :
ـکوم مرض؟
ـ زما له خولې او وجود ه د بوی مرض او دا مر ض وروسته له هغې را با ندې لګیدلی چې له کله له تا سو او نورو د کنا رابونو له لارې تیښتې ته اړ شوی یم .
ځوان چې واروپار ېې خطا او له ویرې ېې سوڼ له خولې نه خوت په ورو وویل:
ـ نو اوس خو تا سو جوړ او بوی نه درنه ځي!!
صا حب دستي له لاسه ونیو او بلې خونې ته یی له ځا نه سره روان کړ ، بلې خونه کې ولاړ ، د یخچال دروازه یی پرانیستله او په هغه کې ېې یوه بوتل ته ګوته ونیوله .
ـ دا د دغې دوا برکت دئ.
ځوان په بوتل کې زیړه ما یع د سترګو په رپ کې له نظره تیره کړه د هغه په لیدلو یی سترګې له حیرا نتیا بوټې راووتې ، له خولې بې واکه ووتل :
ـ دا خو لکه رڼې میتیازې !!
صا حب نرۍ خندا وکړه:
ـ ته نه یی تیروتی دا رښتیا هم متیازې دي خو ځنې مرضونه په همدې میتیازو رغیږي .
ځوان هک وهل نږدې و خوړلی خواړه ټول راوګرځوي خو په ځا ن ېې زور راوړ چې دخپل ګرځون مخه ونیسي بې واکه ېې وپوښتل:
ـیعنې که ستا همکار او دډلې غړی شم زه به هم په دې مر ض اوړم او دا درمل به کاروم؟
صا حب سر په ورو وښوراوه :
ـ څوک چې زما د دسترخوان ملګری شوی یوهم روغ نه دئ پا تې خو که دا درمل زما او زما د نورو ملګرو په څیر وکاروئ هیڅ وخت او هیچیرې به بوی درنه ولاړ نشي.
ځوان چې څنګه دا واوریدل لکه ټول وجود یی چې اوس بوی ونیسي سست پست او وراخطا شو بې واکه ېې لا سونه پورته او لکه څوک چې چا ته د تسلیم لاسونه پورته کوی په زوره یی چیغه کړه :
بس صا حب ما خپل پور دربخښلی دئ .
او له دې وروسته په منډه د صا حب له خونې په چا بکو قدمونو ووت .
د ۲۰۰۱میلادی کال د جون ۱۰
لندن ، انګلستا ن
د شبې دولس بجې او ۳۰ دقیقې