تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ادعا کړې چې د ملا عمر یوازنی پاتې ورور دا مهال په پاکستاني پاسپورټ په قطر کې مېشت دی او ۵۰ زره ریاله معاش اخلي.
رحمت الله نبیل د ملا عمر د مرموز مرګ د اووم تلین په مناسبت د طالبانو لخوا د هغه له ورور ملا منان عمري سره د خپرې شوې مرکې په تړاو ویلي، د ده معلومات دا دي چې د ملا عمر ورور ملا منان عمري اوسمهال د قطر په ریان ځانګړې سیمه کې عالیشان ژوند کوي.
رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ملا منان عمري په پاکستاني پاسپورټ له کراچۍ څخه قطر ته تګ راتګ لري او د قطر په یو عاليشان کور کې له خپلې کورنۍ سره مېشت دی چې د میاشتې ۵۰ زره ریاله معاش هم ورکول کېږي.
ملا منان عمري چې اوس مهال د قطر سیاسي دفتر غړی دی د ملا عمر یوازنی ژوندی پاتې ورور او د طالبانو د شکایتونو د اورېدنې او ملکي وګړو د خوندیتوب کمېسیون مشر دی.
د هغه د عالیشان ژوند په اړه دغه افشاګرۍ په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې د امریکا کانګرس د نږدې ۴۰ میلیونه ډالرو هغه سند لاسلیک کړ چې له مخې یې په قطر کې میشتو طالب مشرانو ته د امریکا لخوا معاشونه او مصارف ورکول کېدل.
له هغې وروسته د طالبانو د ملامنصور دادالله تحریک ویاند قاري حمزه یوه اعلامیه ورکړه چې طالب مشران په داسې حال کې عالیشان ژوند مخته بیايي چې په هلمند کې یې جنګیالي د موټرسایکلو تېل نلري.
نبیل اوس خبر شو چه د ملا عمر ځوی پاکستانی پاسپورت لری؟ د لسو کالو څخه زیات وخت وشو چه د ملا عمر ټول کور او ملګری پاسپورتونه لری، حتی یو عادی افغان هم پدی خبره پوهیږی. ساده خانه ته اوس خبر شوی، ګناه دی نشته مکتب دی پنجابستان کی ویلی.
بل دا چه نبیل جانه څه به وکړو چه افغانی یا پاکستانی پاسپورت لری؟
ځکه ستاسو غوندی ګاردان د ملی امنیت ریس صاحبان شول، د دیی پر ځای چه افغانستان ته ښه کار او خدمت وکړی، د افغانستان پر ځای مو پاکستان ته خدمت وکړه. اوس به زه او نور غریب خلک څه وکړی.
کیدایشی دغه خبر تا په دې خاطر کړی وی چه مطبوعاتو کی دا ډیر وخت ورک یی چه ځان لږ څه بیا ښکاره کړی. خو افغانان اوس هوښیار شویدی
رشتیا دی وویل.
زه د نبیل جان نه پوشتم چه.
کله چه د امنیت ربس وی معاش دی سومره وو. او دا پیسی د کوم زای نه راتلی.
وشرمیژه ای پلورل شوییه.
ستا دا ریس کرزی سو پاسپورتونه درلودل!!!!