تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴مه: د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل خبر ورکړی چې د امریکايي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو په بدل کې له انس حقاني سره خوشې شوی طالب مشر مالي خان بېرته د حقاني شبکې تر مشرۍ لاندې جګړې ته ستون شوی دی.
رحمت الله نبیل ویلي، مالي خان له بګرام څخه تر وتلو وروسته پاکستان ته تللی او هلته یې د حقاني شبکې د عملیاتو، تدارکاتو او سازماني فعالیتونو مشري پر غاړه اخیستې ده، چې په وینا یې دا له هوکړې څخه د طالبانو ښکاره سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په وروستیو کې ۳۰۰ نور طالب زندانیان هم خوشې کړي دي خو وايي، ژمنه یې ترې اخیستې ده چې د جګړې ډګر ته به نه ستنېږي.
بلخوا د طالبانو ویاند سهیل شاهین څه موده وړاندې ویلي وو چې د دوی جنګیالي جګړې ته نه ستنېږي، ځکه په دې اړه یې له امریکا سره په ضمایمو کې هوکړه موجوده ده.