تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۲۷مه: د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل پر ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تور پورې کړی چې دواړه غواړي راتلونکې ټاکنې بحراني کړي.

ښاغلي نبیل نن خپلې یوې کمپایني غونډې ته په وینا کې وویل، داسې نښې یې معلومې کړې دي چې ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبداله دواړه غواړي تر څو د ۲۰۱۹ کال ټاکنې د بحران خواته بوځي: (( دواړه غواړي چې ټاکنې بیا د ۲۰۱۴ په څېر قومي، سمتي او ژبني تعصب کې ککړې کړي، خو زه وایم دوی باید ټاکنې په یو فرصت بدلې کړي.))

نوموړي د ټاکنو کمېسیون د یو کمیشنر مولانا عبدالله څرګندونوته په اشاره وویل، ولسمشر او اجرائیه رئیس که ټاکنې بحراني کړي، دا به نه یوازې ټاکنې بلکې هېواد هم له بد وضعیت سره مخ کړي.

ښاغلي مولانا عبدالله تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د ټاکنو کمېسیون کې د حکومت لاسوهنې او قومي ګمارنې روانې دي.
هغه څرګندونې چې د ارګ لخوا سمدستي وروسته رد شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *