تاند: د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وايي، که ټاکنې د واقعي سولې لپاره ځنډېږي نو دی یې هرکلی کوي.

نوموړی وايي، که ټاکنې د پردې تر شا د یوې پټې معاملې لپاره ځنډول کېږي نو دا به د افغانستان په ګټه کار نه وي.

ښاغلي نبیل پر طالبانو غږ کړی چې د سولې لپاره دې له حکومت سره خبرو ته کېني، خو زیاته کړې یې ده هغه سوله چې د پاکستان رول په کې زیاته وي د افغانستان لپاره خطرناکه ده.

نبیل پرون همه ویلي وو چې د پاکستان له لارې راغلې سوله به ونه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون نن ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد پروسه پیل کړه او ټینګار یې کړی چې د میزان په شپږمه به ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.

One thought on “نبیل: واقعي سولې لپاره د ټاکنو د ځنډ هرکلی کوم”
  1. د نبیل دا خبره سمه ده چې طالبان باید د افغانستان حکومت سره هم خبرې وکي

    زه نور افغانان هم د پاکستان لارې سوله نه خوښوي، خو دغه بیسواده سوډرهم له پاکستانه په پاکستانۍ لاره او په پاکستانۍ سپږو بار کابل ته راغلی ههههههه

ځواب دلته پرېږدئ