د جمعیت اصلاح افغانستان د ځوانانو څانګه نهاد جوانان مسلمان (نجم) د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون کښې د نوو بریالې شوو افغان محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره کړه.
غونډه چې د پوهنتون د دوهمې لیلیې په خوړنځای کې ترسره شوه د نجم دعمومي رییس دوکتور رحمت الله زاهد په شمول، د افغان اتحادیې رییس محب الرحمن کاموې، استاد محمد حکیم صابر او په پاکستان کې د افغان محصلینو عمومي رییس ښاغلې قاري عبدالله سعید ګډون درلود.
په پیل کې د اسلام آباد په نړیوال اسلامې پوهنتون کښې د نجم مسؤل ښاغلې بلال خدمت راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ نوو محصلینو ته مبارکې وویله.
د غونډې بل ویناوال په پوهنتون کښې د افغان محصلینو د اتحادیې رییس محب الرحمن کاموې وو چې د نجم له مسؤلینو یې د یادې غونډې له دایرولو مننه وکړه او یاده غونډه یې یو نوښت وباله، ښاغلې کاموې نوې افغان محصلین خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او په پوهنتون کښې یې د اوسیدلو اصول ورپه ګوته کړل.
د غونډې مشر میلمه او د نهاد جوانان مسلمان (نجم) رییس دوکتور رحمت الله زاهد پوهنتون ته په مختلفو رشتو کښې د سلو څخه د زیاتو افغان محصلینو په بریالیتوب خوښې څرګنده کړه او نوو بریالیو محصلینو ته یې مبارکې وویله، ښاغلې زاهد د نجم او افغان اتحادیې مسؤلینو له خوا د ازموینو په وخت کښې د نوو بریالیو افغان محصلینو سره خدمت د دوی دینې او ملې مسؤلیت وباله.
د ښاغلې رحمت الله زاهد د ویناوو زیاته برخه د هیواد په اوسنې حالاتو څرخیده، ده د تیرو څلور لسیزو ناورین په هیواد کښې د واقعې مشر نه شتون په ګوته کړل، ټول هیواد یې په شمار د څو خلکو (مافیایې کړیو) په لاس کښې غورځیدلی وښود چې وروستۍ ټاکنې یې ښه بیلګه په ګوته کړه.
د وینا په وروستیو کښې یې نوو محصلینو ته د نجم سینه پراخه وبلله او دوی ته یې د نجم په پروګرامونو کښې د ونډې اخیستلو دعوت ورکړ او زیاته یې کړه چې ژوندې ملتونه هغه دې چې هر فرد یې د هیواد په کړنو کښې فعاله ونډه ولرې، نويې محصلین یې د هغو خلکو سره چې د اسلام او هیواد سره مینه لرې دوستئ ته راوبلل او له هغو چې د اسلام او هیواد دښمن دې د لرې والې غوښتنه وکړه.
د غونډې بل ویناوال استاذ حکیم صابر وو چې نویو بریالې شوو افغان محصلینو ته یې د مبارکئ او ښه راغلاست تر څنګ غوره نصایح وړاندې کړل چې زیاته برخه یې په پوهنتون کښې د ښو اخلاقو په ښودلو څرخیدله.
د استاذ حکیم صابر له نصیحتونو وروسته خالد عطا د غونډې ګډونوالو ته ترانه واوروله.
د غونډې په پای کښې قاري عبدالله سعید د اختتامیه دعا تر څنګ په پوهنتون کښې د اوسیدو اصول او د بهرنیو محصلینو سره د ښو اړیکو ساتلو لارې چارې وښودلې.
راپور: خالد عطا
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد
