بدلون
نجونو نړیوالې ورځې لمانځنې په پار!
پوهیږو چې پر داسې یوه موضوع در سره خبرې پیلوو چې هم ډېره کلیشه شوې او هم د ډېر تکرار له امله، چندانې د توجه وړ نه ده، خو زموږ باور دا دی: څومره چې په افغانې په ټولنه کې د ښځو د مسئلې په وړاندې د بې تفاوتۍ او نه مسؤلیت احساس زیات دی نو په هماغه تناسب، دغه سوژه لا زښته مهمه، د لا ډېر بحث وړ او زموږ د لازیاتې توجه اړتیا ده.
د اکتوبر ۱۱- مه= د میزان ۲۰- مه، د نجونو نړیواله ورځ ده چې په ۲۰۱۳م کال کې د ملګرو ملتو له خوا، په دغه نوم ونومول شوه؛ پر دې اساس، د شعور خاوندان په اسانۍ سره پوهېدای شي چې ښخینه جنس، په تېره بیا د کوشنیو نجونو ژوند ته انساني پاملرنه، څومره ستره انساني هڅه ده!
نړۍ په داسې حال کې د نجونو نړیواله ورځ لمانځي چې د کوشني ژغورنې صندوق ((save the children له خولې، هر کال په دنیا کې اووه میلیونه کم عمره نجونې د خپلې خوښې خلاف، په زور ودیږي؛ په افغانستان، یمن، هند او سومالیا کې تر لس کلنو پورې نجونې ډېرو سپین ږیرو ته نکاح کیږي؛ دغه صندوق یې لاملونه فقر، جګړې، لانجې او بشري کړاوونه ښوولي دي؛ ډېرې کورنۍ له غربته د بیرې او د فحشا له وهمه، چې څومره ژر کېدای شي، په پټو سترګو، و هر ډول کسانو ته په ورکړه سره، د لوڼو له شره ځان خلاصوي، خو دغه سرناخلاصه کسان یې بیا د مرګکي جانبې عوارضو په کیسه کې هم نه دي؛ صندوق زیاتوي، که دا غمیزه دوام وکړي نو دا شمېر به په ۲۰۳۰ کې ۹۵۰ میلیونو ته ورسیږي.
موږ د افغانانو په توګه او د افغاني فرهنګ د رامنځته کوونکو و لمانځونکو په صفت، تر هر چا ښه پوهیږو چې په افغاني ټولنه کې د افغانو نجونو ژوند څنګه تر فاجعې ور هاخوا ډاروونکی تصور دی؛ ممکن اکثر دوستان ووایي چې په دې کې د ډار څه خبره ده؛ دا خو یوه ډېره عادي پروسه ده او آن بیخې د بحث وړ مسئله نه ده؛ اول مو هم وویل، که موږ ته د افغانو نجونو ضررمن وضعیت ستونزه ایسېدای نو د وخته به مو لا انساني و عاقلانه اقدامات کړي وای او دا بشر- ضد تراژدې به مو پای ته رسولې وای، خو داچې په دې باب مو هیڅ شپږه هم نه خورې نو ما نا یې دا ده چې دا تراژیکه کیسه را ته کیسه نه ایسي.
کېدای شي ځیني هیوادوال راباندې وخاندي، یا یو شمېر راباندې یو ډول و بل ډول منفې تبصرې وکړي چې ته دا خلک بیا ګوره چې د افغانستان د دا دومره ژور بحران په تل کې یې ټول سیاست د ښخو پر ژوند پر بحث را ټول شوی، هغه هم د نجونو! مګر موږ دې مسئلې ته تر دې لازیات جدي یو، ځکه اول خو به مخالف و موافق راسره موافق وي چې هره انسانې ټولنه سم نیمی له ښځو جوړه ده؛ اما زموږ د ملت دغه نیمه برخه، په ټولنیز ډګر کې د غیرحاضرۍ له امله، سمه- دمه فلج ده، ځکه زموږ جمعي شعور یې په انساني صحنه کې د نارینه وو تر څنګ د حضور او ور ته د اساسي حقونو د ور کړې، په مرګ مخالف دی؛ که یو- نیم د شعور رشد ته رسېدلی افغان، دغه ډول یو بشرپالونکی کوښښ کوي نو ډېر ښه مو سرونه سره خلاصیږي چې په وړاندې به یې زموږ احساس و عکس العمل څه وي؟
نیم فلج ولس نو داسې نه دی چې نیمه برخه یې مړه او هغه پاته نیمه یې نو ښه فعاله ده، بلکې دغه نیمه له کاره لوېدلې حصه یې د هغه نیمې متحرکې پر شا ور بار ده؛ ټیک لکه نیم فلج انسان چې پر ځای پروت وي؛ اوس نو که موږ ته د نجونو د بشري حقونو د تامین اړتیا هر رنګه ښکاري، خو دا یوه حیاتي اړتیا ده چې له رفع کولو پرته یې بله هیڅ لار نه لرو؛ که دا خبرې را ته د خپل اصیل افغاني فرهنګ، درنو دودونو او عامه ذهن ضد مالومیږي، هم پر خپله خوله لاس نیسو او هم په دې باب د نورو خولې ور ګنډو، نو نتیجه به یې بالآخره د غونډې افغانې ټولنې فلج او یومخیزې محوې مقدمه وي؛ د دې وحشتناک واقعیت له مخې ویلای شو؛ که همدا اوس- اوس، په درست افغانستان کې جنګ، فقر، بېکارې، مختلف اختلافات، پردیو ته احتیاج او سل و زر نور جنجالونه نه وي هم، نو یوازې و یوازې، همدا په ښځو و نجونو پورې تړلې ناانسانې معضله کفایت کوي چې افغانستان او افغان انسان د انسایت له معراجه د وحشت تاترین ته سقوط وکړي، ځکه د یوه نیم فلج انسان لپاره هیڅ سینګار و ګلزار هغومره جذاب نه دی لکه په خپل اختیار سره، په یوه پراخ بیابان کې آزاد حرکت و با وقاره رفتار!
راځئ چې لږ په خپلو ګرېوانو کې، دا خپل شخ سرونه، یو څو شېبې د واقعیت لیدنې په سوچ سره راځوړند کړو او وګورو چې زموږ و انسانیت تر منځ څومره فاصله ده؟ او دا سوال هم خاماخا له ځانه وکړو چې آیا د دې فاصلې اجازه شرعي عقیدې را کړې ده، که بشري تجربې؟
یو- افغانې ټولنه په داسې حال کې د نجونو د لمانځنې له حادثې سره مخ کیږي چې د یوې معمولې بېلګې په توګه، د بغلان په پلخمري کې د ورکو وسلوالو له خوا له شکریې څخه د هغې په کور کې سر پرې کیږي او د غور، یوه شپېته کلن ملا سید عبدالکریم ته، د یوه ټیم غوړو او یوې کڅوړې اوړو په مقابل کې، د شپږ کلنې غریب ګل د ورکړې او اوس په امن کور کې د دې غریبې د رواني تکلیف او تورې راتلونکې خبرې راوځي.
دوه- ټیک په همدغه ورځ، رسنۍ خبرونه خپروي چې افغان مېرمنې تر ټلویزیوني معایناتو وروسته، چې پوه شي لور یې په نس ده، نو له مڼخه یې وړي؛ له دې بیرې چې په افغاني ټولنه کې لور زېږول شرم دی، د خسرګنۍ له خوا مږور ته له رټلو، وهلو- ټکولو، آن مرګ تر سرحده لړزوونکی ګواښ دی، د لوڼو پر اوږده لیست د یوې بلې ور زیاتول دي، ځکه اکثر کسان د زوی زېږون په هیله، مسلسل اولاد راوړو ته زور ور کوي، که څوک شتمن وي نو بله و بله، آن تر څلورمې پورې هم ښځه کوي، خو جهالت تر دې اندازې دی چې دوی په دې نه پوهیږي چې د ماشوم د جنس په ټاکنه کې ټوله ونډه د نارینه ده او ښځه هیڅ رول نه لري.
درې- زموږ په فولکلوریکو نکلو کې به مو هم لوستي وي چې دوه وروڼه ول، دواړه سوداګر ول، سره ویې ویل: که د هر یوه لور وشوه او د بل زوی؛ نو د یوه لور به د بل زوی ته ور کوي؛ دا زموږ د عملي ژوندانه یو روڼ انځور دی او تقریباً زموږ هر یو به د یوې نه، یوې دا ډول نااسلامې و ناانسانې صحنې شاهدان یو.
درې- زموږ په فولکلوریکو نکلو کې به مو هم لوستي وي چې دوه وروڼه ول، دواړه سوداګر ول، سره ویې ویل: که د هر یوه لور وشوه او د بل زوی؛ نو د یوه لور به د بل زوی ته ور کوي؛ دا زموږ د عملي ژوندانه یو روڼ انځور دی او تقریباً زموږ هر یو به د یوې نه، یوې دا ډول نااسلامې و ناانسانې صحنې شاهدان یو.
درې- نه یوازې خپلې نجونې د خدایتعالی د فرض کړي تعلیم و تربیې زمینې ته نه استوو، بلکې هغه یو- نیم چې مو دا ډول انسانپالونکې هڅه کوي نو په پېغورو یې لېونی کوو او وظیفې ته استول خویې لا د پزې پرې کېده ګڼو؛ وایو: ته دا بې غیرته ګوره! د ښځې لاس ته ګوري.!
پنځه- که کوم ځای، کوم روښان مور و پلار پیدا شي چې لوڼې ښوونځیو ته واستوي نو زیاترې یې د مکتب له بشپړېدو مخکې واده شي او له ودېدو سره سم، د الله تعالی د فرایضو په سلسله کې، د یوه مهم فرض د اداینې (علم حاصلولو) څخه یومخ محرومه شي، ځکه دا د مېړه مېرمن شي او مېړه خو نو مېړه وي؛ دا به لا څنګه مېړه وي چې ښځه به یې انسان غوندې له کوره په تعلیم پسې وځي؟ هغه استثنایي خال- خال چې بیا مکتب یا پوهنتون پای ته ورسوي نو هم یې چندانې نتیجه نه محسوسیږي ځکه چې په سیاسي، اقتصادي او نورو ټولنیزو فعالیتو کې د فعالې ونډې اخیستو زمینه نه شي موندای.
شپږ- ځینې کسان عجیب استدلال کوي، وایي که نجونې له کوره ووځي نو د نارینه وو له خوا ځوریږي او له بېلابېلو ګواښو سره مخیږي، ولې دا فکر نه کوو چې دا خو همدا نارینه، پر خپل ځان خپله، د خباثت ټاپه وهي ځکه چې څرګنده مانا یې دا ده چې دا موږ، پر ناموس کلک ولاړ نارینه، د خپل د وطن د لوڼو عزت ته ګواښ یو او د نارینه وو د دا ډول جرم په ګنا مو ښځې نیولې دي!؟ دا تر سادګۍ هم ټیټ کیفیت دی.
اووه- په بدو کې د ورکړې ځناورتوب خو مو لا بل شرموونکی سریال دی چې پای یې مالوم نه دی.
پایله:
که په افغانستان کې د حضرت محمد (ص) او د هغه د مبارکو بیبیانو غوندې ، د ژوند په ټولو چارو کې، نر و ښځه اوږه پر اوږه فعال نه شو نو هیڅکله به د روان هراړخیز بحران له زندان څخه را و نه وتای شو؛ موږ ټولو نړیوالو، په ځانګړې توګه شریفو افغانانو ته، د نجونو د نړیوالې ورځې د مبارکۍ تر څنګ، ږغ کوو چې راځئ د واقعي انسانیت و اسلامیت په حکم، اول د هلک و نجلۍ توپیر له منځه یوسو، بیا د دواړو بشري حقونو ته احترام وکړو او په پای کې ښځه د انسان په صفت په رسمیت وپېژنو؛ دا ده له لوی غم و غوغا څخه د ژغورنې نېغه و معقوله لار!!!
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۶ مه / پرلپسي ۹۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۲۱/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *