ژباړن : محب الله آرمل –

په هغه ماشومانو څېړنې چې نوي په ګرځاندي کيږي، په ګوته کوي چې نجونې نظر هلکانو ته ژر په خبروکولو پيل کوي، مګر ولې نجونې نسبت هلکانو ته ژر په خبرو راځي ؟

د امريکايي څېړونکو تحقيقات او مطالعه ښيي چې په لومړيو کلونو کې د والدينو او ماشومانو ترمنځ اړيکه او خبرې کول له ماشومانو سره مرسته کوي چې هغوی ژر د خبرو کولو زدکړه ترلاسه کړي،څېړونکو ته دا هم معلومه شوه چې په ماشوم د مور غږ د پلار تر غږ زياته اغېزه کوي .

مورګانې د يوه ساعت په اوږدوکې لږ تر لږه ۱۲۶۳ کليمې خبرې خپلو نوزيږو ماشومانو ته کوي پداسې حال کې چې يو پلار په همدومره وخت ايله بيله ۴۶۲ کليمې ورته وايې. څېړنو ښودلې چې ماشومان د خپلو مور ګانو له غږ سره زيات روږدي وي، نو د مور خبرې زيات تاثير لري نسبت د پلار خبرو ته .

څېړونکو ددې پوښتنې لپاره چې ولې نجلۍ تر هلک ژر په خبرو راځي ځواب موندلی دوی په دي اړه په ۳۳ ماشومانو چې نجونې او هلکان پکې شامل دي تحقيق کړی، د دې څېړنو پايلې وايې چې مورګانې له خپلو لور ګانو سره تر زامنو زياتې خبرې کوي او همدا وجهه ده چې نجونې نظر هلکانو ته ژر په خبرو پيل کوي .

سره لدې چې پلرونه نظر مور ګانو ته له ماشومانو سره کمې خبرې کوي مګر پلرونه هم نظر زامنو ته له لور ګانو سره زيات غږيږي او کله چې داسې کيږي نو نجونې ژر په خبرو راځي .

2 thoughts on “نجونې ژر په خبرو کولو پيل کوي که هلکان؟”
  1. همدغه سلسله وړاندی دوام پیدا کوی ښځی بیا د سړیو څخه زیاتی خبری کوی یعنی ډیری غږیږی.، بل غوروالی د ښځو نظر نرانو ته دا دی چی ښځی په عینی وخت کی څو کارونه پر مخ وړی خو په مقابل کی یی د نرانو مغز په عینی وخت کی پر یو شی باندی کار کوی.یعنی یو کار پر مخ وړی.

  2. !…مورګـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــانی، مورګانی، مور ګانی
    ولی،ولی،ولی؟
    !!!تر پرونه خو لا میندي، میندي ولي
    دا بیا کومه ټکه راولویده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *