شهسوار سنګروال
د امريکا فشارونه:
(لومړۍ برخه)
د کارمل د واک په وروستيو کې د نورو لاملونو تر څنګ چې د شوروي پوځونه يې شاتګ ته اړ کړل يو هم د سټنګر توغندی وه چې د شوروي اتحاد د هوايي ځواکونو زړه يې ښوی ووېست.
هغه مهال مجاهدينو له هوايي بريدونو نه ډېر سر ټکاوه او په ځانګړي ډول څرخي الوتکو نه چې دره په دره او کلي په کلي به يې جنګيالي څارل.
خو کله چې سټېنګر توغندي امريکا د C.I.A په ټينګار (که څه هم چارواکو وېره درلوده چې دغه وسله د شورويانو لاس ته ورنشي)، مجاهدينو ته په واک کې ورکړل.نو دديه ګوکوردووز،ها رېسېيون په اند
په افغانستان کې داسې اوازې او انګازې خورې شوې چې همدغه سټنګر توغندي ول چې شوروي ځواکونه يې ايستلو ته اړ کړل.» د امريکا د دفاع د وزير مرستيال «ميشل پيلز بوري» او په همدغه وزارت کې د مجاهدينو د چارواکو سلاکار «فردايکل» په همدې تړاو په ۱۹۸۵ کال د مې په مياشت کې اسلام اباد ته سفر وکړ. د I.S.I رييس جنرال اختر عبدالرحمن ورته وړانديز وکړ چې مجاهدين هوايي ضد توغنديو په تېره سټېنګر ته ډېره اړتيا لري…»[1](وګورئ 199مخ )
د امریکايي چارواکو، دا يوازيني سفرونه نه ول چې يوازې به پاکستان ته تلل، بلکې دوی کوښښ کاوه چې د افغانستان د حکومت او په جګړه کې د ښکېلو شوروي چارواکو د حال جاج هم ترلاسه کړي. نو همدا لامل وه چې سناتور ګورډن همفري کابل ته سفر وکړ او کله چې بېرته راستون شو نو د اوږد واټن ويشتونکو وسلو سپارښتنه يې وکړه چې مجاهدينو ته په واک کې ورکړل شي، چې روسي او افغاني سرتېري پرې ووژني. «سټيو کول» بيا په دې اند دی چې جنرال کېسي» پر ملکي ځايونو د بريد په ملاتړ څه نه ويل خو نوموړي د بريديز ځواک په وړاندې د تشدد پلوی و.؛
د امريکا متحده ايالاتو په لومړي سر کې شل (۲۰) سټېنګر توغندي د پاکستان I.S.I ته په واک کې ورکړل.
که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اطلاعاتو مرستيال «مورتون آ براموويتز» پخپل يوه څېړنيز غبرګون کې وويل چې افغان مجاهدينو ته (۱۹۸۵ کال سپټمبرر مياشت) د اړتيا وړ وسلې په واک کې ندي ورکړ شوې. چې ګورباچف دېته اړ شي چې خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي.
د «پيلز بوري» د وينا له مخې کله چې «مورتون» له سفر نه بېرته راستون شو، د بهرنيو چارو وزير شولتز، ارماکوست، کيسي او نور هغه کسان چې د افغانستان په کشاله کې ښکېل وو، وليدل. ټول په يوه خوله وو چې له افغان جنګياليو سره د پرمختللو وسلو مرسته وشي.
خو يوازې د C.I.A مرستيال «جان مک ماهان» پدې ټينګار کاوه چې انګليسي توغندي «بلو پايپ» د سټنګر کار کولی شي.
د دې ټولو خبرو سره سره سپېنې ماڼۍ ومنله چې افغان مجاهدينو ته د اړتيا وړ وسلې ورکړي او له «۲۵۰» مليونو ډالرو سربېره يې د ۱۹۸۵ مالي کال لپاره بوديجه زياته کړه، د دې بودجې په څنګ کې «۲۰۰» ميلونه ډالره نور يې د دفاع وزارت د پټو تګلارو په موخه منظور کړل.» (National Security …)
د I.S.I مشر اختر عبدالرحمن د همدغه کال په څلورمې وروستۍ برخې کې د اړينو جګړه ييزو توکو نوملست او نوملړ آیکل او فيلسبري ته وړاندې کړ چې د الوتکو ضد توغندي، اوږد واټن نښه ويشتونکي ټوپک، د شپې عينکې، پلاسټيکي چاودېدنوکي توکي، د څارګرو لپاره الکتروني توکي، ډول ډول بمونه او په لسګونه نور توکي شامل ول.
خو د I.S.I د مشر اختر او د پاکستاني پوځي جنرال، ضياءالحق ډېر ټينګار په دې و چې هرو مرو بايد سټنګر توغندی ترلاسه کړي.
ولې د امريکا يو شمېر پوځي مشرانو وېره لرله چې دغه تکنالوژي روسانو ته په لاس ورنشي او دغه توغندي په هغه وخت کې دومره مهم وو چې د امريکا په ټول پوځ کې يوازې (۳۰۰۰) توغندي موجود وو.
بيا هم د دې لپاره د امريکا ولس، پوځي او ملکي وګړي د دې جګړې په ارزښت ښه خبر شي. سي – آی – اې د تلويزيون له لارې، د مستندو فلمونو پر بنسټ او په ټوله کې د ډله ييزو رسانيو او خپرونو له لارې د مجاهدينو مقاومت او د شوروي ځواکونو له وحشت او وېرې ډک انځورونه د آی – اس – آی په توصيه خپرول چې امريکا او متحدين يې دېته وهڅوي چې له پاکستان سره هر اړخيزه پوځي او اقتصادي مرسته وکړي. په همدې تړاو د «هاريسون» د کتاب په حواله: سپينې ماڼۍ يو پلاوی «اورين هچ»، آبراموويتز، پيلزبوري، ايکل او دسپينې ماڼۍ د اطلاعاتو د کمېټې اوسنا پنځه غړي په ۱۹۸۶ کال د جنوري په مياشت کې چين او پاکستان ته واستوو. نوموړي پلاوي د چين د اطلاعاتو له سازمان نه وغوښتل چې د سټنګر توغنديو په رسولو کې چې د کابل حکومت په وړاندې وکاروي مرسته وکړي.
په پاکستان کې چې له جنرال ضياءالحق سره وليدل هغه سر د واره ورته وويل موږ سټنګر غواړو.»[2]
سره د دې چې د امريکا د دفاع وزير «کاسپر واين برګر» د يوې مرکې په ترڅ کې (۱۹۹۴ کال د جنوري ۲۱ نېټه) په ښکاره وويل: موږ نه غوښتل چې زموږ تکنالوژي زموږ له هېواد نه ووځي… ولې له داسې غبرګونونو سره سره، د دې لپاره چې په ګورباچف او کابل حکومت فشار راوړل شي دغه توغندي يې پاکستان ته ورکړل چې د مجاهدينو په جنګياليو ووېشي.
د همدې فشارونو له مخې درې سوه (۳۰۰) اسټنګر توغندي د افغانستان او انګولا جنګياليو ته ورکړ شول. په ۱۹۸۶ کال د سپتامبر په ۲۶ نېټې يو توغندی د شورويانو په يوه هليکوپتر ډز شو.
په ټوله کې «۲۵۰» سټنګر توغوونکي او زر سټنګر توغندي د جګړې په اوږدو کې مجاهدينو ته ورکړل… امريکا د دې لپاره «۶۵» ميلونه ډالره بوديجه ځانګړې کړې وه.»[3](202مخ).
نجيب الله څرنګه واک ته ورسېد؟
لا له ځمکې نه هوا او له ځمکې نه ځمکې ته توغنديو، د سکر ۲۰، سکر ۴۰، د پلوپايپ او سټنګر توغنديو په تړاو خبرې لا د ژبې په سر وې، چې ګورباچف واک ته د رسېدو سره سم وپتېله چې د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي او خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي.
کله چې کارمل دېته اړ شو چې له دندې ګوښه شي، هماغه وو چې نوموړي ته شوروي چارواکو سپارښتنه وکړه چې اوس بايد کابل ته ستون شي.
دی يې په داسې وخت کې کابل ته را پرېښود چې د ثور (۱۱) نېټه (۱۳۶۵ کال) وه او د ثور (۷) نېټې مراسم تېر شوي ول. د ثور په څوارلسمې (۱۴) نېټې (۱۹۸۶ ز کال د مې مياشت) د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند پلينوم جوړ شو او کارمل استعفا وکړه.
پخوا تر دې چې کارمل ګوښه شي داسې انګېرنې وې چې ښايي سلطان علي کشتمند د هغه ځای ناستی شي خو د اوليانو فسکي په اند وروسته شورويان خپلو تېروتنو ته متوجه شول چې دوی ګنلې وه بايد په افغانستان کې لږکي واکمن شي اوليانو فسکي پخپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړېده چې:
«موږ ځکه په افغانستان پوځي بريد وکړ چې د اکثريت دکتاتوري ختمه کړو او دولتي ځواک لږکيو ته ولېږدو.»[4](289مخ ).
ولې کله چې شورويان پوه شول چې پښتانه د افغانستان لپاره لکه د ملا تير نو کارمل بيا ځان بدل کړ. پخپل ژوند ليک کې يې ځان پښتون وښود خو د ده د ورور محمود بريالي په تذکره کې تاجک ليکل شوي وو.
نجيب الله د کارمل له استعفا نه وروسته لومړی د ګوند عمومي منشي وټاکل شو او بيا په ۱۹۶۸ کال د نوامبر په ۲۰ نېټه چې کارمل له انقلابي شورا نه هم مستعفی شو، ګوندي او دولتي واک يې خپل کړ.
شوروي چارواکو د يو شمېر لاملونو په لړ کې، نجيب الله ځکه غوره وګاڼه چې له يوې خوا په خټه پښتون اوله بلې خوا د «خاد» رييس و. مسکو په ټولو هغو هېوادونو کې چې سوسيالستي رژيمونه يې لرل او يا همدغه سستم ته ژمن وو، په استخباراتو يې ډېره ډډه لګوله او نجيب هم د «خاد» او د کې جي بي تر مينځ اړيکې دومره خوږې کړې وې چې پرته د K.G.B له سلاکارانو او مشورې نه يې يو کار هم پخپل سر نه کاوه.
څومره چې د هغه د پښتونوالي خبره وه، دا په دې مفهوم وه چې دی په قوم پښتون وه خو په مارکيسي اېډيالوژۍ کې توکمپالنې ته په ظاهره بڼه لمن نه وهل کېده. ولې حقيقت دا و چې:
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د مسکو چارواکو په عملي او شعوري توګه د توکمپالنې روحيه پياوړې کړې وه.
د عبدالحميد مبارز په اند: «چرننکو چې د برژنف د موخو پلوی و، نو ځکه يې کارمل د هغه په سترګو وساته او کارمل تر دغه وخته پورې پښتانه په بشپړه توګه له پامه غورځولي وو… وروسته [د ګورباچف په وخت کې] د فرېب له مخې يې پښتنو ته مخه کړه، چې دا هم د مسکو د فشار او سپارښتنې له مخې وو چې د خپل واک او ځواک لمن وغځوي.»[5]
پښتانه د شوروي اتحاد د بريد پر محال د دواړو لورو لخوا وځپل شول. نه يوازې د مسکو او کابل چارواکو پرې رحم ونکړ بلکې پاکستان او ايران هم په بېلابېلاو پلمو دغه ټبر په دېرې بېرحمۍ وځپه. ګارييف هم پدې اړه کښلي دي چې:
«رښتيا خبره دا ده چې د جګړې په کلونو کې پښتانه ډېر وځپل شول او کمزوري شول، هغوی له ټولو نه ډېر تلفات ورکړل، د هغوی په مينځ کې کډوال هم ډېر دي.»[6]
«ديه ګو کور دووز» هم د خپلې ليکنې په ۲۰۹ مخ کې د کارمل او نجيب سياسي پرتله داسې کړې ده: «نجيب الله د توکم له مخې پښتون و او د شوروي دېپلوماتانو لپاره د پام وړ وګرځېد ولې چې کارمل واقعي پښتون نه وه او د ده سياسي توکمپالنې په پښتنو کې د ده د رژيم پر وړاندې کرکه پيدا کړې وه…»[7]
د همدې غوره والي له مخې د شوروي نوې رهبرۍ کوښښ پيل کړ چې د نجيب سياسي وړتيا د – ا.د.خ – د ګوند کې وځلوي، نو ځکه يې دی په ۱۹۸۵ کال د نوامبر په مياشت کې سياسي بېرو ته لوړ کړ.
په ګوند کې د نجيب الله په څېر بل داسې ځواکمن، واکمن نه تر سترګو کېده چې له يوې خوا د کارمل د ډلې مقابله وکړي او له بلې خوا داسې روزل شوي څارګر تر شا ولري چې د پېښو جاج واخلي او حالات کابو کړي.
د ستيو کول د څرګندونوله مخې: «د پټو پوليسو مشر نجيب الله د داسې ځواک مشري په غاړه درلوده چې د کي – جي – بي په لاس روزل شوي افغان څارګري خدماتو اټکل دېرش زره مسلکي کسان او سل زره تنخا خوړونکي جاسوسان لرل.
د هغې سيمه ييزې څانګې، د دې له کبله چې د ولس په مينځ کې يې همکاران نه لرل، په منظمه توګه يې خلک بنديان او شکنجه کول تر څو د افغان مجاهدينو په اړه معلومات ترلاسه کړي. بهرنيو څارګري خدماتو په ايران او پاکستان کې هم عمليات لرل.
هغوی په کوټه، پېښور، اسلام اباد، نوې ډيلي، کراچۍ او نورو ځايونو کې پټ کورونه لرل او دشوروي د سفارتونو او قونسلګريو له لارې کابل ته اطلاعات ورکول، د مهاجرينو په مينځ کې د خپلو ايجنټانو د ځای پر ځای کولو له لارې، افغان جاسوسو ادارو ورو ورو د مجاهدينو ليکو ته لار موندلې وه.»[8]
دغه او د دې په څېر نور ډېر کور دننه او بهر پرېمانه لاسوندونه له نجيب الله سره په واک کې ول، چې په پرتليزه توګه د مرکزي کمېټې بل غړي دغه امکانات نلرل.
که څه هم نجيب الله په دې موخه چې پښتون دی او دغه ټبر د نورو توکمونو په پرتله د لوی اکثريت څښتن دی واک ته ورسېد، ولې بيا هم لکه څنګه چې د کارمل د واک پر مهال په پښتنو ډېر ظلمونه وشول، نجيب الله هم کوم داسې ستر بدلون را مينځته نکړ چې پښتانه له ور پېښ ناورين نه وژغوري.
«بروس ريچارد سن» پخپل کتاب افغانستان … کې ليکلي دي:
«شوروي سرتېرو به چې سوځول شوې سيمې پلټلې که کوم څوک به ژوندی پاتې وه د ښځو او ماشومانو په شمول به يې په ماشينګڼو وژل، غلې دانې، څاروي او نور شته به يې ورته له مينځه وړل. د پښتنو سيمې به يې تشخيصولې او په ظالمانه توګه به يې کورونه ورته سوځول او دوی به يې کډې کولو ته اړ ايستل. د پښتنو د سيمو ړنګول د پښتنو وژل د شورويانو لپاره توکميز ارزښت درلود او دغې پاليسۍ له ۱۹۷۹ کال نه تر ۱۹۸۹ کال پورې دوام درلود.»[9]
کې – جي – بي د سيمې له استخباراتو نه هم بشپړ معلومات درلودل او په دې لړ کې د آی – اس – آی له هڅو نه هم خبر ول چې اختر عبدالرحمن د افغانستان مجاهدينو له جنګياليو سره څومره نږدې و.
نو ځکه شورويانو پرېکړه کړې وه چې د I.S.I پر وړاندې داسې يوه «اوپراتيپي» شخصيت ته اړتيا ده چې لږ تر لږه له هغوی سره د سيالۍ جوګه شي.
دوی ته د شپږو کالو موده کې څرګنده شوه چې د «خاد» رييس نجيب الله د دې وړتيا او پياوړتيا لري چې په کورنيو او بهرنيو چارو کې په افغان حکومت کې چې کومې ستونزې شتون لري برلاسی شي. نور ډېر لاملونه هم ول چې د نجيب الله د کړو وړو په سرټکو کې به ورته ګوته ونيول شي.(د لومړۍ برخې پا ې )
[1] – ديه ګوکور دووز، سليک اس، هارسيون ۱۹۹ مخ.
[2] – هاريسون ۲۰۰ مخ.
[3] – همدغه اثر ۲۰۲ مخ.
[4] – اوليانو فسکی د افغانستان پر ضد… ۲۸۹ مخ.
[5] – مبارز عبدالحميد تحليل واقعيات سياسي افغانستان ۴۶۵ مخ.
[6] – جنرال.م.ګارييف، افغانستان (زما وروستۍ جګړه)
[7] – ديه ګو کور دووز ۲۰۹ مخ.
[8] – سټيو کول ۱۹۰ – ۱۹۱ مخونه
په ډیر ژور فکر سره باید ووایم چه ډاکتر نجیب الله بد بختانه سیاسی پوهه نه درلوده، د تلویزون په پرده دخبرو په وخت داسی سړی بریښیدو چه د ډیرو خلکو به خوښ وه. مګرپه حقیقت کی نجیب الله کله ډیر تریخ، کله لږ خوږ او هم ډیر خوش باوره انسان وه.
د نجیب الله لمړی غلتی دا وه چه خپل سری ملیشی یی جوړی کړی، څوک چه ښه سیاسی فکر ولری هغه په خپل حکومت کی بی سر بنده ملیشی نه جوړوی.
لکه د عصمت مسلم ملیشه چه یو کرت یی په نجیب الله باندی د پولیتخنک دجرګی لپاره دتللو په وخت ډزی هم وکړی، مګر بیا نجیب الله دشپی لخوا په تلویزون کی وویل چه خیر دی ښاغلی مسلم د شرابو د نشی په حالت کی پر ما ډزی کړی دی.
دوهم دګیلم جم یا دوستم په نوم ملیشه چه اخر یی د مرګ یا دار تختی ته ولیږو، او داسی نوری ملیشی چه دافغانستان دخلکو عزت او ژوند یی هره شیبه د خطر او ډار سره مخامخ کړی وه.
داسی نوری سیاسی او فکری سهوی یی هم درلودی، ځکه نوموړی او د نوموړی نیږدی خپلوان د تاجکو ورونو سره د ښځو خپلوی کړی وی، چه دغو خپلوانو به د نوموړی سیاسی مخالفان د داکتر صاحب د هر محرم راز څخه خبرول، بل داچه د ډاکتر نجیب زیاتره دوستان غیر پښتانه وه، دا معنی چه په پښتنو یی هیڅ باور نه درلود، اخر چه شهنواز تڼی راپاڅیده او یو څو ټکانونه یا ناکامه کودتاه یی پری هم وکړه مګر سر یی و نه نیوه.
همداسی کله چه نوموړی د خاد ریس وه، ډیر بی ګناه خلک یی بدون د تحقیقه په دار او نورو شکنجو وژلی دی، چه تفصیل یی ډیر وخت غواړی.
که نجیب پوهه درلودی نو ده به د طالیبانو او خپلی عقیدی تفکیک کړی وای، او په دیی طمعه به نه پاتی کیدای چه ما به طالیبان وبخی، هغه نجیب چه نه یی دینی پوهه درلوده او نه یی قومی پوهه درلوده.
لنډه داچه نجیب الله د خپلی ډیری ناپوهی او ډیرو تیروتنو له کبله قربانی شو