د بينن سيوان هڅې: (پنځمه برخه )
کله چې ګورباچف د سياسي رغاونې کار چټک کړ، يو شمېر زړو کمونستانو د کې – ج – بي د يوشمېر غړو په ګډون په ۱۹۹۱ کال د اګست په ۱۹ نېټې، د يو شمېر سخت دريځو پر مټ د کودتا هڅه وکړه، چې ګورباچف له واک او ځواک نه کوښه کړي، خو کودتا له ماتې سره مخ شوه.
ګورباچف او د کابينې غړي د پخوا په پرتله لا دېته ژمن شول چې د واشنګټن له چارواکو سره غاړه يوسي. د دوی لومړی سر خوځونه دا وه چې په افغانستان کې به د نجيب الله حکومت سره مرسته نه کوي.
د بوش کابينې هم ژمنه وکړه چې له وسلوالو تنظيمونو سره به له پوځي مرستې لاس اخلي د ډسامبر په ۱۳ نېټې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جيمز بيکر او د شوروي د بهرنيو چارو وزير بوريس پانکين، په ګډه دا ژمنه وکړه چې له افغان حکومت او افغان ياغيانو سره به له ۱۹۹۲ کال د جنوري له ۲ دويمې نېټې نه وروسته د وسلو له استولو ډډه کوي.
نجيب الله لا دمخه په دې پوه شوی وه چې په ۱۹۹۱ کال يې «د يوه ځانګړي ليک په ترڅ کې شېواردنادزه ته کښلي وو، ما نه غوښتل چې جمهور ريس شم، تاسو زه دېته وهڅولم او له ما سره مو د مرستې ژمنه وکړه. اوس ما او د افغانستان جمهوري نظام پرته له کوم برخليک نه پرېږدي…»(1
د شيبارشين په اند نجيب الله هغه څوک وو چې په شوروي يې بشپړ باور درلود: «دی حاضر وو چې د شوروي له ګټو دفاع وکړي.»(2
شوروي چې دی په سپين ميدان پرېښود او چايې خبره نه اورېده، که څه هم وروسته پېښو وښوده چې د ده ځنې څرګندونې د هغه مهال لپاره ډېرې مهمې وې. خو نوموړی له سياسي نهيلۍ سره لاس او ګرېوان وو. سټيوکول، په تاجکستان کې د امريکا سفير ايډ مند مک ويليم له خولې کاږلي دي چې:
«ما واشنګټن ته د تليفون په کرښه وويل، د کابل د سقوط په تړاو، د ډېر وخت نه وړاند وينه کېده او اوږده موده ځنډېدلی وو، اوس هغه وخت را رسېدلی دی. مانا دا چې تاسو به د کابل له غميزو ډکې پېښی پخپلو سترګو وګورئ. نجيب الله دا هرڅه په خپلو سترګو ليدل چې ګام په ګام د ده وسلوال سيالان را نږدې کېږي، نو ځکه ده په ارګ کې خبريالانو ته دا خبره په ډاګه وکړه:
«افغانستان، متحده ايلات او متمدنه نړۍ يوه ګډه دنده لرو چې د بنسټ پالنې پر وړاندې ګډه مبارزه پيل کړو. که چېرې بنسټ پالنه په افغانستان کې ځای ونيسي… افغانستان به د نړۍ د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ په مرکز واوړي.(3
په نجيب الله خپلو نږدې ملګرو د پرچم ډلې هم باور نه کاوه له هېواد نه بهر خپل نږدې دوست شوروي اتحاد ته هم دی نور د پام وړ نه وه، مسکو لادمخه احمدشاه مسعود سره ګډه ژبه پيدا کړې وه او د کابل ډله يې هم دېته ګومارلې وه چې د مسعود ملاتړ وکړي.
«نجيب الله راتلونکې ليدله خو هېڅوک يې هم نه وو چې خبره يې واوري… د هغې مياشتې په بهير کې د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان له نجيب الله سره په اوږدو خبرو بوخت وه. سيوان هغه دېته هڅوه چې له کاره ګوښه شي او خپل ملاتړ د يوه سوله ييز انتقالي حکومت له جوړولو سره اعلان کاندي.
ښايي په پای کې د حکمتيار په څېر بنسټ پاله تجريد شي. نجيب الله دا خبره ومنله او د ملي تلويزيون له لارې د هغه وينا کې راغلي ول، هغه شېبه چې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې يوځای ناستی حکومت جوړ شي، له ولسمشرۍ به استعفا وکړي.»
د ده يوه لويه سياسي تېروتنه هم دا وه چې په دې څرګندونو يې خپل پوځي ملاتړ له لاسه ورکړ، ځکه چې د استعفا د کلمې په اورېدو ټول وسلوال ځواکونه بېر وحې شول، چې ګني د چا لپاره جنګېږي او د څه لپاره ځان وژني؟
په دولت کې دننه کړيو په سر کې شمالي ټلواله، د کارمل د ډلې په شمول لادمخه دېته کابو وه چې د نجيب سياسي پښه وښويېږي نو دوی به يې ځای ناستي شي.
پدغه پړاو کې چې کومې سياسي او پوځي تېروتنې مينځته راغلي لاملونه يې دا دي:
۱ – نجيب الله داسې کوم نړيوال او عملي تضمين چې د افغانستان سياسي او پوځي واک او ځواک يې د اتلافي او يا د لنډمهاله حکومت تر جوړېدو پورې خوندي کړي وي تر لاسه نکړ.
۲ – د نجيب الله يوه بله تېروتنه دا وه چې کارمل ته يې اجازه ورکړه بېرته هېواد ته را ستون شي.
ده پدې سره يو شمېر خلقيان او يوشمېر پرچميان له ځانه خوابدي کړل. په کابل کې شوروي سفير، ای اوسترونيکو پراوډا ته (۱۳/۴/۹۳ وويل نجيب الله د ۱۹۹۲ کال په پيل کې خپلې ريښې پخپل لاس پرېکړې، نه يوازې مجاهدين د ده پر ضد وو، بلکې خپل نږدې ملګري د ده پر ضد شول. چې موخه يې کارمل او د کارمل ډله ټپله وه.
۳ – سره د دې چې نجيب پوهېده ولې بيا هم محمود بريالی، فريد مزدک او کاوياني ته يې ډېر واک ورکړی وه. ان تر دې چې نجيب جمعه اڅک مزار ته استولی وه چې پېښې تر ګروت لاندې راولي ولې د يادو کسانو په سپارښتنه موءمن په حيرتانو او دوستم په جوز جان کې د اڅک واک وګواښه. که څه هم نجيب الله د موءمن پر ځای ډګروال ستار بشرمل حيرتانو ته واستوه خو جنرال دوستم هغه بندي کړ.
نجيب الله بيا هم موءمن کابل ته وغوښت، خو دوستم نه يوازې هغه پرېنښود بلکې نجيب الله ته يې وويل چې جمعه اڅک کابل ته وغواړي.
۴ – دا د کودتا لومړی ګواښ وه چې د نجيب الله حکومت يې ولړزوه. ده ته يو شمېر کسانو سلا او مشوره ورکړه چې هوايي ځواک وکاروي خو د کارمل ډلې هغه دېته نه پرېښوده.
د ملګرو ملتو استازي بينن سيوان دا پېښې له نږې څخه څارلې، نجيب الله يې هم له خپلو ملګرو وېروه او هم يې له تنظيمونو دا یې هغه ته يوه غوره لاره ګڼله چې د ملګرو ملتو پنځه فقريزه پلان ته غاړه کېږدي.
۵ – د ملګرو ملتو سرمنشي پير يزديکويار په ۱۹۹۱ کال د مارچ پر ۲۱ نېټې په افغانستان کې د سولې لپاره د يوه بېپرې حکومت د جوړولو وړانديز وکړ.
چې دغه وړانديز بيا په «پنځه فقرييزه» پلان نامتو شو او مهم ټکي يې دا وو.
١-د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، سياسي خپلواکي، ناپيليتوب او د اسلامي هويت ساتل او په ټوله کې د افغانستان د خلکو د ارادې تمثيل.
٢-له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پرته د يوه خپلواک دولت جوړول د يوه پيا وړي سياسي، اقتصادي او ټولنيز نظام بنسټ.
٣-دغه نظام او حکومت بايد پراخ بنسټه وي. خو لومړی يوې لنډمهالې انتقالي دورې ته اړتيا ده چې د افغانانو د خپل مينځي خبرو په پايله کې به مينځ ته راځي.
٤-په افغانستان کې د جګړې پر دواړو ښکېلو غاړو د وسلو درولو بنديز او په دې تړاو يوه ګډه موافقه.
٥-د افغانستان د کډوالو مالي ستونزو ته لاس رسی، هېواد ته په خپله خوښه ستنېدل او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيزو چارو بيا رغاونه.
نجيب الله چې کورنۍ او بهرنۍ ستونزې پخپلو سترګو ليدلې، د دې پرېکړې هرکلی وکړ. ولې د پاکستان حکومت په ښکاره د ملګرو ملتو د پرېکړو درناوی کاوه ولې په پټه يې تنظيمي مشرانو په سر کې بنسټپالو ته سپارښتنه کوله چې د نجيب حکومت په زور چپه کړي.
کومې سياسي پوځي او اقتصادي ستونزې چې نجيب الله د حکومت په چارو کې لرلې، دا رنګه ستونزې تنظيمي چارواکو نه درلودې، د تنظيم هر چارواکي پيسې هم درلودې او وسلې هم. له دې سربېره د بهرنيو هېوادو له مرستو نه دومره برخمن ول چې هم پاکستان شتمن شو او هم د تنظيمونو مشران، نو ځکه خو دوی دېته ژمن ول چې د نجيب الله حکومت په زور چپه کوي. حکمتيار پدې تړاو داسې کښلي دي:
«بينن سيوان نجيب په دې قانع کړو چې مجاهدين اتلافي حکومت نه مني بايد په غير اتلافي موقت حکومت توافق وشي، زموږ طرحه دا وه:
١-د نجيب د خپلې استعفی له اعلان سره توافق…
٢-د غير متنازع فيها شخصيتونو څخه د يو موقت حکومت جوړ شي.
٣-له پوځ او پوليس نه پرته دې ټول مسلح قطعات منحل شي.
٤-د موقت حکومت په دوران کې دې د يوه مستقل انتخاباتي کمسيون په ذريعه په شپږو مياشتو کې انتخابات ترسره شي.»(4
بينن سيوان، نجيب الله سره ژمنه کړې وه چې دی به روغ رمټ له افغانستان نه باسي، هغسې هم نوموړي ۴۳ ورځې دمخه خپله مېرمن او لوڼې هندوستان ته استولې وې. خو بنين سيوان د دې وس ونه موند چې دی له ځان سره بهر ته بوځي. (ريښتې کيسه، د نجيب په تړاو کولى شئ وروسته ولولئ)
دا چې د نجيب الله د تلو مخه ډب شوه څو لاملونه يې د پام وړ دي:
١-د کارمل ډله چې د نجيب الله سره په ښکاره ډېره نږدې وه، هغوى هم د دې لپاره چې د هغه له کړو وړو خبر شي، نو خکه يې د هغه د تلو مخه ونيوه.
٢-له نجيب الله سره د کې – جي – بي ډېر پټ رازونه وو، نو ځکه شوروي چارواکو، د کارمل ډلې ته سپارښتنه کړې وه چې د نجيب د تښتېدو مخه ونيسي.
٣-خپله نجيب الله هم په دې پوهېده چې، که چېرې ونه وځي د پېښو قرباني به شي… نو ځکه نوموړی له هوايي ډګره بېرته را وګرځول شو او بيا يې د ملګرو ملتو په دفتر کې پناه واخسته.
بينن سيوان پخپلو ژمنو ونه درېد يا يې په وسه پوره نشوه او يا د دې لامل له يوې خوا دا وو چې دی د نواز شريف يانې د پاکستان د صدراعظم تر اغېز لاندې وو، او له بلې خوا د سيمې د هېوادو د چارواکو او استخباراتي کړيو هاندې هڅې وې چې غوښتل يې د ملګرو ملتو پنځه فقريزه پلان شنډ کړي.
«په پېښور کې د آی اس آی د مشر دراني او شهزاده ترکي په مشرۍ د يوه انتقالي حکومت د جوړولو لپاره خبرې د پټو ورونو شا ته روانې وې. سعودي علما وو ژر ورودانګل چې ديني فتوا يې ورکړي.
پټر تامسن او بينن سيوان هڅه کوله شهزاده ترکي پدې قانع کاندي چې د يوه پراخ بنسټه سياسي حل ملاتړ وکړي خو د ترکي چلن سوړ وو.»(5
د نجيب الله چې ډېره ډډه يې د دولتي امنيت په وزير يعقوبي کوله هغه هم د مزدک د ورور جنرال يار محمد له خوا ووژل شو.د اسحق توخي کور هم کلابند شوی وه. هغه وو چې نجيب، توخي دنجيب ورور احمدزى، دتوخي دکورنۍ او د نجيب ياور په هوايي ډګر کې د دوستم د ملېشاو له خوا چې جنرال عظيمي په سپارښتنه، يوه ورخ دمخه د کابل هوايي ډګر ته را رسول شوي ول ونيول شول چې له بابته يې د ملګرو ملتو په دفتر کې پناه واخسته او د بينن سيوان خبرې هم ماتې سره مخ شوې.
د نجيب اله دتښتې کيسه په (افغا نستان بربا دي نومې کتاب کې Doomed in Afghanistan)په بشپړه توګه راغلې ده،چې لنډيزيې داسې دی : ؛ د ملګرو ملتو يو لوړپوړي چارواکي فليپ کوروين Philip Corwin چې بينانسيوان سره يو ځای، د سولې په هلوځلو او په سوله ييزه توګه يوې بې پرې شورا ته د ډاکتر نجيب څخه د واک د لېږد په چارو کې شامل وو. د Doomed in Afghanistan افغانستان بربادي نومي کتاب کې، چې ليکوال له بينانسيوان او له نورو ښکېلو کسانو سره ليدلي دي، په دې لړ کې د رباني له خولې کاږلي چې هغه ماته وويل: امنيتي ځواکونه او ملي پوځ بايد منحل شي. ليکوال، په کابل کې له نجيب الله سره ګوري، دی وايي (فليپ ۲۰۰۹ کې مړ شو) د شپې ۱:۳۰ بجې د ملګرو ملتو موټر راغی، زه يې لومړی د ملګرو ملتو دفترته بوتلم، بيا د نجيب کور ته لاړو. نجيب سره يې ورور، يو ساتوونکی، جنرال توخي، چې ټول ۹ تنه کېدل، منتظر وو. جنرال توخي او «اوني» د نجيب په استعفا ليک کارکاوه… اوني راغی، وېل هوايي ډګر ته د تګ وخت دی. د شپې ۱:۴۵ بجې وې په درې موټروکې وخوځېدو. زه د «ډن کوريک» سره کېناستم چې دی د ملګرو ملتو ايرلينډي ادارې مامور دی. د نجيب ورور او دی زموږ شا ته ناست دي. دويم موټر «اوني» چلوه او جګړن نولن په مخکني سيټ کې ناست دی… دريم موټر تورن پيټر باير چې چې د ملګرو ملتو يو ډنمارکي پوځي دی، له ده سره د توخي کورنۍ ناسته ده. د شپې د نوم په ورکولو له څو پوستو تېر شوو.
په دغه وخت بينين سوان هوايي ډګرته رسېدلی دی. موږ پوه شو چې له نوموړي سره ۱۵ کسيزه شورا نشته د سولې پلان ناکام شوی دی، کله چې موږ اخري تم ځايته ورسيدو نور زموږ د شپې نوم نه چليده کوريک ډېر کوښښ وکړ چې هغوئ قانع کړي، خو وې نه منله موږ ته يې وويل: د دوئي يونيفورم بل ډول دى… (نولن) او (اوني) هم ورغللو د نجيب سرتېرو هم ورسره پنځه دقيقې ناندرۍ ووهلي… پدغه کې (اوني) له بينين سيوان سره وغږيد او هغه په تليفون کې ورته وويلې: ماته هم اجازه نه راکوي، چې له الوتکې ښکته شم. د دوستم مليشاوو هوايي ډګر نيولى دى. د وطن ګوند اجرايې کمېټې، دنجيب مخالف دکارمل پلوي ډلې دملګرو ملتو پلان افشا کړيدى. موږ ته ښکاره شوه، چې د دوستم مليشاوو چاته په ٢٤ ساعتو کې د تلو او راتلو اجازه نه ورکوله.
اوني نجيب ته وويل:
که تاسو غواړئ کولى شی کور ته لاړ شئ، هغه ورته وويل: همدغه څوک چې ما نه پريږدې هند ته لاړ شم، ښايي ما ووژني… زما لپاره خوندي ځاى، دملګرو ملتو دفتر دي پدغه وخت کې بنين سيوان، اوني ته دتليفون په ليکه وويل: موږ د الوتکې دروازه بنده کړېده، چاته اجازه نه ورکوو، چې را ننوځي… دشپې دوه بچي موږ ټول بېرته راوګرځيدو او دملګرو ملتو دفتر ته لاړو.
د اپريل په ١٤مه د ورځې په ٢ بجو د دوستم مليشاوې د الوتکو په وسيله هوايي ډګر ته راوړل شوي وو. هغه وخت نجيب د دفاع عالي شورا جوړه کړې وه. دغې بېړنۍ غونډې ته عظيمي او نورو پرچميانو وويل: دغه ځواکونه، دحکمتيار وسله والو له وېرې کابل ته راغلي دي… دوئ له نجيب نه دا هم وغوښتل، چې په راديو تلويزيون کې اعلان وکړي، چې په ١٩٧٩ کال چې شوروي پوځونو په افغانستان بريد وکړ، زه له ملته بښنه غواړم…
موږ د شپې په ٢ بجې د ملګرو ملتو دفتر ورسيدو، نجيب اسلام آباد ته تليفون وکړ، چې بنين سيوان کابل ته راشي، که څه هم سيوان، اوني ته په هغه شپه، ٢:٤٥ بجو ووېل: ازبکان يې له الوتکې راتاو شويدي، اجازه نه ورکوي، چې والوځي…
پنځه دقېقي وروسته يې موږ ته ډاډ راکړ، چې درې جنرالان، چې عظيمي او دلاور پېژني راغلي دي… هغه وو چې دشپې درې بجې، ده او دده مرستيال اندرو ګيلمور ته د الوتکې د وتو اجازه ورکړه.
نجيب بيا ډيلي ته زنګ وواهه، چې ده ته يې د وتلو اجازه ورنکړ شوه… پدغه شپه يعقوبي سره هم وغږيد او ټوله کيسه يې ورته تېره کړه… کله چي بيا اړيکه ونيوله، ويلې وژل شوي دى…
په پاي کې ليکوال وايي، زه له بنين سيوان، نجيب او توخي سره ناست وم، چې نجيب ورته په ګوډه ماته انګليسي ژبي وويل: دايې لا پيل دى.