میر عبدالرشید اغا د کابل د ده یحیا د حاجي صاحب پای منار له اولادې څخه و. ده د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې کابو دوه کاله د کندز ولایت د امنیه قوماندان په حیث کار وکړ. دغه قوماندان په لویدیځ جرمني کې لوړې زده کړې کړې وې. په خپل مسلک کې عالم و. جرمني او انګلیسي ژبې یې ښې زده وې. د کار لپاره شپه ورځ ورته یوه وه.

میر عبدالرشید اغا په کندز کې زما د تره په یوه کور کې چې زموږ له کور سره دیوال په دیوال و، اوسېده. مېرمن او دوې لوڼې یې لرلې. د واده یې لس، یولس کاله کېدل. په کندز کې خدای پاک زوی ورکړ. نوم یې اکبر ورباندې کېښود. اکبر رنځور غاړی ماشوم و. ډاکتر یې مور ته توصیه وکړه چې تر وسه، وسه خپلې شیدې ورکړي خو د مور شیدې یې لږې وې.

د اکبر مور خپل مېړه ته د شیدو د زیاتېدو لپاره د ډاکتر خبره وکړه چې مناسب خواړه ورته پکار دي خو مېړه یې ورته وویل: په پینځه زره افغانۍ تنخواه باندې به خواړه څنګه ښه کوو؟

اکبر هماغسې کمزوری پاتې شو.

د قوماندان د مېرمن ( عاقله جانې) او اولاد تګ راتګ زموږ کور ته ډېر و. له خصوصي ژونده یې زیات خبرېدو. ځینې کسان په رشوت نه خوړلو مشهور وي خو بیا هم له خپل قدرت څخه په غیرمستقیمو لارو د خپل مادي ژوند د ښه کولو لپاره استفاده کوي. دغسې استفاده په ځینو موردونو کې غیرقانوني یا ناروا نه وي او ډېر پاک کسان هم ورته ممکن زړه ښه کړي خو قوماندان رشید خان ته یوازې تنخواه حلاله ښکارېده. د دوی د کور ماښامنۍ به اکثره وخت چای، بوره او وچه ډوډۍ وه. قوماندان په لمانځه او روژه کې ښه تکړه و. د ده په کور کې د روژه ماتې لپاره معمولا د میو شوله پخېده، ځکه غټې وریجې ارزانه وې.دغه شوله به ډېر ځله بې غوښې وه.

رشید خان له کندز څخه کندهار ته تبدیل شو. په داخله وزارت کې یې ورته ویلي وو چې د کندهار امنیت سم نه دی، موږ مجبور یو ستا غوندې د کار سړی ورواستوو.

دی په کندهار کې د امنیې قوماندان و چې د ثور کودتا پېښه شوه. د قدرت په نشه مستو چپیانو سمدستي بندي کړ.

مېرمن به یې پسې ګرځېده چې ځای یې معلوم کړي. اخر یې د خاوند درک ولګاوه، د هغه جامې یې اُطو کړې، ډوډۍ یې ورته پخه کړه، پل چرخي ته لاړه خو د بندیخانې ساتونکو یې ډوډۍ او جامې وانه خیستې.

یو چا ورته د هغه وخت د داخله وزیر اسلم وطنجار په نوم عریضه ولیکله. په عریضه کې هغې خپل مېړه ته د ډوډۍ او جامو د استولو اجازه وغوښته. اسلم وطنجار یې عرضپاڼه ورڅیرې کړه، ورته ویې ویل: موږ مه پعذابوه،ورشه بل مېړه وکه!

سیدا ګل غریب یار چې په شپېتمو کلونو کې امریکا ته په کډه لاړ ، په ۱۳۶۰ کې په پېښور کې زما پلار ته د میرعبدالرشید اغا یوه خاطره داسې بیان کړه:« په پلچرخي کې مې ولید، په ځمکه ناست و، یو خلی یې په لاس کې و، په ځمکه یې کرښې ایستلې.

ما ورته وویل: قوماندان صاحب څه کوې؟

راته ویې ویل: نخښې پرېږدو!»

غریب یار وايي چې میرعبدالرشید اغا صرف څو ساعته نور ژوندی و او بیا یې اعدام ته یووړ.

ما عاقله جانه په وروستي ځل د ۱۳۵۸ کال په اوړي کې په کابل کې ولیده چې اکبر یې تر لاس نیولی واو زموږ له کوره راوتله. اکبر هماغسې وچ کلک و خو تور شوی و او د دې ځرځې سترګې د پخوا غوندې غټې او ښکلې وې مګر هغه همېشنۍ موسکا پکې نه وه. د غم ګردونه یې په مخ پراته وو.

د تره لور مې ( محبوبه جانه) چې ډاکتره ده او اوس په لندن کې اوسي، تېر کال په ډیلي کې راته وویل چې د ډاکتر نجیب د حکومت په وروستیو کې یوه ورځ په پیښور کې معاینه خانې ته یوه ښځه له خپلې ناروغې لور سره راغله. ښځه راته داسې ښکاره شوه لکه پخوا چې مې چېرته لیدلې وي. اخر مې ورته وویل: ته خو به عاقله جانه نه یې؟ او هغې راته وویل: ته خو به هغه محبوبا نه یې چې د مکتب په سبقونو کې تکړه وې؟

د تره لور مې راته وویل چې عاقله جانه له پیښوره جرمني ته لاړه. د زړبودن عمر په پردېسۍ کې تېروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *