لمر ولاړ مازدیګرد کلي تر ګودر لږ وراخوا، په یوه ارَت میدان کې غبرګ ډوهلونه وهل کیدل. ګرد چاپېره، کم و لوی یو په بل پسي کتار ورته ولاړ ول. سَیل یې کاوو. یوغنمرنګه، څڼېور،تورکالی ځوانکی د نورو اتڼچیانو مخکې لکه څرخندۍ داسي اوښت را اوښت. یو، نیم واري به یې تر لڅو تلو لاندي د خاورې پوټې نرۍ دوړه جوړه کړه.
په عمر پوخ،ګګر،سپین کالی سړی په درنو ګامومیدان ته ور ننوت، په کیڼ لاس یې د تور واسکټ له پاسني جیبه مبایل را وایست، د سپین لیکې تورې لونګۍ ولیې له تندي پورته کړ. د مبایل د کامري پر تڼۍ یې بټه ګوته کیکاږله، نږدي ورغی. ځوانکې ته موسک سو، مبایل یې تر لونګۍ لږ هسک ونیو. د اوږده واسکټ د استر زوَر جیب ته یې ښی لاس ور ننویست، پر کیڼه اړخ کوږسو، یو بنډل پیسې یې را وایستلې، پر تور کالي هلک یې وشیندلې، په لوړ غږیې وویل:
واه نره؛ له بدو سترګو دي په امن یې، میدان در باندي ښکلی دی.
کلیوالولاسونه وپړقول. څو ځوانانو په یوه خوله نارې کړي:
واه وا،واه وا.
یوه بل ور غږ کړل: حاجي صیب ویاړ مویې، د مور شیدې.
تر لږ ځنډ وروسته، سړی په ځړیدلي سر د کور خواته رهي سو، سوړ اسویلی یې وایست، تر خوله یې ووتل: ربـه توبه مې ده ګناهګار بنده دي یم.
په خونه کې دیوال ته ایښي بالښت ته یې ډډه ولګوله، د لرګې تسپې يې د کیڼ لاس پر بټه ګوته جوړه جوړه اړولې، چورتي غوندي و. د شنو چایو له پیالې یې وروستی غوړپ وکړ، مبایل یې له جیبه را وایست، د اتڼ ویدیو یې رابرسیره کړه، له موبایل څخه د ډوهلونو غږ را و وت،ځواني ښځي ته یې وکتل وېې ویل:
د مُلا لوري؛ عجیبه د درَب و دروب واده وو، کټ مټ لکه زما اوستا. ها، وګوره داسي اتڼ به دي تر اوسه نه وي لیدلی!
میرمن یې ورته موسکه سوه. کیڼ لاس یې روسۍ نکلې چاینکي ته ور وغځاوه، د خاوند پیاله یې ور ډکه کړه.پر سره غالۍ یې ورته کیښوده.په چینایې بخمل پوښل سوې نالۍ څنډي ته یې ګونډه ولګوله، ټلیفون ته یې ښی لاس وراوږدکړ. پر سپېنه لیڅه یې تور پیښوري بنګړي د څنګل خواته وښویېدل، شرنګی یې سو، سړي په مینه ورته وکتل، په تلوار یې غاړي ته لاس ور واچاو ه.
ښځه یې ورته وموسکیده، پر خوا یې ور ړنګه سوه، سپینه غاړه یې د سړي پراوږه تکیه کړه، سترګې یې د موبایل په پلن سکرین کې خښي کړي زیاته یې کړه:
دې ته وایې اتڼ، دا د مخي زڼی خو کټ مټ لکه زما د ادکې مور زوی دا سي ښکاري، دا څوک دی چې داسي سره و شنه نوټونه ورباندي پاشي؟!
سړی په ستوني کې وغړمبېده، د ښي لاس درې منځوۍ ګوتي یې تر زنې لاندي پورته کښ کړي، په اوږده ږیره کې یې تار تار سپین ویښتان د لمر وړانګي وځلول. ژر یې لاس کښته کړ.ځواني ښځي ته یې وکتل، سوړ اسویلی یې وکیښ. ویې ویل:
مولا دي راته عفوه وکړي.د سرکوزي پر زوی تیر وتم، ستا د ورور ګومان مې باندي راغی، د نذرانې په دود مې جېب پُرخالي کړ،وروسته شکي سوم. یوه کلیوال راته وویل چې د هاغه خیرن ببرسري ډم زوی دی. د اتڼ په بهانه له خلکو پیسې شکوي!
ستوکهولم ۱۴/۵/۲۰۱۶