نرګس نهان

تاند- د کانونو او پیترولیم د وزارت لپاره نومانده مېرمن نرګس نهان د شنبې په ورځ د دوهم مرستیال ولسمشر سرور دانش له لوري دغه وزارت ته د سرپرستې په توګه معرفي شوه.

مېرمن نهان به تر هغو د کانونو او پیترلیم وزارت سرپرسته وي چې ولسي جرګه د اعتماد رایې ورکړي.

مېرمن نرګس ۳۶ کلنه ده، په کابل کې زېږېدلې او په بېلابېلو دولتي ادارو کې یې کار کړی دی.

د داوود سبا له استعفا وروسته په تېر څه باندې یو کال کې د کانونو او پیترولیم وزارت بې وزیره و.

مېرمن سبا د جمهوري ریاست د انسجام او پالیسۍ جوړولو د ادارې ريیسه وه خو یو کال وړاندې د سینې په سرطان اخته شوه او شاوخوا یو کال یې په درملنه تېر شو.

مېرمن نهان د مالیې وزارت د خزاینو د رييسې، د کابل پوهنتون د مرستیال رييسې، او د پوهنې وزارت د مالي او اداري سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *