خبریال:میرویس جلالزی – له څو کلونو مبارزو سره سره لا هم افغانستان د نري رنځ یا تبرکلوز ناروغي عامه ده او د روغتیا د نړیوالې ادارې یوه تازه سروې ښيي چې هر کال ۵۶ زره افغانان په نري رنځ اخته کیږي.
تر اوسه پوري په دقیقه توګه نه ده معلومه چې څومره افغانان به په نري رنځ اخته وي خو تخمیني شمیرې ښيي چې ښايي نږدې یو ملیون کسان په تبرکلوز اخته دي.
په نري رنځ اکثره اخته کسان د ملک په لري پرتو ولایتونو کې ژوند کوي چې روغتیايي مرکزونه پکې له نشت سره برابر دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له په افغانستان کې د نفوسو په پرتله یې په نړۍ کې د نري رنځ ناروغي خورا زیاته عامه ده.
په افغانستان کې د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې USAID چارواکي وايي چې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره په ګډه یې د روغتیا د نړیوال سازمان د لومړیتوبونو له مخې له تیرو څو کلونو راهیسي د تبرکلوز د خطرناکې ناروغۍ پر ضد مبارزه پیل کړې ده.
د USAID ادارې د چارواکو په وینا دوی د تبرکلوز د کنترول لپاره د دغې ناروغۍ د پیښو د پیژندګلوۍ، د روغتیا د ودې او همدا راز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وړتیا د لوړولو لپاره له څو کلونو راهیسي له دغه حکومت سره په ملیونونو ډالر مرسته کړې او لا به هم دغه مرستې روانې وي.
نری رنځ هغه ساري ناروغي ده چې کنټرول یې ډیر ستونزمن خو له امکان څخه لري نه دی.
په دې ناروغۍ اخته کس کولای شي د تبرکلوز وایرس د ټوخي له لارې نورو ته ولیږدوي چې د ده ګردچاپیر په یوه خونه کي ورسره ناست وي.
د افغانستان ټولنیز جوړښت، د ناروغۍ د سرایت په اړه د خلکو بې خبري او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د د نري رنځ د خپرېدو اصلي عاملونه دي.
Thanks for the article and good information. with due respect, I would like to state that the Tuberculosis cause is not a Virus it is Bacteria (Mycobacterium tuberculosis).
Regards