تاند- د روغتیا نړیواله موسسه وايي، نری رنځ له ایچ آی وي ایډز سره یوځای په نړۍ کې تر ټولو زیاتې وژونکې ناروغۍ دي.

د ملګروملتو دې روغتیايي ادارې پرون /چهارشنبه/ د نړۍ د ۲۰۱۵ م کال د توبرکلوز یا نري رنځ په راپور کې ویلي، سره له دې چې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسي د نري رنځ د مخنیوي او وقایې لپاره ډېرې هلې ځلې شوي، په نري رنځ تېر کال په نړۍ کې یو نیم ملیون انسانان مړه شوي دي.

دې ادارې د نري رنځ د درملو په وړاندې د دې ناروغۍ د ویروسو د مقاومت زیاتېدا د اندېښنې وړ وبلله او د نویو درملو او هغو کسانو ته چې درملنې ته اړتیا لري د ښو روغتیايی خدماتو د رسولو پر ضرورت ټینګار کړی دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور پر اساس تېر کال په نړۍ کې ۹ ملیونه او ۶ لکه تنه په نري رنځ اخته شوي او په سلو کې د ۱۲ یې (ایچ آی وي) مثبت و.

په نړۍ کې په نري رنځ نیمايي اخته کسان په چین، هند، اندونیزیا، نایجریا او پاکستان کې اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *