له نن څخه درې میاشتې وړاندې مې لۀ یو ملګري سره په دې باندې خپګان راغی چې ما به ورته هره ورځ ویل هلکه ! په ما باندې ډير ګران، یې ستا هر عادت زما ډير خوښیږي، خو یوازینی عادت مې چې ستا نه خوښیږي هغه نسوار دي، ته نور نسوار بايد پریږدې،

هغه به راته ویل چې یاره

ته که راته ووایې چې د اسمان نه ستوري راښکته کړه ،که راته وایې چې سیند ته ودانګه ، که راته وایې چې ځانته اور واچوه، که د هر کار امر وکړې زه هغه پر ځاي کولی شم خو، نسوار نشم پریښودلي، ځکه چې دا مې عمل ګرځيدلې ، په کومه ورځ چې نسوار ونکړم ، په هغه ورځ مې بیا اعصاب کار نکوې

ټوله ورځ راباندې سر ګردانه او لالهاند تیره شي ، ان داسې وخت هم راشي چې په نه خبره د ورځي دوه یا درې لفظي شخړه هم وکړم ،ډیرې ملګري له ځانه خفه کړم

او د ملګري به مې هر وخت پدې خبره باندی خفګان راتللو چې باید نسوار پریږدې خو ملګري مې زما خبره نه منله کله چې روژه راورسیده ورته مې وويل چې هلکه دغه دې روژه هم راورسیدله اوس خو کولی شې چې نسوار پریږدي.

هغه راته وویل چې یاره (( ستا هم داسې ضد دې چې بيخي خلاصیدل ترې ناممکن دي ،او زياته يې کړه هو یاره درسره ژمنه کوم چې نور به نسوار نکوم))

ما هم ورسره ومنله او ورته مې وویل چې ګوره ته هم زما غوندې وچ کلک یې د نسوارو پر ځاي ځانته تازه میوه واخله ځکه چې نسوار صحت ته ضرر رسوي نه ګټه او میوه روغتیا ته ګټه دررسوې

ماښام لمانځه کې مې وليد ورته مې وویل چې هلکه دغه ده روژه خو رارسیدلې اوس راته وایه چې نسوار خو به دې پریښي وي؟ په ځواب کې یې راته وویل چې هو پریښي مې دي د ورځي په اوږدو کې یې نه کوم خو د روژه ماتي نه وروسته یوه یا دوه چونډۍ اچوم

په خندا کې مې ورته ویل چې خدای دې درته هدايت وکړي ما خو در باندې خپله غاړه خلاصه کړه هغه متل دى وايي علت ورکيږي خو عادت نۀ ورکيږي

اینځر ګل ماما دې خدای دې وبخښۍ زمونږ په کلی کې به یې په زړو څپلو او په وچو ډوډو به یې لوښي او ماشومانو خوراکي توکي خرڅول یوه ورځ یې د نسوارو په اړوند کیسه کوله چې

يوه ورځ پېښور کې په مازده کې کېناستم سخت پرېښانه وم . چرت مې خراب و، پوليسوهم رانه پيسې اخستې وې.

دنسوارو کڅوړه مې راواخېستله د يوې په ځای مې درې غاړو ته چونډۍ ولګولې.

کله مې چې چونډۍ غورځولې په خوا کې مې يو ږيره او بريت خريلی پوځي ناست و

هغه راته وويل چې دا نسوار بهر مه غورځوه په خپلو بوټانو کې واچوه

ما ورته وويل ته صبر وکړه بابا زه دا نسوار و غورځوم بيا سره خبرې کوو.

کله مې چې درې واړه چونډۍ وغورځولې نو دشاوخوا ناستوکالجيانو هم غوږ شو.

ما ورته وويل کاکا )) ښځه دې کړې ده. هغه ويل شکر الحمد لله درې بچي مې دي))

ما ورته وويل چې ښځه دې ولې کوله ولې خره به دې………! په هغې به دې وخت تېرولوکنه، ښځې ته څه ضرورت و.

هغه سړی په غوسه شو ويل يې)) څه غول خورې)).

ما ورته وويل چې دا ښځه تا لپاره خدای پاک پيدا کړې او خره يې د خر لپاره.

همداسې د هر شي لپاره خدای پاک خپل ځای جوړ کړی دی.

دا د نسوارو چونډۍ يې د شونډې لپاره جوړه کړې ،د بوټ لپاره يې نه ده جوړه کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *