د ځمکې پر مخ د انساني ژوند له پیله دا درک شوې چې انسان د یو بل پر حقوقو تیری ځکه کوي چې پر خپله برخه بسنه ورته د منلو نه وي. د انسانیت د کاروان پیل له جنته له تيروتنو سره جوخت د ځمکې سر ته راغلی. د ځمکې پر سر د انسان بیلتون د قانون د یوې مادې په توګه د ادم او حوا ترمنځ ځکه وړاندي شو چې سزا وګوري او بیا تیروتنه ونه کړي. ځکه هواره او که ګرده، خو انسان پرې په یو چوکاټ کې ژوند کوي، هغه که جغرافیايي وي، او که قانوني. که له خپل هیواده بهر ځو، نو یو سند ته اړتیا ده چې له خپل هیوادني قلمرو څخه بهر ووځو. که سودا کوو، نو یو سند ته اړتیا ده چې د سودا او کاربار په برخه کې و کاروو، که د یو چا کور ته ورځو، نو اړینه ده چې لومړی یې د کور ور وټکوو، هغه خبر کړو او بیا ورسره وګورو، دې ټولو ته قانوني، پولي وایې چې د انسان د خپل سرۍ د مخنیوي په موخه همدې انسانانو وضع کړي.

د نړۍ په یوه څنډه کې چې یو مهال د عدالت، ورولۍ او تمدن زانګو وه، نن ورځ د عربو د جاهلیت تر دورې ور هاخوا ظلم او بې عدالتي حاکمه ده. څوکۍ، دولت او عیاشې دمره خوږه شوې چې هر څومره ورته رسي له هغه هاخوا نور هم غواړي، له وزارته تر ریاسته، ارګه تر ولایته او بیا له ولسوالۍ تر کلي، ټول سیستم په لوی لاس همدې انسانانو داسي جوړ کړی چې عدالت دي نسکور وي، او خلک دي د یو بل پر حقونو تیری وکړي. هغه چې د عدالت کمبولان ځانونو ته وایې، هغوی د مسجد پر منبر رشوت اخلي، د بې عدالتۍ پریکړې کوي، د مسجدونو له پاکو منبرونو یې د اروپا د ۱۵مې پیړۍ د کلیساګانو په څېر ناوړه کارونه اخلي.

هر څوک چې هر څه کوي، یا خو قانون نشته، که قانون وي، پرې پلی کېږي نه. څوک چې ټوپک لري، څوک چې پيسې لري، هر څه چي کوي، کوي یې، ځکه له قانوني منلګو ځکه ویره نشته چې اصلاً هغوی خپله له قانوني چوکاټه لاسونه او پښې بهر ایستلي.

د افغانستان خبره کوم، د هغه افغانستان چې نه یې پوله معلومه شوه، نه یې دوست او نه یې هم دښمن، له مجریه نیولې تر قضایه او مقننه ډېر یې پکې قاتلان، بې سودان، او وطن فروشان یو ځای شوي، څومره چې داوطن په اور کې سوځي هغومره ترې خوند اخلي. تر څو پر دې په اور کې سوځېدلي ځمکې باندي عدالت د خلکو لخوا او خلکو په زور حالم نه شي، شونې نه ده چې وژنې، کرکې، اور او بې عدالتي به له منځه لاړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *