نسیم الله دانش د کرکټ بورډ لپاره د لس کلنې سټراټیژۍ جوړول له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه وبلل.

نن د کرکټ بورډ ادارې د غونډو په خونه کې د دغې ادارې نوي عمومي رئیس او اجراییوي رئیس معرفي کولو لپاره یوه خبري ناسته بلل وه چې پخواني عمومي رئیس شهزاده مسعود، نوي عمومي رئیس نسیم الله دانش، نوي اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، په اداري چارو کې د عمومي رئیس مرستیال حاجي عزیز الله فضلي، په تخنیکي چارو کې د عمومي رئیس مرستیال تاج ملوک عالم، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو همکارانو په کې ونډه درلودله.

د خبري ناستې پیل د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو وشو چې ورپسې د نوي عمومي رئیس، اجراییوي رئیس او د عمومي رئیس مرستیالانو د تقرر فرمان ولوستل شو.

1د پیل وینا د کرکټ بورډ پخواني عمومي رئیس شهزاده مسعود وکړه. مسعود نویو ټاکل شویو چارواکو ته مبارکي ووییله او دوی ته یې د لوی خدای ج له درباره د بریالیتوبونو غوښتنه وکړه. شهزاده مسعود ووییل چې، زه د کرکټ له بهیر سره ۱۳ کلنه تجربه لرم او په دغه موده کې موږ ډیری پړاونه تجربه کړي دي. نن د کرکټ بورډ اداره یوه ښه پړاو ته رسیدلې ده او زه باور لرم چې نوي مسئولین به د بریالیتوبونو دغې لړۍ ته نوي رنګونه ورکړي.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش په خپله وینا کې د پخواني عمومي رئیس شهزاده مسعود او اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل. نوموړي په مختصر ډول خپل پلانونه تشریح کړل او ویې وییل چې ددغې ادارې لپاره د لس کلنې سټراټیژۍ جوړول ددوی کاري لومړیتوب دی. نوموړي ووییل چې، موږ به د خپل کاري ډلې په بدرګه د نویو پړاونو په لور مزل کې له ډیرو تدبیرونو څخه کار واخلو او د ملي لوبډلې پیاوړتیا او په نړیوال جام سیالیو کې د ښو پایلو لپاره به هر ډول عملي تدابیر نیسو. دانش خپل ټول کاري پلانونه رسنیو ته تشریح او ویې وییل چې د پلانونو بشپړ وضاحت لپاره به ډیر ژر به په یوې بلې خبري ناسته کې خپل پلانونه له رسنیو سره شریک کړي.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي له هر څه د مخه له کرکټ بورډ سره د رسنیو همکاریو غوښتنه وکړه. نوموړي ووییل، تر دې دمه د رسنیو همکاري له کرکټ بورډ سره بې سارې وه او زه ددغې همکارۍ لا بډاینې هیله لرم. ستانکزي زیاته کړه چې ددوی ټاکنه د یو معیار پر بنسټ شوې ده او په خپله ولسمشر محمد اشرف غني له دوی څخه آزموینه واخیستله. نوموړي ووییل چې ددوی مسئولیتونه اوسمهال خورا زیات شول او د لوی خدای ج په مرسته به ټولو مسئولیتونو ته زړوره اوږه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *