عصمت الله صالح

یو ملګري مې راته زنګ وکړ، د یو کتاب پوښتنه یې رانه وکړه. ما په ځواب کې ورته وویل: کتاب لرم؛ خو اوس سخت بوخت یم، چې وخت مې پیدا کړ، له کتاب سره یو ځای درځم. څو ورځې وروسته یې په مسېج کې له سلام وروسته زړور ولیکل:

((ته ډېر ناځوانه یې! زه دې په تمه کړی وم، ستا له دې بې‌ وعدې‌توب ښکاري، چې لوی بد‌اخلاقه یې…))

 انسان په دې نړۍ کې له داسې کیفیاتو سره خلق شوی، چې هر کونج یې د “ژوند کولو” له‌پاره کره اصول لري؛ خو استفاده نه ده ترې شوې، دا چې ولې له دې سنفېکشني تیورۍ ګټه نه اخیستل کېږي، یو دلیل یې د ژوند په اسرارو کې له جزیاتو سره آرته فاصله ده. موږ چې ژوند کوو، پکار ده چې له بشپړې هېښتیا سره یې په هر بُعد غور وکړو او په جزیاتو کې یې د جزیاتو په جزیاتو پسې زړور لټون وکړو.

استاد غضنفر وايي: ((فلسفه په لوستلو ارزي، دا به بې‌انصافي وي، چې موږ ژوند کوو؛ خو غور ورباندې نه کوو.))

   دا جزیات به ډېر تیت او خواره وي لکه فلسفي پوښتنې، چې له ډېرو علومو بې‌ځوابه تېرېږي؛ خو که تفکر مو د تعقل په وسیله پرې ور‌ولمسوو، ممکن لکه د ساحل له رېګه ډېرې مرغلرې او سره/ سپین په لاس راشي.

د ژوند کولو د اصولو له اجزاوو یو هم خبرې او په هغه کې د“نشته” کلمه ده، چې تر ډېره د اړیکو په جوړولو کې پراخه ونډه لري. زه ټولنې ته یوازې له خپلې زاویې نه ګورم، دا ډول تجربې ممکن ډېرو کړې وي، ځکه د نړۍ په ننني تحول کې د افرادو ترمنځ ډېری اړیکې د ځینو نازکو نزاکتونو په تار تړلې دي. د دې نزاکتونو معکوسه ایډیا یوه هم دروغ ده، چې ځینې وخت د پدیدو د باثباته پاتېدو او په غیر مستقیم ډول د ورځینو چارو د سمون له‌پاره زبردست کار کوي.

له ځینو سره ممکن پوښتنه پیدا شي، چې ښه نو که دروغ مقدس نزاکت وبولو، ممکن د خیر او ښېګڼې ټولې دروازې بندې شي او د افرادو ترمنځ د معاونت تسلسل پرې شي؛ خو داسې نه ده،له دې نزاکت (رښتیا) د سرغړولو پرمهال هم ځینې حیلې او دلایل شته، چې یو یې هم له انساني ذات د جبر چاپېره کړۍ ده.

ما مې که دې ملګري ته په لومړیو شېبو کې “نشته” ویلي وای، زه باوري یم چې نه رانه خپه کېده؛ ځکه په مطلقیت کې تر ډېره د مجبوریت درک نه‌شي کېدای؛ خو “شته” کلمه بیا له دې تظاهره بېخي مالامال ده.

بل دا چې د دې ډول بیان جایز کمال په دې کې دی، چې “شته”کلمه پخپله د “نشته” په ذات کې هست شوې. دا مساله د عدم او وجود مسالې ته په کتو ښه سپړلېدای شي؛ موږ وایو که عدم نه وای، وجود به نه و او بېرته به همدا وجود کوم لوري ته د فنا کېدو په حال کې و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *