يو وخت په افغان ادبي بهير کې د يوه کس پر شعر کره کتنه کېده. ګومان کوم، په شعر کې بنګ ياد شوي وو. ځينو کره کتونکو استدلال کاوه، چې په ادب کې د نشه يي توکيو يادونه ښايي خلک نشو ته وهڅوي.

چا ونه ويل، چې د نشو څنګه يادونه ښه نه ده.

که په ادب کې له نشې نه د يوې ادبي وسيلې په توګه استفاده شوې وي او موخه ترې بل څه وي، ښايي زيږ حساسيت ورسره ونه ښيو. دا وسيله به يا په منفي مانا وي يا په مثبته. شراب عموما زموږ په ادب کې مثبته مانا انتقالوي. په تصوفي ادب کې خو لا د سپېڅلې الهي مينې نښه ده. چرس او ځينې نورې نشې بيا په مثبت مانا نه کارېږي. علت يې ښايي دا وي، چې شراب زموږ په ادبي دود کې له پخوا نه شامل راغلى يا دا چې يواځې ادبي دود دى، په ټولنه کې ريښې نه لري، ځکه نو ورسره لوستونکو چندان حساسيت نه دى ښودلى. دا نورې نشې، چې زموږ په ټولنه کې ناوړه تاريخ لري، لوستونکي ورسره حساس دي.

کله ناکله پر نشه يي توکيو کيسې او ډرامې هم ليکل کېږي. داسې حالت کې نشه وسيله نه وي، د نشه يي(معتاد) د ناوړه کورني او اقتصادي حالت او ټولنيز حيثيت علت وي، چې له يوه ځان سره څومره خلک خپه کړي او څومره منفور شي.

ليکوال چې دا علت رااخلي، ښکاره ده، چې د نشه يانو له خولې به د نشې ستاينه کوي؛ خو که دا ستاينه دومره ډېره شي يا داسې ښکاره شي، چې ليکوال هم له دې حالته خوند اخلي او تا هم دې خوند ته لمسوي؛ نو بيا پوه شه، چې د ليکوال ارادې ښې نه دي. دا د جنسي کيسو صحنې سړي ته وريادوي. جنسي کيسې د ټولنې ضرورت دى؛ خو که د جنسي کيسو ځينې حساسې شېبې له اړتيا زياتې حساسې او اوږدې شي؛ نو لوستونکى د ليکوال پر نېت شکمنوي. داسې د نشې په ستاينه او بې ضرورته د نشې د حساسو صحنو اوږدول يا ژورول ښه نه دي.

موږ چې د ټولنې په چاره کې حساس يو، د ادب هر ګام ته د شک په سترګه ګورو او له ادبه د واعظ تمه کوو؛ خو ادب دا نه وايي، چې ټولنه څه وايي. ادب وايي، چې فرد څه وايي او څه غواړي، ځکه نو ادب له ټولنې د نسبي ازادۍ هيله کوي.

په ځينو شعرونو يا نثرونو کې ښايي نشه يي توکي هدف وي او شاعر يا ليکوال ستايلي وي. زموږ ټولنه چې د نشو په رنځ اخته، ښايي دا ډول ستاينې يې نوره هم ورنځوي؛ نو که ادب ټولنه له نشو نه شي راګرځولاى، د اخته کولو حق خو يې نه کېږي.

همدغه خبرې په ادب کې د وسلو پر کلچر هم تطيقولاى شو. په خپلو لارو او کوڅو کې وينو، چې د سريالونو، جنګي رپوټونو او په کاله کې د وسلو شتون او تشدد مو ماشومان وسلو او جنګونو ته هڅولي؛ نو له ليکوال او شاعرانو مو د ټولنې هيله دا ده، چې د ډرون، کلاشينکوف، ګولۍ او نورو وسلو له کارونې سره احتياط وکړي. ګويته چې د (ځوان ولټر دردونه) رومان وليکه، تر راوروسته پېړيو پورې پوهانو شهکار وګاڼه؛ خو ګويته پرې همغه وخت پښېمانه ښکارېده او بل ځل يې خپل لاره بدله کړه، ځکه د دې اثر له امله ډېرو ځوانانو ځان وژلى و.

2 thoughts on “نشه يي ادب/ اجمل ښکلى”
  1. دا بيخي نوی اصطلاح ده خمريه ادب مې ليدلي وو خو چرسې اوبنگې مې نه وو ليدلی ۔بدعت دی ۔

  2. ګران ښکلي ته په درناوي سره با یدولیکم : چ
    یو لنډۍ ده چې وایي : یومې له اصله رنګ زیړي دي بل مې جانان له یارۍ واخیستل لاسونه
    په شرقی ادب کې یو لویه ستونزه داده چې کله کله موږ د ټاکلي ادبی بهیراو ادبي ډولونو لپاره ټاکلي او دقیقي نومونې نه لرو او یامو تراوسه هم کار نه دي ورباندې کړې ، ځکه نو کله کله داسې ناویلی او نا آشنا خبرې زموږ او زموږ دځوانانو تر خولو راوځي چې دهغو لپاره په هیڅ ډول دتوجیه لاره چاره نه شو موندلای ، موږ په نثراو نظم کې له دغو ستونزو سره مخامخ یو ، ځکه چې موږ په دغه برخه کې نه څه کړي او مو په ګډه په دغه برخه کې کوم تصمیم نیولی دی . همداده چې زه تاسو ګران ښکلي نه شم ګرمولی ، یوازې دومره باید ووایو چې دومره نامانوسه نومونه چې نه پخوانیو او نه هم معاصرو قاموسو کې دهغو لپاره تعریف موندلی شو و نه کارو. نشه یی ادب، نشه یې شعر ، نشه یي ډرامه ، نشه داستان … زه وړنه بولم چی زموږ ځوانان دومره هم په بی ګودره اوبو ځان ورلاهو کړي چې نور راباندې وخاندي ، په فارسي ، پښتو ، اردو ، هندي او کشمیرې ژبو او شعري بهیرونو دغه ډول د ساقی نامو تر سرلیک لاندې ثبت ، مطالعه او منل شوي دی .چي نوم یې هم نه بدلیږي او په ټولو ژبو کې ساقی نامې ورته وایی ، په هندي شاعرۍ کې د نامتو سینمایی لوبغاړي امیتا بچن پلار هري ونش بچن دخپلو دغو شان شعرونو له امله نامتو دی ، چې په هندی ژبه (مدو شاله ) چې سطحي ژباړه یې (شراب خانه ) کیږي ورته وایی چې زموږ له پښتو او فارسی (ساقی نامو ) سره ورته والی لري خو بیاهم ترهغو د ساقی نامه نومونه درنښت پرې لري ، له پخوانیو ادبیاتو بیا تر اوسنیو پورې دشرابو ستایوال شعرونه زیاتره شاعرانو د (ساقی نامو ) تر سرلیک لاندې لیکلی او ویلی دي ، چې کیدای شي نومونه یې دقیقه نه وي لیکن نامانوسه هم نه ده . او پښتو معاصراو کلاسیک شعر همدغه نوم شرابو ته که ناروا هم دی منلی دی زه فکرکوم ستاسو دغه نومونه دم ګړۍ زموږ دشعر مینان لکه د ملی وحدت دحکومت هوایی طرحي ، او پلانونه دخوښي پرځای خواشیني کوي . نوره مو خوښه !؟
    په درناوي
    کابلی والا- هند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *