محمداکبرحقمل معینزی
ژ محمداکبر حقمل معینزی
له بې ځایه خبرو تېر شئ، دومره خبرې د ځان لپاره بس وګڼئ، چې یوازې کارونه مو پرې سرته ورسوئ. «حضرت محمد(ص)» هر کله، چې دوو کسانو خبرې کولې، نو خپلو خبرو ته یې پرېږدئ او په کې کار مه لرئ. «حضرت محمد(ص)» دې ته مه کورئ، چې خبرې کوونکي څه ډول دي او څه ډول جوړښت لري، بلکې دې ته وګورئ، چې هغه څه ډول خبرې کوي. «امام علي ع» په هر تالار او صالون کې، چې ستا خبرو ته کوم کسان ډېرې چکچکې وهي، نو پوه شه، چې همدغې کسانو ستا خبرو ته د نورو په پرتله غوږ کم نیولی دی. «آندره ژیدِ» خبرې کول یو ډول اړتیا ده او غوږ نیول بیا یو هنر دی. «ګوېټهِ» لقمان حکیم صیب به خپل زوی ته ویل، چې کله د خبرې کولې نو مینه ورسره په پام کې نیسه(پرته له مینې خبرې مه کوه) «لقمان حکیم» دوه مخي، دوه ډوله خبرې کوونکي او جاسوسان له ځانونو څخه مه جوړوئ. « د هغه کس خبرې ومنئ، چې خبرې یې له تجربو ډکې وي. «انتوني رابنز» خبرې کېدای شي ناسمې او بې ځایه جوړې شوې وي، اما هغه، چې ريښتیا له زړه څخه راوځي هغه طبیعي آه دی. «انتوني رابنر» هغه کسان، چې ډېرې خبرې کوي او هغه، چې هېڅ خبرې نه کوي دواړه ستونزې یا ناروغۍ لري او د باور وړ نه دي او هغه کسان باوري او سم دي، چې په اندازه خبرې کوي یعنې نه له کچې لږ خبرې او نه له کچې زیاتې خبرې کوي. «هرمان هسه» محمداکبر حقمل معنزی M Akbar Haqmal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *