ژ محمداکبر حقمل معینزی
ښه د هغه چا په حال، چې خپل ډېر مالونه نورو ته بښي او له خپلو ډېرو خبرو کولو څخه ډډه کوي. «حضرت محمدا(ص)» که غواړئ تل ښې خبرې وکړئ، نو تل لږ کوئ! «علي ع» خبرې د هغه ناوې په څېر دي، چې هر څومره ښکلې وي، همدومره په زړه پورې ښکاري. «پوشکین» کله، چې خبرې خوږې شي، نو ستاینه ده او کله، چې له کچې زیاتې خوږې شي، نو چاپلوسي ده. «فرمارلو» تل هڅه وکړئ، چې د خپلو خبرو غلام جوړ نه شئ بلکې په خپلو خبرو لاس بري جوړ شئ! «محمد غزالي» که نن ښې خبرې وکړئ، نو مېوه به یې سبا په لاس درشي. «ګاندي» خبرې د هغو پاڼو په څېر دي، چې څومره په ونه کې ډېرې وي، همدومره به یې مېوه هم کمه وي. «الکساندرپوپ» خبرې باید د یوې موخې لپاره وي ځکه بې موخې خبرې کول کوم ځای نه نیسي. «فلارماریون» خبرې تل پیاوړې څانګه تر ټولو ژر مني. «ژان دودلافونتن» تل څرګندې خبرې وکړئ. «آذرپاد » ډېری وخت یو څوک په یوه خبره پوه او عاقل شمېرل کېږي او ډېری وخت په یوه خبره ناپوه او بې عقل شمېرل کېږي. کله، چې دا خبر منو، نو باید بیا د خپلو خبرو پام وساتو. «رابنز» محمداکبر حقمل معینزی