تاند- د راپورونو له مخې د حقاني شبکې یو مخکښ مشر نصیرالدین حقاني د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې وژل شوی دی.
افغان او پاکستاني امنیتي سرچینو د نصیرالدین حقاني وژنه تایید کړه خو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
نصیرالدین حقاني د جهاد د زمانې د مشهور قومندان جلال الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور و.
لومړني راپورونه وايي چې نصیرالدین حقاني تېره شپه په اسلام اباد کې خپل کور ته نژدې د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري وژل شوی دی.
نصیر الدین حقاني د حقاني شبکې د مالي چارو مسوول و . ده به عموماً د بسپنو د ټولولو لپاره عربي هیوادونو ته تګ راتګ کاوه.
ده تېر کال په دوحه کې د طالبانو د دفتر په پرانستلو په نتیجه کې د سولې په خبرو کې د حقاني شبکې استازیتوب کاوه. نوموړی په پاکستان کې د طالبانو او د پوځ او استخباراتو ترمنځ د تماسونو اصلي مسوول ګڼل کېده.
بي بي سي انګلیسي خپرونې ویلي چې نصیرالدین حقاني په راولپنډۍ کې وژل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۰ کال په جولای کې نصیرالدین حقاني د ترهګرو په تور لیست کې شامل کړ.
د نصیر الدین حقاني د وژلو مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
امریکا او افغان چارواکي وايي چې حقاني شبکه، چې مرکزونه یې په شمالي وزیرستان کې دي، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له کلک ملاتړه برخمنه ده.
په اسلام اباد کې د نصیرالدین حقاني وژل کېدا که له یوې خوا د افغانستان او امریکا تور ثابتوي له بلې خوا هغه شکونه پیاوړي کوي چې پراساس یې ویل کېږي پاکستان د طالبانو په وړاندې په خپل دریځ کې بدلون راوستی دی.
نصیرالدین حقاني وروسته له دې وژل کېږي چې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د پاکستان د پوځ لوی مخالف حکیم الله مسود ووژل شو.
د نصیرالدین یو بل ورور درالدین حقاني د تېر کال په اګست کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی و.
د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي چې نصیرالدین حقاني به نن مازدیګر شمالي وزیرستان ته وړل شوی چې هلته خاورو ته وسپارل شي.
هیله ده چی حقانی شبکی او نوری ټولی افغانی شبکی چی په پاکستان کی میشت دی او د افغانستان په خلاف جګره کوی پدی وپوهیړی چی دا ناولی پلید ملک پاکستان هیچا ته وفادار نده او د خپلی ګټی لپاره له هر څه او هر څا تیریدلی شی
دی جاسوسی عاقبت داسی وی چی خپل وطن کی خاوره هم ځای نه ورکوی
جالبه ده – ته حقانی خو حانته پشتون وایی نو په اسلام اباد کی سه کی؟ دپنجاب نوکری لکه چی خوندوره ده.
که خیر وه اوس نو ای . اس . ای په خپلو بچیانو پسی تو پک را اخلی.
شرم ده حقانی ته چی تر اوسه هم په ناپوهی او جهالت کی روان ده
یله ده څی افغانی طالبان اوګلبدینیان شمشتو،اسلام آباد او داسی نوروپټواوپردیو پاکستانی استخباراتونه ځان خلاص اوهیواد کې وءسیږۍ.دملاعبدالسلام کتاب ولولۍ دپردیوپنجابی ترقوماندی لاندی جنت مه غواړۍ۰شرم دي غیرتیانو۰
د پنجاب حلقه به ګوش غلامان به اوس یو یو د خپل بادار لخوا وژل کیږی دایی لا پیل ده
خدای پاک هم چی وغواړی څوک وشرموی نو دی ته نه ګوری چی د چا زوی ده. حقانی یی په اسلام آباد کی وشرماوه
د هر انسان په مرګ خپګان پکار دی او مونږ هم د هر انسان په مرګ خپه کیږو ولی پوښتنه دلته دی چه جهاد په افغانستان کی کوی او دوی څنګه په اسلام اباد کی وژل کیږی څوک چه د نورو اولادونه وژنی دا به یی حال وی نور د خدای هغه افغانان چه د نور دپاره خپل وژنی هوښیار کړی
که خدای کول د ظالمانو لو ګډ شو . د دوی تاریخ نور تیر دی ، نور به یو یو له منځه ځی. پردی کټ تر نیمو شپو وی . آی اس آی خپل خوند تری واخیست نور نو دا ملی تریخی شوی دی او مزه یی باران وړی ده.
Great news to killed haqani son in Islamabad , these agent r killing afghans throw by isi and they forget will they must be killed by their boss one day
da isi bodagay murdar sho.long life afghanistan
محترمو د نظر خوندانو کش چی تاسو په خپله غلامان نه وایی بیا مو که بل ته دی غلامی پیغور ور کولی کوم عیب نه وه مګر تاسو هغه غلامان یی چی هر ډول ته ګډی ګی هغه چی د امریکا غلامی نه منی هغه با د پاکستان غلامی په کوم منطق ومنی غلام غلام دی او ازاد ازاد دی که یو چا د یو ملک غلامی نه منله نو دا کس د هیڅ کوم ملک غلام کیدی نه شی مګر که یو چا دیو ملک غلامی قبوله کړه نو بیا دا کس د هر چا غلامی منلی شی دا کومه نوی خبره نه دا چی پاکستان طالبان په شهادت رسوی بلکه دا خو دی اولی ورځی خبره دا چی پاکستان او امریکا لاس سره یو کړی دی او په زرهاوه طالبان پاکستان لاس تړلی امریکا ته وسپارل مګر دالته یو شی مونږ باید درک کړو چی هغه د پاکستان حکومت او ملت دی او نن په هر اسلامی هیواد کی حکومتونه د کفار له طرفه د هغه ملک په مسلمان ملت باندی تپل شوی دی او هر مسلمان ملت د خپل کفری حکومت په ضد په حرکت کی دی افغان طالبان هم پاکستانی حکومت ته نه بلکی پاکستانی مسلمان ملت ته پانه وړی ده او دا کومه دی عیب خبره نه دا د عیب خبره دا ده چی ته په خپل ملک کی خوښ خوشحاله د امریکایانو تر تسلط لاندی ژوند کوی او بیا غټی غټی خبری هم ته کوی شرم دی او ډیر شرم دی مونږ تاسو خو باید چی هیڅ خبری هم ونه کړو دا چی څوګ طالبان د پاکستان غلامان بولی هغه صرف په دی خبره خپل ځان ته د امریکا د غلامی جواز قانونی کوی او نورو کم فهمه انسانانو ته هم دا تبلیغاوی چی مونږ د امریکا غلامان یو او دوی د پاکستان بس سره مساوی یو له پر بهتر هم یو ځکه مونږ د بادار غلامان یو او دوی د غلام غلامان دی مګر دا خبره با بیا د قیامت په ورځ معلومه شی چی څوګ غلامان وه او څوګ نه وه ځکه چی الله پاک په هر هغه څه علم لری چی زمونږ او ستاسو په زړه کی دی
هر هغه څوک چی ظلم کوی . د خپل هیواد ځوانان او نور انسانان وژنی. پلونه او سرکونه ورانوی. ښوونځی او روغتونونه سوځوی . ښوونکی او زده کوونکی وژنی هغه د افغانستان دښمن دی . هغه د پنجاب تورمخی مزدور دی . هغه منافق او تش په نوم مسلمان دی. هغوی چی زمونږ هیواد په پنځوسو نورو خرڅ کړ او دهغوی د راتګ زمینه یی ورته مساعده کړه دوی مسلمانان نه دی . هغوی تر کفارو بد تر دی . د دوی په مقابل کی جهاد روا دی. که چا یو مسلمان له مرګه وژغوره هغه ټول بشریت ژغورلی دی. هر چا چی د آی اس آی مزدور ملانصرالدین په اسلام آباد کی وژلی دی ، په حقیقت کی یی ټول افغانستان ژغورلی دی. څوک چی د تورلینګیو مزدور نه وی دومره زړه ور د پنجابیانو په مرکز کی نشی ګرځیدلی. جهاد دلته په افغانستان کی کوی او مزی چړچی په هیرامنډی کی کوی. لعنت دی په دغسی اجنټانو شی. د دوی مخ د ابد د پاره تور دی . په دوی نور افغانان او پښتانه شرمیږی او پاته شونی به یی هملته د هیرامنډه یی شاوخوا کی خواری او غریبی کوی.