نبوي وینا ده:

عَنْ أَبِي مَالِكٍ الْأَشْعَرِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ (مسلم: ۲۲۳)

ژباړه: ابو مالک اشعري ویل چي رسول الله وویل: نظافت(پاکي) د ایمان برخه ده.

د مسند احمد او ترمذي په یوه روايت کي چي ځينو محدثینو يې پر کره والي خبرې کړې دي، د (شطر) پر ځای د (نصف) توری استعمال سوی چي بیخي د مبالغې تر اندازې ګواکي د نظافت پر مراعات ټینګار سوی دی. یوه بل روايت کي هم دي:

إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ يُحِبُّ الطَّيِّبَ، نَظِيفٌ يُحِبُّ النَّظَافَةَ، كَرِيمٌ يُحِبُّ الكَرَمَ، جَوَادٌ يُحِبُّ الجُودَ (ترمذي: ۲۷۹۹)

ژباړه: بېشکه الله پاک دی پاکي خوښوي، نظیف دی نظافت خوښوي، مهربانه دی مهرباني خوښوي او سخي دی سخا خوښوي.

د دې روايت په اړه هم محدثینو بیلابیل دريځونه څرګند کړي دي. الباني د مشکاة په څېړنه کي حسن بللی دی خو وروسته يې په الصحیحه کي د ضعف حکم پر کړی دی. که روايت کمزوری هم وي؛ خو د مخکني کره روايت یوازي تاييد کوي، کوم بیل حکم نه ثابتوي چي راوړل يې د اصولو له مخې بد وګڼو.

د دې لوړو رواياتو په روڼا کي ښکاره سوه چي نظافت څومره اړین دی؟ شریعت د نظافت اهمیت ته په کومه سترګه کتلي؟ رسول الله يې په اړه څومره ټينګار کړی؟

اما د احادیثو په ټولو کتابونو کي د نظافت په اړه تر مختلفو رواياتو وروسته هم زموږ مسلمانانو هغه نظافت ته پام ونه کړ چي په ژوند کي اړین دی او شریعت يې له موږ څخه غوښتنه کړې ده.

موږ د ورځي دوه، درې یا تر دې هم زیات واري د لمانځه لپاره اودس، غسل یا تیمم کوو، خو پر دې غور نه کوو چي د دې بیا- بیا ځان پاکونکې پيغام زموږ په ژوند کي څه شی دی؟

اودس وکړي، خو د خولې يې بوی ځي. تر اودس وروسته په خیرنو بویناکو جامو پر لمانځه ولاړ وي. نسوار یا سګریټ وڅکوي؛ بیا د سلګونو کسانو ترمنځ په جومات کي لمونځ کوي چي له ډډوزو يې ټول لمونځوال په عذاب وي. دلته فکر نه کېږي چي که اودس کوم، نو پاکي او بې بویه جامې به هم واغوندم چي خلګ را څخه تنګ نه سي. تر نسوارو او نشو وروسته باید خوله پاکه کړي؛ کنه د خلګو د اذیت به تر هغه لمانځه ډېر عذاب او وبال وي چي یو کس يې د اداینې په خاطر جومات ته د تلو تکلیف پر ځان منلی دی.

له همدې اذیته د ځان ساتنې په خاطر رسول الله هغه کسان چي وږه یا بل بویناک شی وخوري؛ تر هغو جومات ته له ورتلو بند کړی چي د خولې بوی يې ورک کړی نه وي. حدیث کي دي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسَاجِدَنَا، حَتَّى يَذْهَبَ رِيحُهَا» (مسلم: ۵۶۱)

ژباړه: ابن عمر رض روايت کړی چي رسول الله ویل: که چا له دې واښه خوراک وکړ؛ نو تر هغو دي زموږ جوماتونو ته نه راځي چي بوی يې ورک سوی نه وي.

دې ورايت موږ ته په یو ډول د اودس یا غسل حکم بیان هم کړی دی. زموږ په اودس کي یو پيغام هم پروت دی که لمونځ کونکی هغه ته پام وکړي، نو نور انسانان به يې له هغو اذیتونو خوندي سي چي په بیلابیلو بڼو يې د لمانځه او عبادت یا هم نور وختونه ورته رسول.

نظافت یوازي تر لمانځه هم ځانګړی نه دی. د یوه انسان ټول ژوند رانغاړي. هم عقل غوښتنه کوي او هم نقل د هغه د مرعات امر کوي. خدای پاک دی نو پاک انسان يې خوښ دی. همدا شان د مسلم په یوه حدیث کي دي چي خدای پاک دی نو پاک مال قبلوي. یاني په زکات، خیرات او صدقه کي حرام مال مه لګوئ. خدای چي کوم صفت ځان ته خوښ کړی دی، له دې امله يې بندګانو ته هم خوښ دی او هم يې رسول فضایل ذکر کړي دي.

له بده مرغه چي موږ په اجتماعي ژوند کي نظافت ته پام نه کوو. زما په اند د نړۍ په کچه ګنده ښارونه به د مسلمانانو وي؛ په داسي حال کي چي شریعت يې نظافت د ایمان برخه بللې او په ورځ کي يې څو پلا د نظافت په تر لاسه کولو او مرعاتولو امر هم ورته کړی دی. زموږ بدبختي دا ده چي په شکل پسي ځو؛ خو ماهیت راته هيڅ مهم نه وي. د اودس، غسل و تیمم او نظافت په مسله کي په موږ همدغه چل سوی دی. اودس یا غسل کوو؛ خو نظافت نه مرعاتو ځکه چي موږ شکل پرست یو پيغام یا حکمت يې راته ارزښت نه لري.

زموږ ښاري خلګ تر اوس نه په ښاري فرهنګ پوهېږي یا که پرې پوهېږي مراعات يې بیا نه کوي. مېوه خوري او خځلې يې همالته ایله کوي، یا په موټر کي خوراک کوي او خځلې يې سړک ته را خورځوي، انرژي ځښي او بوتل يې سړک ته ورخورځوي. له کوره د هندواڼې، خټکي، مالټې، مڼو او… خځلې را وباسي د کور مخته په نالۍ کي يې توی کړي یا يې هم د سړک ژۍ ته وپاشي.

کله چي باران سي اوبه ډېري راسي؛ نو همدا خځلې اوبه سره را ټولي کړي او د کور مخته يې ورته کوټه کړي. په بازار کي نالۍ بنده سي او ټول روډ یا بازار په خاورو و خځلو ولړل سي. له یوه چا سره هم دا فکر پيدا نه سو چي اخیر بازار یا د کلي مينځ ته دا خځلې باران له کومه راوړي؟ که موږ ښاري فرهنګ پاللای نو لومړی مو باید نظافت ته توجو کړې وای. که موږ د ایمان او اسلام غم اخیستي وای؛ تر هر څه لومړی به مو خپل بدن، جامې، کور کهول، د کور شاوخوا، کلی، بازار، جومات، مدرسه، مکتب، لېسه، پوهنتون، دفتر، دوکان او بالاخیره ټول محیط او چاپيریال پاک وای.

موږ تر دې اندازې نه د فطرت غوښتنې په نظر کي نیسو او نه د شریعت و ښاري فرهنګ خیال ساتو چي د خدای په راکړې ښایسته او پاکه نظیفه خوله کي د پان، نسوار او… په شان بوین شیان اچوي او یا سګریټ، چرس، روین او نور بدبویه شیان په څکوي.

که څوک پوښتنه وکړي چي دا د یوه شخص خپل کارونه دي بل د مداخلې حق پکي نه لري؟ نو زه وایم چي سمه ده بل به مداخله نه کوي، اما کله چي تاوان بل ته سرایت کوي هغه د مداخلې حق هم شرعا پيدا کوي او هم اخلاقا. د یوه کس د نسوارو زیان نن تر هغه محدود نه پاتېږي. حداقل ضرر يې بل ته دا دی چي له بویه يې څوک خوندي نه وي. سګریت نه یوازي دا چي بوی لري؛ بلکي دود يې هم په خونه، موټر او یوه بند ځای کي نورو ناستو کسانو ته ضرر رسوي چي هم د شریعت له مخې یو جرم دی او هم د قانون و اخلاقو له رویه. د هوا ککړتیا او په پاته خځلو يې د چاپيریال ګنده کېدا یو بل غم دی چي تر ننه يې موږ حللارې ته متوجې سوي نه یو.

کله چي له ښاره کلي ته ځو؛ نو نوره هم خبره ورانېږي او سل ځله نه زره ځله انسان ته افسوز درېږي. جالبه دا ده چي په کليو کي هغه کس په ډول – ډول نومونو یادېږي چي پاک ګرزي، هر وخت د پاکي خیال ساتي او نورو ته يې هم د خیال کولو فکر ور پيدا کوي. ډېره د حیرانتیا وړ ده چي پر یوه ښه کار زموږ کلیوال یو کس د ستایلو پر ځای مسخره کوي. هغه الفاظ چي په کلي د همدې کس لپاره کارېږي زه يې دلته د لیکلو جرات نه سم کولای او دا راته د بې نزاکتۍ ترڅنګ د قلم او ادب سپکاوی هم مالومېږي.

یو بل د افسوز ځای دا هم دی چي زموږ علماء، ملایان، خطیبان او طالبان نه په خپل شخصي ژوند کي تر ډېره حده پوره نظافت ته پام کوي(غوښتنه استثنا حتما پکي سته) او نه په هغه پيمانه چي ورته اړتیا وه ټولنه د نظافت اهمیت او ارزښت ته ور بولي.(که څه هم د دوی شخصي عمل او وینا پر ټولنه ډېره اغېزناکه تمامېږي) ما تر ننه هم یوه خطبه د نظافت پر اهمیت د جمعې یا اختر په ورځ نه ده اورېدلې. په داسي حال کي چي یوه امام باید په یوه کال کي لږ تر لږه درې خطبې په مختلفو وختونو کي د همدې نظافت د اهمیت، اړتیا، ګټو اونه مرعات کي يې زیانونو ته ځانګړې کړې وای چي هم يې شرعي نصوص پکي بیان کړي وای او هم يې د پوهانو خبرو او خپل ضروري تحلیل ته پکي ځای ور کړی وای.

زموږ د یوه استاد مفتي صاحب رحمت الله له خولې مي په یاد دي چي یوه روژه يې د تفسیر مهال ویل: هههه(تر خبرې مخکي نرمه خندا د هغه عادت وو) یوه ملا زوی مړي راته ویل، مفتي صاحب! په روژه کي پاک کالي مه اغونده؛ بیا خلګ د ماړه ګومان در باندي کوي او زکات نه د رکوي.

زموږ حالت د ډېر افسوز وړ دی. یو عالم د خپل ځان نظافت په دې وجه نه ساتي چي خلګ يې شتمن ونه ګڼي او بیا د خدای فرض زکات نه ور کوي. د ټولنې پر دې برداشت او د ملایانو پر رول دواړو باندي انسان ته ژړا ورسي.

یو بل ټکی چي هر کس ته ډېر مهم دی هغه د لاس او پښو د نوکانو کوشني ساتل دي. د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند په ډرامه کي مي په یاد دي چي یوه ورځ کومه نجلۍ د ګيډي له درده کړېده. کورنۍ يې ډاکټر ته بوتله؛ کله چي يې ډاکټر معاینه کوي، نو ورته وايي چي په خوراک کي دي له نوکانو میکروب تېر سوي او له هماغه درد درته پيدا دی. زموږ په ټولنه کي د نوکانو ژر اخیستو ته هم لازمه پاملرنه نه کېږي چي د جدي ناروغیو سبب کېدای سي. په تېره همدا د ګيډي ناروغي؛ ډرامه که څه هم حقیقي نه وي، اما څه چي وايي، هغه سم وي.

د چاپيریال د پاکو ساتلو لپاره نه یوازي دا اړینه ده چي خاوري خځلې هر ځای ونه غورځول سي؛ بلکي د ونو او بوټو زیاتوب هم اړین دی چي هوا پاکه کړي. د نظافت په راوستلو کي ونې او زرغونه بوټي مهم رول لري؛ له دې امله باید د دې ښودلو او کرلو ته هم ډېر پام وسي. زموږ په هیواد کي نن د ګنده هوا له تنفس څخه هم په لسګونو ډوله ناروغۍ پيدا کېږي چي که د ونو او بوټو زیاتوب ته لازمه پاملرنه وسي ښايي تر یوه حده د مریضیو مخه ونیول سي.

پاک خوراک، پاک څښاک، د بیده کېدو نظیف ځای، مینځلې جامې او پاک بدن، له دوړو او خځلو خالي محیط او چاپيریال مو د بدني روغتیا د ضمانت تر څنګ، خوشاله و سوکاله ژوند، اقتصادي پرمختګ، د یوه ښه فرهنګ رامنځته کول او… در کوي. نو هلئ! فُرصت له لاسه مه ور کوئ او دومره ګټور او نژدې چانس همدا نن په لاس درغلی او وړیا ګټه ځني واخلئ.

۲۰۱۸/ ۳/ ۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *