په بشري فعاليتونو کې تر ټولو دروند او ډېر باريک فعاليت جګړه ده، ځکه جګړه هغه عمل دى چې له جسمي فعاليت سره خوا کې فکري، روحي او غوړې مالي تقويې او فعاليت ته ډېره اړتيا لري، په همدې اساس اړتيا ده چې د هرې جګړې ماشين چې په هره کچه وي بايد په ډېرې زيرکۍ، عالي روحيې او په ځانګړي مورال وګرځول شي.

د افغان دولت او وسله والو مخالفينو جګړه چې له هره اړخه وڅېړل شي، درې خبرې په کې ډېرې د پام وړ دي: لومړۍ د سرتېرو اکمال او تجهيز، دويم مرال او قومنده؛ غالباً د چينايي فيلسوف مقوله ده چې وايي” د زمريو لښکر مشر که ګيدړ وي ټول زمري به د ګيدړو په څېر جګړه کوي، خو که د ګيدړو د پوځ مشر زمرى شي هر ګيدړ به د زمري غوندې بريد او مقاومت کوي” له هغو افغان سرتېرو سره چې وخت په وخت زموږ خبرې شوې په ډېرې سادګۍ يې منلې چې يا قومنده کمزورې وه او يا هغه معمولي مناسبه وسله چې بايد په هغه ميدان کې کارول شوې واى، له بده مرغه د بېلا بېلو دلايلو په اساس دوى ته نه ده رسول شوې او په پايله کې مجبور شوي دي چې خپل مقام دښمن ته خوشى کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوى په شا تلل نه يوازې دولتي موقف کمزورى کړى، بلکې د ولسونو په روحيې او اعتماد يې هم ډېر ستر منفي اغېز کړى دى.

تېره ورځ د کندوز ولايت سقوط ولسونه دومره اندېښمن او په وېره کې کړل چې اغېز يې د هېواد په هره څنډه کې ښکاره تر سترګو کېږي.

افغان سرتيري که څه هم ډېر مېړني او قربانۍ ته چمتو کسان دي، خو پورتنيو فکټورونو کې د نيمګړتياوو له امله مجبور دي چې يو کار دوه ځلې وکړي.

څه موده وړاندې د هلمند ولايت موسى کلا ولسوالي د يوه بريد په ترڅ کې د دولت له لاسه ووته، خو وروسته د پراخو عملياتو په ترڅ کې د دولت لاس ته ولوېده، همدا ډول په کندوز ولايت کې هم همدا کنه وشوه.

هغه مهال چې په موسى کلا بريد کېدو د موسى کلا چارواکو دا وېره او اندېښنه په بيا بيا له رسنيو سره شريکه کړه او له مرکز څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه خو لوړو مقاماتو نه په هغو اپراتيفي او استخباراتي معلوماتو کوم غبرګون ښکاره کړ چې له موسى کلا ورته لېږل شوي ول او نه يې د رسنيو خبره ومنله، کله چې موسى کلا له لاسه ووته وروسته يې د عملياتو تياري پيل کړل؛ همدې ته ورته موضوع د کندوز هم ده، ځکه سره د هغو تهديداتو چې په دې تېره موده کې کندوز ته متوجه دي بيا هم چارواکي د خپلو ساعتيريو په فکر کې دي نه د خپلو خلکو د سر او مال د ساتلو په سوچ کې؛ د سيمې د خلکو په خبره تقريباً له يوې مياشتې را په دې خوا زرګران او صرافان هر مازديګر خپل اجناس وړي او سهار يې راوړي، ځکه په ټول کندوز کې دا اوازه وه او خلک په دې خبر ول چې کندوز په نن او سبا کې د طالبانو له خوا نيول کېږي.

جګړه د ټوکو او ټکالو خبرې نه دي، هره جګړه چې د هر مقصد لپاره وي تر شا يې ستر مالي او ځاني زيانونه حتمي دي چې ښه نمونه يې د کندوز ولايت وروستۍ دوې جګړې دي.

که افغان دولت غواړي له دې يې ډېر اعتبار کم نه شي، بايد لومړۍ په کليدي بنسټونو کې په شويو ګمارنو له سره فکر وکړي او داسې خلکو ته ملکي او نظامي مشري وسپاري چې فکري تمرکز يې د خپلو خلکو د سر، مال او عراضۍ د خوندي ساتلو په محور وڅرخيږي، نه په خپلو شرکتونو او نامشروع ګټو وټو او يا نامشروع کړنو، په دويم قدم کې د خپلو پټو استخباراتي معلوماتو لپاره داسې ميکانيزم جوړ کړي چې په اساس يې د رښتيني او کاذبې اطلاع توپير اسانه شي، دې ته اړتيا پاتې نه شي چې هره اطلاع دروغ يا هره اطلاع رښتيا وګڼل شي، ترڅو د خپلو نظامي ارګانونو لپاره داسې پاليسي وضع کړي چې د يوه کار لپاره له دوه ځلې اجراء او درنو تلفاتو خلاص شي؛ خو دا کار هغه وخت امکان لري کله چې فکري ثبات حاکم وي.

One thought on “نظامي ماته د فکري ګډوډۍ محصول دى/ سپين روان نورزى”
  1. قدر من وروره همغه د چینا یی فیلسوف خبره د کا ڼي کر ښه ده چې ویلی یی دي ؛ د زمر یا نو د لښکر قو ما نده د ګیدړ سر ه ده په قندز کې دا ټوله غمیزه د ملیشو قو ما ندان میر علم را منځ ته کړی هغه د انسا نا نو سره له تعصبه ډک غیر انسا ني چلند کوي او د سها مي شر کت د یوه پرد یپا ل فر کسیون سره تړاو لري . مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *