تاند، شنبه، د قوس ۲۳مه: له بلخ څخه د جنرال دوستم د ملي جنبش تنظیم پخوانی قومندان نظام الدین قیصاري د محاصره کېدو راپورونه ورکول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وايي، خو داسې ویل کېږي چې نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم په امر د بلخ په زراعت سیمه کې د خپلې یوې اډې په منځ کې محاصره شوی دی.
سرچینه وايي، قیصاري افغان ځواکونو محاصره کړی دی او ترې غواړي چې له سیمې څخه خپلې پوستې پورته کړي.
بلخوا د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل وايي، قیصاري د تاجکستان لپاره د افغان سفیر فرهاد اعظیمي تر ادعا لاندې یو کور کې پوسته جوړه کړې چې اوس یې پولیس په اړه لاس په کار شوي دي او د قیصاري د غیر مسووله وسله والو د شړلو پوره هڅه یې پیل کړې ده.
قیصاري دوه کاله وړاندې حکومت ونیو چې ورپسې د جنرال دوستم پلویانو د هغه د خوشې کولو لپاره په فاریاب او جوزجان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل کړل او دا لاریونونه هېواد ته د جنرال دوستم په راګرځېدو تمام شول.
څه موده وروسته چې قیصاري خوشې شو، نوموړي جنرال دوستم د ځان پر وړاندې په دسیسه تورن کړ او ځان یې د ازبکانو پاچا وباله خو ورسره جوخت بلخ ته ولاړ او هلته یې په اړه د دوه سوه وسله والو د راټولولو راپورونه خپاره شول.
اوس د هغه محاصره د جنرال دوستم سره د دښمنۍ په شپو ورځو کې ترسره شوې ده، چې وبه لیدل شي څه پېښېږي.
قیصاری رسانیو ته ویلی ترڅو چی ژوندی وی تسلیم به نشی
پژواک