نجیب الله آزاد

اوباما د ادارې له راتګ سره سم دواشنګټن او کابل ترمنځ اړيکې لا په خرابېدو شوې، که څه هم د موقتې ادارې له پيل سره سم د افغانستان په سياسي او اداري جوړښت کې په خپله امريکا پاتې راغلې وه لاکن کله چې په ۲۰۰۴ کې امريکا د افغان ملي سرتېرو د روزنې او په نظام کې د اصلاحاتو د راوستو پروژه پيل کړه نو له دې سره سم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واک کې سمدستي ډېروالی راغی، همدا و چې نوموړي خپل د شطرنج يوه يوه دانه دننه او په بهر کې د خپلو سيالانو په وړاندې کوزول پيل کړل. د بوش د واکمنۍ په اخېري شپو کې د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکې په خرابېدو شوې لاکن اوباما د ادارې له راتګ سره سم دا اړيکې هغه ځای ته ورسېدې چې پېنټاګان، د بهرنيو چارو سکرټريټ، سنا او د امنيت شورا په يوه خوله افغانستان او ځان له ښاغلي کرزي او ټلوالې څخه د خلاصېدو هوډ وکړ اما بريالي نه شول ځکه چې يو خو ښاغلی کرزی او ټلواله  دوی په خپله راوستې وه او بل هغه مهال د نوموړي بديل هم نه ليدل کېده، فلهذاقُلبې د غوايي د سر ټمګۍ او بزګر د شلاخو دا ارتباط تر ۲۰۱۴ پورې په ټېله او ټمبه مزل وکړ.

 ښاغلي حامد کرزي د واک په اخيري ورځو کې ملکه، رُخ او فيل (د امينتي تړون نه لاسليک کول، ولسمشريزې ټاکنې له ستونزو سره مخ کول، او پارلمان او پارلماني ټاکنې ټکني کول) ميدان ته کوز کړل او امريکايانو ته يې د خپلې واکمنۍ د غځېدو شرط کښېښود، په لومړي سر کې امريکايانو هڅه وکړه چې نوموړی تېر باسي او دا ډاډ يې ورکړ چې ګواکې د نوموړي دوره به لږ تر لږ د دوو کالونو لپاره وغځوي، همدا و چې ښاغلي کرزي د انانوي لويې جرګې د کمېټو غړو ته په خپل ټول توان ډاډ ورکړ چې ياد اميتني تړون څومره افغانستان ته مهم دی، د دې کار لپاره يې ځانګړي کسان وګمارل ترڅو د جرګې هر برخوال د تړون تايد ته وهڅوي، همهغه و چې د جرګې اکثريت غړو د ياد تړون څخه خپل ملاتړ وښود خو په اخيرې شېبو کې ښاغلی حامد کرزی خبر شو چې نوموړی د امريکايي سياسي لوبې ښکار شوی همدا و چې په تالار کې د همهغه کسانو په وړاندې يې د تړون له لاسليک کېدو څخه ډډه وکړه چې ده خپله د تړون تايدولو ته هڅولي وو.

که څه هم امريکا باوري وه چې ښاغلی اشرف غني دا بار نه شي وړی لاکن دوی په هر حالت کې ځان له ښاغلي حامد کرزي څخه خلاصاوه. څرنګه چې ښاغلي حامد کرزي خپله ملکه له لاسه ورکړه نو يې رُخ را مخته کړ او ولسمشريزې ټاکنې يې له هغه ستونزو سره مخ کړې چې بيا د جان کېري  (کابل بُن) په ترڅ کې دوې خوندې په يوه ورور ترکه (ميراث) له مخې د ملي يووالي حکومت را منځته کړ. هېره دې نه وي چې د ښاغلي حامد کرزي فيل (ولسي جرګه، د ولسي جرګې ټاکنې، اپوزيسينونه) لا تر کار لاندې دي.

د ښاغلي اشرف د راتګ سره په دولتي مامورينو کې همغه وېره خپره  شوه کومه چې د امريکا له راتګ سره په توپکسالارانو کې خپره شوې وه چې دوی شی لا نه غواړي بس امريکايان دې انتقالي عدالت نه پلي کوي، انتقالي عدالت خو ها خوا امريکا برعکس دوی ته د دوی تر تصور لوړ امتيازات ورکړل.

څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال (عبدالرشيد دوستم) څرګندونو ډېرې اندېښنې وزېږولې، دا همهغه مرستيال ولسمشر او جنرال دی چې پينځه مياشتې وړاندې يې د لسګونو پاکستاني جګړنانو او جنرالانو د وژلو ادعا کوله چې له کبله يې زامنو ته هم مېډالونه ورکړل شول، خونن بيا همدغه مرستيال ولسمشر او جنرال وايي يوازې ډمبر سړکونه هغه هم نيمايي زموږ تر ولکې لاندې دي، او دا چې زما سره شوي ژمنې نه شوې پر ځای او داسې نورې بابولالې…

د نوموړي څرګندونې او اندېښنه اوس لکه چې په رېښتيا هغه پلان عملي کوي چې له مخې به يې د دفاع وزارت او يو څو معينيتونه او سفارتونه  نوموړي ته ورکول کېږي او  د نوموړي ځای به عبدالله عبدالله ته ورکول کېږي، له دې سره به د لويې جرګې راوغوښتل د تل په څېر کنسل کېږي او تر ډېره داسې انګېرل کېږي که چېرې يو کال وروسته هم ټاکنې وشي بيا به هم د ولسواليو د شوراګانو ټاکنې نه کېږي چې په خپله د لويې جرګې د راغوښتلو مخنيوی کوي.

ملي اردو د سرتېرو د شمېر په اړه مبالغه په ۲۰۰۴ کې هغه مهال پيل شوې وه چې د اويا زرو تشکيلاتو له مخې معاشونه او نور لګښت اخيستل کيده، اوس مهال چې د څه کم دوه سوه زرو تشکيلاتو ادعا کېږي جنګي سرتېري يې تر پينځه ويشت زره او نور مصلحتي جنرالانو، معينانو، قومندانانو او اداري کارمندانو شمېر تر څلور زره پورته نه دی. په ۱۳۹۳ کې د دفاع وزارت د قرادادونو په شعبه کې يوازې د درملو لپاره ۲۷۰۰ ميلونو افغانيو تخصيص (بوديجه) درلوده چې دا تخصيص د ۱۳۹۴ کال لپاره ۳۰۰۰ ميلونه افغانۍ ته ورسېده خو ښاغلي ولسمشر د فساد د مخنيوي په موخه د يادې بودېجې لګښت بېرته مرستندويې ادارې (ناټو) ته ورکړ تر څو د ضرورت ټول درمل خپله ناټو وپېري او د دفاع وزارت ته يې ورسوي، شپږ مياشتو په تېرېدو (کله چې د ملي اردو يو سرتېری د ټپو له امله نارې وهي) د درد يو تابلېت هم نه موندل کېږي، نو د سرتېرو دغه چغو نارو مصلحتي امرين اړ کړل چې د ملي تدارکاتو کمېتې ته شکايت وکړي، د شکايت سره سره نه درمل او نه هم د هغې بودېجې برخليک معلوم شو. د ۱۳۹۵ لپاره دا بوديجه (يوازې درملو) ۳۷۰۰ ميلونه افغانيو ته ورسېده چې دا ځل ياده بوديجه د ملي تدارکاتو کمېټې په خپل واک کې واخيسه چې تراوسه يوازې د دېرشو ميلونو افغانيو په بدل کې يوازې يو قلم درمل رانيول شوي دي…کال به ډېر ژر خلاص شي او پاتې بوديجه به…..؟؟؟؟؟

دا سمه ده چې حکومت د چلولو لپاره هر هيواد تورو پيسو ته اړتيا لري لاکن هغه د دري متل دی چې (دزد باشد با انصاف)، د نهه ويشت زرو تشکيلاتو په بدل کې د څه کم دوه سوه زرو تشکيلاتو معاش او نور لګښت اخيستل، په نورو ټولو ادارو کې ورته کار د دې هېواد او د دې هېواد له وګړو سره سخته جفا ده. اوسني واکداران اوس په دې عقيده دي چې په راتلونکو ټاکنو کې هېڅ چانس نه لري اما بايد هر والي، ولسوال او قومندان رانيول شي تر څو د رايو صندوقان ډک کړي، همدا لامل دی چې اوس هغه خلک هم د واليانو، معينانو، رييسان او ولسوالانو په توګه ګمارل کېږي چې پرون يې د مخالف ټيم او طالبانو له ادرسه ښاغلی ولسمشر ښکنځه. واليان، ولسوالان، د امنيې قومندانان او ښاروالان خو پخوا هم د ولسمشر  لخوا ګمارل کېدل خو له کومې ورځې راهيسې چې ټول دولتي اول او دوهم بست ټاکنې او ګمارنې د ولسمشر له لوري پيل شوي د ارګ د کمېشنکارانو پر کور واری نه کېږي، بس که يو څوک پيسې لري او دغو بستو ته ليوالتيا لري هسې دې ځان دغو کورونو ته رسوي تر څو د ده او د راتلونکي ټاکنو د ګټلو کار وشي. د کابل امنيتي وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دیلاکن د جاهد صاحب يې په څه، هغه خپله هغه دنده چې د اجرايه رياست ورکړې په پوره ايماندارۍ مخته وړي، مانا د اجرايه رياست بانکي حساب هر ماښام پړسېږي. په وزارتونو کې د يوه قانوني لاسليک او ټاپې ته به په اونيو انتظار کوې خو بيا به دې هم کار هغه مهال کېږي چې د دوی په خولو کې يو څه زهر ور وڅڅوې، له دې سره چې په وزارتونو او رياستونو کې ناست مامورين بې له دې چې اې سي ته ناست خپلې درندې د بل سپکې وايي بل کار نه لري خو د برېښنا بېل يې له ولس څخه د پينځه ويشت اضافې په صورت کې وځي. فلهذا پر دې هر څه امريکا هم سترګې نه شي پټولی او نه هم له دې حکومت څخه راضي دی اما دا چې دوی خپله د دوهم ځل لپاره خپله اشتباه تکرار کړه  (کابل بُن او بيا ټلواله)  اوس د همهغه کرزي اېزم له برخليک سره مخ دي، دا حکومت به خپل پينځه کاله پوره کوي، نظام نه سقوط نه کا لاکن………………نظام به نظام هم نه وي…

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *