تاند- تر اختر یوه ورځ وړاندې تاند د خپلې فېسبوکپاڼې له لارې په اختر کې د اوربند په اړه د خپلو لیدونکو نظرو وپوښت.

سره له دې چې دولت په مشروط ډول ۳ میاشتنی اوربند اعلان کړ خو طالبانو په غیررسمي ډول اوربند رد کړ، بیا هم ډېرو خلکو د اوربند په ګټه رایې کارولي دي.

په دې نظرپوښتنه کې له څه باندې ۱۰ زره کسانو څخه ۱۵۰۰ تنو خپلې رایې کارولي چې د هغو پر اساس په سلو کې ۸۱ د اوربند ملاتړ کړی او په سلو کې ۱۹ نورو یې مخالفت کړی دی.

پر رایو سربېره لږترلږه ۴۳ تنو پر دې موضوع تبصرې هم کښلي دي.

اکثرو تبصره کوونکو د اوربند ملاتړ کړی دی؛ څو بېلګې یې دا دي:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *