په ایران کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې نظرپوښتنې ښيي چې حسن روحاني، چې اکثره اصلاح غوښتونکي ورته هیلې لري او دغه راز باقر قالیباف، چې له محافظه کارانو سره نژدې دی، تر نورو مخکې دي.

په تهران کې د مهر د سروې مرکز د نظرپوښتنې پراساس باقرقالیباف، چې پخوا د ایران استخباراتي چارواکی و، ۱۷ اعشاریه ۸ فیصده ملاتړ لري.

دا نظرپوښتنه د ایران د ۳۱ ولایتونو په مرکزونو کې له اته سوه تنو څخه د پوښتنو پر اساس شوې ده.

د مهرد سروې مرکز له نیمه رسمي مهر خبري اژانس سره تړلی دی چې ویل کېږي په محافظه کارو پوري تړلی دی.

یوې بلې موسسې (IPOS) یا مالومات او د خلکو د نظرونو حل، چې په امریکا کې دېره ده، د تېلفون له لارې په ایران کې خلک پوښتلي.

د دې موسسې په وینا په وروستیو دوو اوونیو کې د حسن روحاني ملاتړ کوونکي له ۱۴ اعشاریه ۴ څخه ۲۶ اعشاریه ۶ ته زیات شوي دي. په همدې نظرپوښتنه کې د باقر قالیباف پلویان په ورته موده کې ۲۴ اعشاریه ۸ ښودل شوي دي.

په وروستیو ورځو کې د ایران پخوانيو ولسمشرانو علي اکبرهاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي، چې د ایران له محافظه کارانو سره جوړ نه دي، د حسن روحاني ملاتړ کړی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو پروسه د ایران د محافظه کارانو تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

هاشمي رفسنجاني د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د پلویانو له لوري پرې نښودل شو چې کاندید شي.

حسن روحاني، چې اصلاً ملا دی، په انتخاباتي مناظره کې له لوېدیځ سره د ایران د اتومي لانجې پر سر د حکومت پالیسي وغندله او د دې ستونزې د حل کولو لپاره یې خپل متبادل دریځ څرګند کړ.

داسي ښکاري چې په تدریج نوموړی د اصلاح غوښتونکو اعتبار او ملاتړ ترلاسه کوي.

روحاني ته هیڅکله د محمد خاتمي په شان د یوه اصلاح غوښتونکي په سترګه نه دي کتل شوي خو ډېر خلک، چې د حکومت په تګلارو کې لوی تغییر غواړي اوس ده ته هیله لري چې بدلون به راوستلی شي.

خو که نظرپوښتنې په حقیقت بدلې شي نو غالباً به د ایران انتخابات دوهم پړاو ته وغځېږي چې هغه وخت به ایرانیان د دوو کاندیدانو ترمنځ یو غوره کوي.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *