تاند- نظیف الله سالارزی د ولسمشر اشرف غني احمدزي ویندوی ټاکل شوی دی.

که څه هم ارګ تراوسه پوري د ښاغلي سالارزي د مقررۍ په اړه څه نه دي ویلي خو ارګ ته نژدې سرچینې وايي چې سالارزي ته ویل شوي چې د ویندوی په توګه کار پیل کړي.

نظیف الله سالارزی د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت یا یوناما ویندوی دی.

یوناما دوه افغان ویندویان لري چې بله یې نیلاب مبارز ده.

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني احمدزي د بندیانو او امنیتي چارو لپاره دوه سلاکاران ټاکلي دي.

جنرال حبیب الله احمدزی به د ولسمشر د خاص ګارډ سلاکار وي او خلیل زیمار (ضمیر) ته د بندیانو د چارو سلاکارۍ دنده سپارل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *