ډېر پخوا مې یو متل اوریدلی و. متل داسې و: (( سل روپۍ پور که، یو زوی په بازار لوی که!)) د دې متل په هدف مې سم سر نه خلاصیده. له ځانه به مې پوښتنې کولې: ولې باید زوی په بازار یا ښار کې لوی شي؟ بازار څه فوقیت لري؟ او… خو وروسته مې څه ناڅه ذهن کار وکړ. پخوا د ښارونو او کلیو ترمنځ فاصلې اوږدې وې او داسې وسایط نه و چې دا واټن را لنډ کړي. د کلیوالو او ښاریانو ترمنځ په ژوند او خوی بوی کې هم توپیرونه ول. علم په ښارونو کې کلابند و. ښاریانو یې زدکړې ته ښه لاسرسی درلود. همدا علت و چې د ښار خلک له کلیوالو هوښیار او مهذب ګڼل کیدل. پخوا به خلکو له ښارونو او ښاریانو هم تقلید کاوه. د بیلګې په توګه: ښار به پاک و. د ښاریانو کالي به پاک ول. ښار کې به د ګلونو او شنو ونو بوټو ډیر قدر کیده.نه به چا د ونې په خاښونو د تبر ګوزار کاوه او نه به چا له ګلبوټو ګلان شکول. په ښار کې به مرغان چا نه ویشتل او… نو چې کله به کوم کلیوال ښار کې څه نا څه وخت تیر کړ، دغه عادتونه به یې ځان سره کلي ته راوړل او تر یوه وخته به یې پالل. دا متل را ته نن بیا په یاد شو. د هیواد له ټولو نه په لوی ښار کې. د هیواد له ټولو نه په عصري ښار کې. په هغه ښار کې چې پخوانیو شاعرانو یې په توصیف کې شعرونه لیکلي. ذکر شوی متل را ته د همدغه ښار له ټولو نه په عصري ځای کې را یاد شو. دا ځای د کابل زړه، شهر نو دی او د شهر نو پارک دی. خو په متل شکي شوم. کله مې متل ذهن کې اوښته را اوښته او کله مې د پارک د یوې څنډې پر هغه صحنه سترګې ګنډلې پاتې کیدې چې ما ورته د سړک له غاړې د فلزۍ کټارۍ له چاودنو کتل: یو ځوان له ځان او جهانه نا خبره غځیدلی دی. شړۍ ،چې اصلي رنګ یې نه معلومیږي، په ځان را کش کړې.د څټ سریښ او نښتي ویښتان یې ښکاري او له شړۍ یې پښې را وتلې دي. پنجې یې په لیلامي تورو بوټانو کې پټې دي. په خیرو پوښلې پنډۍ یې ښکاري . سر ته یې نیمه ډوډۍ چې کوم سخي به پرې لورولي وي؟ ایښې ده. د ده څنګ ته خړ څادر خوریږي، څادر لاندې درې کسان را ټول دي او د څادر له کونجونو نرۍ لوګی پورته کیږي. لږ دیخوا یو بل ځوان دیواله ته ډډه وهلې او دواړه پښې یې غځولي دي. د مخې لمن یې یوې خواته پرته ده. په لاس کې یې نری سیخ دی. د هغه په سر کې یې څه شی ټومبلی دی. سیخ ته سګرټ لږونکی ( سګرت لایټر) ونیسي او بیا په یوه نرۍ او ږده کاغذي نیچه کې، په څه خوارۍ را پورته کیدونکی لوګی تر خولې را ورسوي. تر ډېره مې له ځان او جهانه ناخبره دغو زلمیو ته کتل. خدای خبر د ژوند کومو نا خوالو هغوی دې یو طرفه جادې ته ټیل وهلي ول؟ خدای خبر د کوم په نوم انسان ځناور، سوداګرۍ په زهري توکیو سر بډاله کړي وو؟ خدای خبر د کوم بې ایمانه بزګر حاصلاتو د چا د مینې د خوږ کر دغه پیداوار تباه کړی و؟ خدای خبر د کومو چارواکیو غفلت، خیانتونو او بې مسوولیتۍ زموږ دغه کاري قوه فلج کړې وه او …. متل ته په فکر کې وم. ځان سره مې ویل: نه، موږ باید اوس خپل اولادونه له ښاره لرې وساتو. اوس باید روپۍ پور کړو، خو اولادونه له ښاره لرې وساتو. اوس که زموږ اولادونه ښار ته راشي، له ټولو مشهور ښار کابل ته راشي او په دې تمه راشي چې د ارګ، وزارتونو، لوړو منارو لرونکیو جوماتونو او د بې شمیره موسسوو کوربه کابل نه څه زدکړي، نو تاسو ووایئ څه به زده کړي؟ دوی به کلي ته له ښاره کوم تقلید را وړي؟ خامخا به هغوی له دې ځایه د پوډریانو او تر یاکیانو تقلیدونه وړي. شاید له کلي راغلی تنکی نسل همدا شیان ښه وګڼي او داسې فکر وکړي چې که ښه نه وي نو د هیواد په زړه کې ولې رواج دي؟ ولې زموږ د ارګ له شاوخوا د پوډرو او تریاکو لوګي پورته کیږي؟ ولې د جوماتونو د دیوالونه شاته څکول کیږي؟ ولې د کابل په پارکونو، سیند غاړې او لارو کوڅو کې ډله ډله پوډریان ځنګیدلي ځنګیدلي ګرځي؟ شاید د هغوی په زړونو کې دغه پوښتنې هم سرونه هسک کړي: ولې د دیني علماء وو په تقریرونو کې دومره سوز نشته چې زموږ ځوانان له وژونکیو نشو خوندي وساتي؟ ولې د نشه یي توکیو په ضد مبارزې وزارت کې دومره متره نشته چې حتی پلازمینه له نشه یانو پاکه وساتي؟ چې دومره هم نشي کولای نو شتون یې څه مانا؟ عادي او انکشافي بودجې ورکول ورته څه مانا او…؟ له کابل سره دومره ظلم او خیانت ولې روان دی؟ ولې موږ خپل وطن خپله شرموو؟ پایتختونه، نه یوازې د خپلو خلکو بلکې هره ورځ د نورې نړۍ د خلکو کوربانه وي. په وطن میین نظامونه د پایتختونو شین والي او پاک والي ته له حده زیاته پاملرنه کوي. هغوی پوهیږي چې وطن دوستي په شعارونو کې نه ده، د ښارونو په پاکوالي او سوتره ګۍ کې ده. د ښارونو د وضعیت له مخې د نورې نړۍ خلک په هیوادونو قضاوت کوي. په همدې توګه د هیوادونو په ولسونو قضاوت کوي. فرض کړئ، یو څوک د کابل له وضعیته د دې ځای په خلکو او نظام قضاوت وکړي. ایا دا ولس به ورته نشه ییان ښکاره نشي؟ ایا نظام چلونکي به ورته پوډریان ښکاره نشي؟ ..
. محمد نعمان دوست، جلال اباد
د سلواغې لومړۍ،۱۳۹۲
ګرداب ورځپاڼه
ګرانه وروره، والله چې د ارګ له منځه داسې شنه لوګي پورته کیږي چې ان په ارزان قیمت کې سړی پرې خماریږي، نور یې څه کوئ هه هه هه. له ټوکې نه چې تیر شو، خبره همداسې ده، مګر دوی قربانیان دي، که ترې وپوښتې ،هر یو یې ښایي یو تاریخ ولري چې وینې به ترې څاڅي او لیکه به یې له ادمکشو بې سواده خلقيانو نه رانیولې بیا تر ننیو غلو او غلامو ټټوکراتانو رسیږي،