عبدالجبار نعیمي

خبرپاڼه

د لغمان والي عبدالجبار نعیمي خبرداری ورکړ، وزارتونه دې له لغمان ولایت سره په کړیو ژمنو وفا وکړي، ګنې پر وړاندې به یې ولسونه خپل غږ پورته کړي.

د لغمان ولایت د مرکز په ګډون د پینځه ګونو ولسوالیو یو شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو  او ځوانانو د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره په یوې ګډې غونډې کې د لغمان په بېلا بېلو سیمو کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق او په ټولو وزارتونو په ځانګړې توګه په سکتوري وزارتونو غږ وکړ چې د لغمان ولایت سره په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په هغو کړیو ژمنو وفا وکړي کوم چې د ولایت مقام له لوري ورته په تېرو څو میاشتو کې انتقال شوي دي.

د دغو مشرانو له ډلې څو تنو یې په خپلو خبرو کې سکتوري وزارتونو ته په خطاب کې وویل چې دغه وزارتونه باید له یوې خوا د ولسونو هغه غوښتنې او لومړیتوبونه چې د ولایت مقام له خوا ورته وړاندیز شوي او دوی یې په روان کال کې د عملي کېدو ژمنه کړې وه، هغه باید عملي کړي او د بلې خوا ځینې هغه وزارتونه چې تر دې مهاله یې په دې ولایت کې خپلو دوهمي واحدونو ته بودیجې نه دي انتقال کړي، هغوی ته بودیجې انتقال کړي تر څو هغه پروژې په خپل وخت پلې شي کومې چې د ولسونو د غوښتنو او د اړونده ادارو د لومړیتوبونو او پلان له مخې تشخیص شوي دي.

یادو مشرانو د ټولګټو چارو له وزارت څخه د بادپښ – مهترلام د سړک د جوړولو، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څخه په قرغیو ولسوالۍ کې د کابل پر سیند د شهیدانو د پل د جوړولو، د پوهنې وزارت څخه یې په دې ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د ودانیو او احاطو د جوړولو تر څنګ د تشکیل د زیاتوالي او دغه راز له ځینو نورو سکتوري وزارتونو څخه غوښتنه درلوده چې په یادو برخو کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي ګنې ولسونه به یې پر وړاندې خپل غږ پورته کړي.

دوی زیاته کړه چې د دغو پروژو په تطبیق سره به له یوې خوا د بېکارئ کچه راټیټه شي او د بلې خوا به د سولې، امن او ثبات په ټینګښت کې یو غوره ګام پورته شوی وي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي د دوی د خبرو تر اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ چې د ملي یووالي حکومت مشرتابه ژمن دي چې خپلو ولسونو ته د ښه ژوند د برابرولو ټول مساعد شرایط برابر کړي او په خپلو هغو ژمنو هم کلک ودرېږي چې د ولسي هوساینې لپاره یې د خپل ولس سره کړي دي.

ښاغلي نعیمي ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره په خپل ټول توان سره هڅه او تلاش کوي چې د ولسونو هغه غوښتنې او وړاندیزونه کوم چې د ولایت مقام له لوري د سکتوري وزارتونو او په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له مشرتابه سره شریک شوي وخت په وخت تعقیب کړي تر څو عملي بڼه غوره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *