دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ملکي ادارو د چارو او فعاليتونو د ارزونې په موخه د جوړې شوې غونډې په لړ کې د مسوولينو له کاري ګزارشونو وروسته د بشري سرچينو سرپرست ريس ته لارښوونه وکړه، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر سره په ګډه د مامورينو په استخدام کې له بل هرکار پرته يوازې مسلک او وړتيا په پام کې ونيسي، ترڅو پدې سره د حکومتدارۍ چارې رڼې او ټاکل شوي ملي اهداف په برياليتوب سره ترلاسه شي.
د ملکي ادارو د فعاليتونو د ارزونې په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ريس انجنيرګل حبيب شاه ،د قومونو او قبايلو چارو سرپرست نقيب الله متونوال،د کډوالو چارو سرپرست محمدحسن،د عدليې رياست سرپرست عبدالفتاح سيار او د کوچيانو امر حبيب الله ګډون درلود.
غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ريس انجنيرګل حبيب شاه د١٣٩٣ لمريز کال په ترڅ کې د خپلې ادارې د چارو، فعاليتونو، لاسته راوړنو او شته ستونزو په تړاو کاري ګزارش وړاندې کړ.نوموړي په خپل راپور کې وويل چې په خوست کې د غوره مديريت او ټينګې همغږۍ له امله د تېرو څلورو کالونو راپدېخوا د مخابراتو رياست عوايد درې برابره لوړ شوي دي، همداراز په (٢٢) دوه ويشتو دورو کې يې (٢٠٠٠) دوه زره ځوانان د کمپيوټر په برخه کې روزلي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.
دده په خبره رياست ته يې د ولايت مقام او لېنکلن ښوونيز مرکز څخه (٤٢)دوه څلوېښت پايې نوي کمپيوټرونه هم ورکړل شوي دي، چې د زده کړې بهير به ورسره نور هم چټک شي.
نوموړي زياتوله، چې په خوست کې ١٢٨ پايې انتونونه نصب شوي، چې دخوست خلکو ته مخابراتي خدمات وړاندې کوي خو دده په خبره په ښار کې ځينې دوکانداران له رجسټرد پرته سيم کارتونه پلوري، چې کله ناکله ترې په غلاوو، تهديدونو او ناامنيو کې کار اخېستل کيږي خو دده په خبره د ملي امنيت او د امنيه قوماندانۍ په همکارۍ يې په روان کې ((١٢٠٠٠)) دولس زره غيرقانوني سيم کارتونه راټول کړي او دا لړۍ دوام لري.
ګل حبيب شاه وويل چې د مخابراتو په چوکاټ کې د نوري فايبر او د پنځه زره لېنه ټېلېفون دوه مهمې پروژې چې چارې يې پنځه کاله مخکې پيل شوي دي، بايد په پنځو مياشتو کې تکميل شوي واى، خو له بده مرغه تر دې وخته يې سل سلنه چارې ندي بشپړې شوي، خو دده په وينا هيله مند دى، چې د دواړو پروژو پاتې کارونه به په دوو اونيو کې په بشپړ ډول مکمل شي، چې پدې سره به د ټېلېفوني خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ ((3G))انټرنېټ هم فعال شي.
د قومونو او قبايلو چارو سرپرست ريس نقيب الله متونوال دخپل کاري راپور په ترڅ کې وويل چې په اداره کې ېې تربل هرکار وړاندې دمامورينو د ظرفيتونو لوړولو ته خاصه توجه کړي او هڅه به وکړي، چې د مسلکي وړتياوو د لوړولو لپاره ورته روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي.متونوال دا هم وويل چې دخوست د ځايي قومونو د مشرانو او ديني عالمانو ترڅنګ د شمالي وزيرستان څخه د راغلو کډوالو
د لسګونو مشرانو او ديني علماوو سره د دوى د ستونزو د هواري په تړاو رسمي ليدنې کوي.
ورپسې د کوچيانو امر حبيب الله په خپل کاري ګزارش کې وويل چې اداره يې د کوچيانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو مسووليت لري، چې دده په خبره تر دې وخته يې د کوچيانو هرې ستونزې ته ترخپله وسه رسېده ګي کړي ده.
د کډوالو چارو سرپرست ريس محمدحسن هم دخپلې ادارې د تشکيلاتي او اداري وضعيت ترڅنګ دقلم وال مېنې دښارګوټي په حالت راپور وړ اندې کړ.همداشان د شمالي وزيرستان او د خوست د ځايي کورنيو سره چې تازه د ډيورېنډ له پورې غاړې څخه خوست ولايت ته راغلي، لومړنۍ مرستې ترسره شوي دي.
د عدليې سرپرست ريس عبدالفتاح سيار په خپل کاري راپور کې وويل چې د عدليې رياست څلور امريتونه لري، چې هريو يې ولس ته په خپله برخه کې د اساسي خدمت د وړ اندې کولو مسووليت لري، دده په خبره ځينې امريتونه يې په ورسپارل شويو چارو کې بريالي دي، خو داسې امريتونه هم شته، چې مسوولين يې غيرمسلکي دي او نه شي کولى، چې خپلې چارې د قانون په رڼا کې په ښه توګه سرته ورسوي.نوموړي وړانديز وکړ، چې په ځينو ادارو کې دې اړتيا ته په کتو سره مثبت بدلونونه رامنځته شي.
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په وروستيو څلورو کالونو کې د بيارغونې، امنيت ،معارف ،سولې، ثبات،ترقۍ او ښې حکومتدارۍ په ډګر کې ترسره شوي هلې ځلې ګټورې وبلل او ويې ويل نن دخوست په مرکز او ولسواليو کې اداري وضعيت د سمون خواته تللى ، خو دده په خبره لا هم په ځينو ادارو کې د پام وړ ستونزې او نيمګړتياوې شته، چې بايد ژر ترژره هوارې شي.
نوموړي دولايت مقام د بشري سرچينو مسوول ته دنده وسپارله، چې په خالي بستونو کې دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون سره په ګډه داسې مسلکي او ژمن کسان په دندو وګماري، چې نظام او ملي ګټو ته وفاداره وي.همداشان هغه مامورين چې نوي په دندو ګمارل شوي او يا يې کاري تجربې کمې دي، د ظرفيت لوړولو لپاره دې لازم پروګرامونه ونيسي.
دخوست سرپرست والي د ځينو ريسانو کاري ګزارشونه وستايل او لارښوونه يې وکړه، چې ټول ريسان دې پوره تلاش وکړي، چې په راتلونکي ١٣٩٤ لمريز کال کې هم په ورته بڼه اساسي خدمات وړاندې کړي.خو د ځينو مسوولينو کاري ګزارشونه يې د قناعت وړ ونه بلل، په همدې اساس يې دوى ته جدي لارښوونه وکړه چې په خپلو چارو، اجرااتو او فعاليتونو کې د ضرورت سره سم نوي ابتکارات وکړي او هغو ستونزو ته په ټول قوت سره رسېده ګي وکړي، چې حکومتداري او ولسي خدمات ننګوي.
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٥-١٢-١٣٩٣ سه شنبه