افغانستان-خوست
ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر
نيټه:١٥-١٢-١٣٩٣
دغه ټکى خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي نن د جمعې په مبارکه ورځ په جرګو کور کې د خوست ولايت له تجارانو،صنفي اتحاديو له مسوولينو او مارکيټونو له مالکينو سره د ناستې پرمهال څرګند کړ، په دغه ناسته کې د ولايتي شورا رئيس اميرالله زړه سواند او دولايتي شورا غړي عبدالولي واحدزي هم حضور درلود.
په پيل کې د ښار دصنفي اتحاديو مسوولينو ، د مارکيټونو مالکينو او ملي سوداګرو په خپل وار سره خپلې ستونزې او غوښتنې له خوست سرپرست والي سره شريکې کړې، دوى د ښاري د تفصيلي پلانونو خلاف ترسره شويو کړنو يادونه هم وکړه ، دوى وويل که چيرې ښاروالي او ښار جوړولو رياستونه د دوى ستونزې هواري کړي په هيڅ صورت به نور په خپل سر د پلان او نقشې خلاف کار ونه کړي،
ملي سوداګرو او دصنفي اتحاديو مسوولينو دا هم وويل چې يو شمير لوړ پوړيزې ودانۍ چې د پلان خلاف په رهايشي ساحاتو کې جوړې شوې او دا مهال پرې په مليونونو افغانۍ مصرف شوى،بايد ښاروالي او ښار جوړولو رياستونه يې په تړاو عادلانه پريکړه وکړي او داسې حل لاره ورته پيدا کړي چې پراساس يې اچول شوې پانګې ته زيان ونه رسيږي.
خوست ښاروال او دښار جوړلو چارو رياست رئيس په دې برخه کې دخپلو اجراتو په تړاو معلومات وړاندې کړل، دوى په ښار کې د هغه خود سريو او کړنو يادونه وکړه چې د ښاري پلان خلاف روانې دي او په ښار کې يې ګڼ شمير ګډوډۍ او بې نظمۍ رامنځته کړې دي.
دوى وويل که د ښار په تفصيلي پلانونو کې بدلونونه رامنځته شي او وروسته د پلان او نقشې مطابق کار وشي شته ستونزې به هوارې شي.
خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په منظمه توګه ښاري پراختيا، ښاريانو ته د خدمتونو وړاندې کړل او په ښار کې د خپل سريو او ګډوډيو مخه نيول د محلي حکومت دنده ياده کړه ، د ښاري پلان خلاف يې د کړنو مخه نيول او د ښار پاکي او نظم يې د خوست د ټولو ښاريانو اسلامي او ټولنيز مسووليت وبللو، نوموړي وويل چې ولايتي ادارې په وروستيو څو کالونو کې د خوست ښار د پرمختګ،پراختيا او بيارغونې په ډګر کې اغيزمنې کړنې سرته رسولې دي.
سرپرست والي وويل چې دخوست ښار دماسټر پلان په جوړيدو سره به شته ټولې ستونزې هوارې شي او دپلان خلاف ترسره شويو کړنو له امله رامنځته شويو ستونزو لپاره به هم قانوني حل لارې په ګوته شي، خوست سرپرست والي ښاروالۍ او ښارجوړلو رياستونه په دې برخه کې مسوول وبلل، اړونده رياستونه ته يې لارښوونه وکړه چې دخوست په ښار کې دشته ستونزو ،بې نظميو او ګډوډيو دمخنيوي لپاره ګډ کار وکړي ، دښار ټولې نقشې مطالعه، دخلکو اسناد برسي او پرټولو معيارونو برابره طرحه ترتيب او ولايت مقام ته يې وړاندې کړي ترڅو د صنفي اتحاديو له مسوولينو ،تجارانو او دمارکيټونو له مالکينو سره په تفاهم ورته د حل قانوني لاره پيدا شي.
عبدالجبارنعيمي وويل دا مهال دخوست ولايت د ټولو هغه رهايشي پروژو په نقشو کې چې د ښاري ستراتيژيک پلان پراساس جوړ شوې، د تجارتي مارکيټونو ځايونه شتون لري، دخوست ولايت تجاران او شتمن خلک کولى شي د يوې قانوني او شفافې پروسې په چوکاټ کې دغه مارکيټونه جوړ او په کې پانګه اچونه وکړي ترڅو هم په ښار کې نظم رمنځته شي او هم ښاريانو ته منظم خدمات عرضه شي.
سرپرست والي په ښار کې د برېښنا د شبکې ،اوبو رسونې شبکې او کاناليزاسيون نشتون په برخو کې شته ستونزو ته هم اشاره وکړه او په دې تړاو يې زياته کړه چې د يادو ستونزو دهواري په برخه کې يې هم خپل تلاشونه زيات کړي او اړونده ادارو ته يې لارښوونه کړې چې شته ستونزې هوارې کړي.
خوست والي د خوست ولايت له تجارانو وغوښتل چې د ښار په پراختيا او نظم کې له دولت سره همکاري وکړي، نوموړي مال منډيي،غلې منډيي او سبزۍ منډيي ته په اشارې سره وويل چې تجاران د ښاروالۍ رياست سره د ګډې همکارۍ په چوکاټ د پلان مطابق مناسب ځاى په ګوته کړي تر څو هلته انتقال اوپه ښار کې د بې نظمۍ مخه ونيول شي.
عبدالجبارنعيمي د خوست ولايت له ملي تجارانو،صنفي اتحاديو له مسوولينو او دمارکيټونو له مالکينو وغوښتل چې د ښاري امنيت په تامين کې له امنيتي او کشفي ارګانونو سره بشپړه مرسته وکړي او په ښار کې ټولې چارې تر جدي څارنې لاندې ونيسي.
د ناسې په وروستيو کې پريکړه شوه چې ملي تجاران ،د صنفي اتحاديو مسوولين او دمارکيټونو مالکين د ښار جوړولو رياست سره يو ځاى پر يوې ګډې طرحه کار وکړي ترڅو په دې برخه کې وروستى تصميم ونيول شي.
واکمن