افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:١٨-١١-١٣٩٣
قومي شوراګانې دې د قومونو د يووالي لپاره کار وکړې او له هغه کړنو دې جدي ډډه وکړي چې قومي نفاق او شخړو ته لاره هواروي، دغه څرګندونې خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ځدراڼو قومي شورا سره د يوې ځانګړې ليدنې پرمهال وکړې.
دځدراڼو قومي شورا په خپلو سيمو کې د يوشمير پروژو د پلي کيدو غوښتنه وکړه ، يوشمير ټولنيزې ستونزې او غوښتنې يې هم له ولايت مقام سره شريکې کړلې، دوى د ولايت مقام د ټولو لاسته راوړنو او هغه اغيزمنو کړنو ملاتړ او ستاينه وکړه چې په خوست کې يې دټولنيزې هوساينې،بيارغونې،قومي يووالي او پرمختګ لپاره سرته رسولې دي.
سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د ځدراڼو قومي شورا سره په دغه ليدنه کې وويل چې دخوست ولايت ټول مشران بايد د قومي يووالي او ولسي نيکمرغۍ لپاره کار وکړې او په خپلو سيمو کې د امنيت دتامين په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه ځينې کړۍ غواړي د شخصي ناروا ګټو دخونديتوب په خاطر قومي لانجو او شخړو ته لمن ووهي اوبه خړې او بيا خپلې شخصي ناروا ګټې په کې ولټوي، سرپرست والي خبر دارى ورکړ چې هيڅ چاته به د دې اجازه ورنه کړي چې دولتي حاکميت او دقانون حاکميت وننګوي او دخوست ولايت پرمختګ ،امنيت او انځور ته زيان ورسوي.
خوست والي ددغه ولايت پر ديني علماوو او مشرانو غږ وکړ چې په اسلامي مسووليت سره په خپلو سيمو کې دټولنيزو ستونزو او شخړو مخه ونيسي او ټولې هغه ناروا دعوې دې وغندي چې دځمکو،غرونو او دښتو پر سره رامنځته کيږي.
همداشان نن ورځ خوست سرپرست والي دخپل کار په دفتر کې دشمل قوم له يوشمير مشرانو سره ليدنه وکړه ،د شمل قوم مشرانو يوشمير ستونزې له خوست سرپرست والي سره شريکې کړې او هم يې دامنيت دتامين په برخه کې مقام ته دبشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
سرپرست والي دخوست په مرکزي سيمو کې دميشتو قومونو رول دامنيت او پرمختګ په برخه کې خورا مهم ياد کړ له خلکو يې وغوښتل چې هميشه د يووالي په فضاء کې ژوند وکړي.
واکمن