بې عدالتي د ټولو ناروغیو اصلي ریښه ده او زه د دې ریښې په پرې کولو کې ستاسې همکاري لازمه او ضروري ګڼم. عبدالجبار نعیمي
دا څرګندونې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د خیتځ زون د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د رئیسې او ددغه کمیسیون د بیلا بیلو برخو له استازو سره د لیدنې پر مهال وکړې.
د ختیځ زون د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره صبرینا حمیدي چې د اړونده مختلفو څانګو استازي هم ور سره ول لغمان والي ښاغلي نعیمي سره یې په دې ولایت کې د خپلو تر سره کړیو چارو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.اغلې حمیدي د خپلو خبرو پر مهال په خوست ولایت کې د ښاغلي نعیمي د دندې پر وخت د بشري حقونو د ځايي کمیسیون سره د ده د ښې همکارۍ او مرسته چې په هغه وخت کې یې ورسره درلوده، یادونه او ستاینه وکړه او تر څنګ یې ترې وغوښتل چې په لغمان ولایت کې د بشري حقونو د وضعیت د لا بهتر والي په اړه د دوی حمایه او ملاتړ وکړي.
دغه راز نوموړې په لغمان کې د روزنتون د ۴۳۵ یتیمو انجونو او د وړکتون د ۱۰۰ ماشومانو لپاره د ټرانسپورټ او په مرکز اصلاح کې د دوو انجونو لپاره د ښځینه ښوونکې په برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې د ولایت مقام مرسته اړینه وګڼله.
وروسته لغمان والي عبدالجبار نعیمي په خپلو خبرو کې د یاد کمیسیون مشرتابه ته یادونه وکړه چې د امن او ثبات د ټینګښت لپاره اړینه ده چې ستاسې کمیسیون کوم چې په خپله برخه کې د څار دنده هم په غاړه لري په پوره دقت او مسولیت سره د بې عدالتیو په مخنیوي کې له موږ سره اوږه په اوږه ګډ کار وکړي ځکه چې بې عدالتي د ټولو ناروغیو اصلي ریښه ده او د دې ریښې په پرې کولو کې ستاسې مرسته حتمي او اړینه ده.
د لیدنې په پای کې لغمان والي د ختیځ زون د بشري حقونو خپلواک کمیسیون راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د قانون په چوکاټ کې به یې د ټولو هغو فعالیتونو چې د بشري حقونو د وضعیت د ښه او بهبود لپاره دغه کمیسیون په پلان کې لري، په کلکه ملاتړ وکړي او هر هغه څه چې د ولایتي ادارې په توان کې وي هغه به ترې و نه سپموي.