ثوابي روژې : د کال د ورځو يو څو نورې ثوابي روژې به هم دلته مسلمانانو ته وليکو ، کيدای شي څوک عمل پرې وکړي ، او زمونږ لپاره هم د خدای د رضا او له دوزخ څخه د خلاصون سبب شي .
د شوال شپږ روژې :
له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د روژې د مياشتې روژه ونيسي بيا په شوال ( د واړه اختر په مياشت کې ) شپږ ( نورې ) روژې هم ورپسې ونيسې نو له ګناهونو څخه به داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې له مور څخه پيدا شوی وو . ( الطبراني )
د شوال د روژو وخت :
مستحب او مسنون طريقه داده چې يواځې د واړه اختر يوه ورځ روژه ماته کړي او له دوهمې ورځې څخه دا روژې پيل کړي ، شپږ واړه يو ځای هم نيولی شي او بېلې بېلې هم ، په اسلام کې وړوکی اختر يوه ورځ ده ، لمونځ چې په دوهمه ورځ جائز دی هغه قضا ده نه چې ادا ، لکه وړاندې به راشي .
( وندب تفريق صوم الست من شوال ) ولا يكره التتابع على المختار خلافا للثاني
حاوي . والاتباع المكروه أن يصوم الفطر وخمسة بعده فلو أفطر لم يكره بل يستحب ويسن
ابن كمال . ( الدر المختار : 2 / 435 , ط ايچ ايم سعيد کراتشي )
د عرفات د ورځې روژه :
عبد الله بن عمر رضي الله عنه فرمايي چې : مونږه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم وو ، نو د عرفات د ورځې روژه به مو داسې ګڼله لکه د دوه کلونو روژه . ( الطبراني )
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : د عرفات د ورځې روژه د مخکني او راتلونکي کال ( ګناهونه ) بخښي . ( مسلم )
له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل : څوک چې د عرفات د ورځې روژه ونيسي نو ( د دوه ګلونو ګناهونه ورته بخښل کېږي ) يو د راتلونکي کال ګناهونه ورته بخښل کېږي ، او بل د تېر شوي کال ، او څوک چې د عاشورا د ورځې روژه ونيسي نو د يو کال ګناهونه به يې وبخښل شي .
( رواه ابو یعلی ) عاشورا : د مُحَرَّم د مياشتې لسم .
د مُحَرّم د مياشتې روژې :
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : د روژې له مياشتې نه وروسته غوره روژې د محرم د مياشتې روژې دي ، او له فرض لمانځه نه وروسته غوره لمونځ د شپې لمونځ دی . ( مسلم )
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم : أَفْضَلُ الصِّيَامِ بَعْدَ رَمَضَانَ شَهْرُ اللَّهِ الْمُحَرَّمُ وَأَفْضَلُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ صَلاَةُ اللَّيْلِ . ( رواه مسلم )
د محرم د لسم او نهم روژه :
له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روايت دی چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د مُحرم د لسمې د روژې په هکله پوښتنه وشوه ، نو فرمايل يې چې : ( د محرم د لسم روژه ) د تېر کال ګناهونه بخښي . ( يعنې د دې روژې په ثواب کې الله جل جلاله د تېر کال ګناهونه بخښي ) ( مسلم )
ابن عباس رضي الله عنه فرمايي : کله چې رسول الله صلی الله د محرم د لسم روژه ونيوله نو صحابه کرامو ورته اوويل چې : ای د خدای رسوله ! دا خو داسې ورځ ده چې يهودان او مسيحيان يې درناوی ( قدر ) کوي ؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا اوويل : چې راتلونکی کال راشي – إن شاء اللهُ – نو د نهمې ورځې روژه به هم ورسره ونيسو ، خو راتلونکی کال لا نه وو راغلی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات شو . ( مسلم )
عَنْ أَبِى قَتَادَةَ الأَنْصَارِىِّ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلمسُئِلَ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ فَقَالَ : يُكَفِّرُ السَّنَةَ الْمَاضِيَةَ . ( رواه مسلم )
عن عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عَبَّاسٍ – رضى الله عنهما – يَقُولُ : حِينَ صَامَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ ، قَالُوا يَا رَسُولَ اللَّهِ ! إِنَّهُ يَوْمٌ تُعَظِّمُهُ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَى. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: فَإِذَا كَانَ الْعَامُ الْمُقْبِلُ إِنْ شَاءَ اللَّهُ – صُمْنَا الْيَوْمَ التَّاسِعَ . قَالَ فَلَمْ يَأْتِ الْعَامُ الْمُقْبِلُ حَتَّى تُوُفِّىَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم.( رواه مسلم )
مسئله : بايد د محرم د لسم له روژې سره د نهم روژه هم ونيول شي ، يعنې له نهم څخه پيل وشي ، ځکه چې يواځې د لسم روژه نيول مکروه ده ، در مختار کې راغلي چې :والمكروه تحريماكالعيدين وتنزيهاكعاشوراء وحده وسبت وحده . ( الدر المختار :اول کتاب الصوم : ۲/ 375 )
د شعبان د مياشتې روژې :
اسامه بن زيد رضي الله عنه فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې اوويل چې : ای د خدای رسوله ! د نورو مياشتو په روژه مې تاسو دومره نه ياست ليدلي لکه د شعبان د مياشتې ؟ هغه اوفرمايل : دا يوه مياشت ده چې خلک پکې غافله وي ، پدې مياشت کې عملونه الله جل جلاله ته ور پورته کېږي ، نو زه خوښوم چې زما عمل پورته کېږي او زه دې روژه يم . ( نسائي )
عائشه رضي الله عنها فرمايي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به د شعبان ټوله مياشت روژه نيوله . ( مسند أبويعلی)
أسامة بن زيد قال :قلت : يا رسول الله ! لم أرك تصوم من شهر من الشهور ما تصوم من شعبان ؟ قال : ذلك شهر يغفل الناس عنه بين رجب ورمضان ، وهو شهر ترفع فيه الأعمال إلى رب العالمين، فأحب أن يرفع عملي وأنا صائم. (السنن الکبری للنسائي )
د شعبان د پنځلسمې شپې عبادت :
د دې شپې عبادت هم د سعادت خبره ده .
له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم اوفرمايل چې : د شعبان د پنځلسم په شپه الله جل جلاله خپلو ټولو مخلوقاتو ته ( د رحمت په نظر ) ګوري ، نو ټولو ته بخښنه کوي ، يواځي مشرک ته بخښنه نه کوي ، او بل هغه کس ته چې له مسلمان سره دښمني کوي . ( طبراني ، ابن حبان )
عن معاذ بن جبل عن النبي صلى الله عليه و سلم قال : يطلع الله إلى خلقه في ليلة النصف من شعبان ، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن .
(صحیح ابن حبان ، و قال شعيب الأرنؤوط في تعليقه : حديث صحيح بشواهده )