تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱ مه: د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې تېره شپه یو نفوذي طالب په پوسته کې د ملي اردو د لیکو خپل ۹ ملګري وژلي او پخپله طالبانو ته ورغلی دی.
دفاع وزارت د برید او د سرتېرو د مرګ ژوبلې پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې د یاد کس په برید کې د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.
دفاع وزارت تاند ته په یوه استولي ځواب کې ادعا کړې چې نفوذي کس له بهره طالبان وربللي وو او د برید پر مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د زابل یو مهم چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې دغه برید د ملي اردو یوه سرتیري کړی او د خپلو ۹ ملګرو تر وژلو وروسته له طالبانو سره یو ځای شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ادعا یې کړې چې بیګا شپه د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یې په یو برید کې ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ویلي تخار کې یې د ملي اردو او پولیسو په یوه مشترکه قرارګاه برید کړی چې په ترڅ کې یې ۱۲ سرتیري وژل شوي او د خواجه غار ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر عمر د یاد خبر په تایید سره ویلي چې یو شمیر وسلې او مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي خو نوموړي نه دي ویلي چې څومره سرتېرو ته تلفات اوښتي دي؟
په وروستیو کې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي او پر بهرنیانو یې د مارچ له اولې نیټې راهیسې کوم برید نه دی کړی.