ژباړه : صدیق الله خلیق –
دا زما داستان دی دهر هغه چا لپاره چي غواړي پوه سي ، څنګه لیونی سوم ؟ یوه ورځ د درانه خوبه پداسي حال کي را ویښ سوم چي ټوله نقابونه مي غلا سوي وه . هغه اووه نقابونه چي پخپله مي اوبدلي وه ، پردې مځکه مي د ژوند په اووه پړاوونو کي پر مخ اچولي وه . نو د کوم نقاب پرته د ګڼه ګوڼي ډکو واټونو باندي په منډه سوم او ناري مي ووهلې : غلو ! غلو ! اې لعنتي غلو ! نارینه او ښځو را باندي وخندل او هغه کسان چي راڅخه بیریدلي وه د خپلو کورونو پر خوا را څخه وتښتیدل .
کله چي د ښار منځ ته را ورسیدم ، ناڅاپه دیوه کور پر سر ولاړ ځوان نارې کړې : اې خلکو ! دا سړی لیونی دی ! د بام پرلوري مي سترګي پورته کړې ترڅو هغه ووینم خو لمر د لمړي ځل لپاره زما پر بې نقابه څېره ولګېده ، او دا لمړی ځل وو چي د لمر شغلو مي بې نقابه څېره مچ کړه ، ټول ځان مي د لمر په په مینه ویلي سو او پدې پوه سوم چي نور نقابونو ته اړتیا نلرم او د بیخودی په حال کي مي غلبلې کړې : مبارک دي وي ! مبارکي وایم هغو غلو ته چي را څخه یې نقابونه غلا کړيدي ! هوکې دا زه لیونی سوم ، خو آزادي او خلاصون مي دواړه پدې لیونتوب کي یو ځای پیدا کړل : ازادي په یوازیتوب کي او خلاصون ددې لپاره چي خلک مي د ذات څخه باخبره سي ، ځکه هغه څوک چي زموږ د ذاتي او دروني خواصو څخه خبريږي ، زموږ د راپرځولو کوښښ کوي . خو باید دخپل خلاصون لپاره هم ډیر ویاړ ونکړم، ځکه غل که وغواړي دنورو غلو له شره خلاص سي باید په بند کي واوسي .