د لرغوني چین یوه حکیم چې ټول عمر په شکونو کې تېر کړی و، د ځنکدن په وخت خپل شاګرد ته وویل: اوس له شکونو راوتلی او حقیقت ته رسېدلی یم خو افسوس چې ډېر ناوخته دی.
شاګرد ورته وویل: استاده، ما هم ورباندې خبر کړه!
حکیم وویل: حقیقت په همدې ژوند کې و. ما باید له ژونده خوند اخیستی وای.
د چیني حکیم تجربه زموږ اکثرو د ژوند تجربه ده. په ځوانۍ کې د ماشومتوب او په زړبودن کې د ځوانۍ ارمان کوو.
یو بل ګومان بیا راته وايي چې په آینده کې به له ژونده خوند واخلو او اسوده به شو. په دغو دواړو حالتونو کې له حاله انکار وینو او په دې انکار کې تاوان کوو، ځکه پرون هیڅ وخت په لاس نه راځي او سبا ته به یا یو، یا به نه یو. که و، له سباني حالت سره سمه پرېکړه به وکړو او که نه و نو زړه تړل ورپورې بې ځایه دي. زه له دې سره دلسچپي لرم چې څو کاله پس باغداري وکړم. که ټول امکانات راته برابر هم شي، ایا دا تضمین شته چې همدا اوسنۍ روحیه به ولرم او د باغداري شوق به راسره وي؟
سمه خبره دا ده چې حال ته اهمیت ورکړو او په همدې شېبې پورې زړه وتړو چې پکې اوسوخو دا کار ولې نه کوو؟
یو دا چې که مشکل هم پکې نه وي، حال ډېر عادي راښکاري او هغه خوند پکې نه وینو چې له ژونده یې غواړو. بله دا چې حال ډېر محدود دی. د سترګو په رپ کې د ماضي برخه ګرځي.
د دې لپاره چې له حاله خوند واخلو، بهتره ده، همدا شېبه یې ونه ګڼو او دا ټول شواروز یا ټوله اونۍ حال وګڼو. کله چې د حال ساحه لږ وسیع کړو نو حال معنا پیدا کوي، پروګرام ورته جوړېدای شي او معقوله استفاده ورنه ممکنه کېږي. په یوه شواروز کې کولای شو چې کار ته، خوراک ته، مجلس ته، تفریح ته، مطالعې ته، مختلفو چارو ته وخت ولرو.
د اوبو په خوند تږی او د ډوډۍ په خوند وږی پوهېږي. که د ورځې په کار باندې ځان ستړی کړو، ماښام د کور له ژونده خوند اخیستی شو او د اوړي د ماښام د یخې وږمې په قدر هغه څوک پوهېدای شي چې د ورځې تودوخې په تکلیف کړی وي.رحمان بابا فرمایي:
ښادي هر چېرته د غم په اندازه وي
د هغو به څه ښادي وي چې بې غم وي
د ژوند په باره کې له دغسې واقعبینانه فلسفې سره کړاوونه د زغملو او وختونه د منلو شي. که زه په دې ونه توانېږم چې همدا نن ورځ فعاله او خوشحاله تېره کړم، شاید هغه وخت هیڅکله رانه شي چې ژوند د یوه نعمت او لورېینې غوندې احساس کړم. زه که د نن د اداره کولو وس ونه لرم، د کلونو د ادارې کولو توقع ولې وکړم؟ زه که همدا نن د یوه ماشوم له لیدلو، له یوې ټوکې،یوه ځبلي انسان ته له روحیې ورکولو،له یوه تاوده روغبړه، د لوږې په شېبو کې د نانوایي له تودې ډوډۍ یا د سپوږمۍ له نندارې خوند وانه خلم، هغه خوشحالي به هیڅ وخت رانه شي چې په خیال کې پسې ګرځم او که همدا نن ورځ په کار او په سړیتوب تېره نه کړم، هغه آینده هم نشته چې په خیال کې یې جوړوم او په تصور کې یې پسې غواړم.