زړو ونو ته مې کتل. یوه یې تر نورو لوړه وه او په پورته څانګه کې یې د کارغانو ځاله. تر ونو لاندې د انځورونو مخې ته خلک ورو ورو تیریدل. یو تور او سپین عکس ته ودریدم چې پکې درې مړي او دوه ژوندي ښکاریدل.
د دې تصویر تر څنګ د هتلر انځور و. یوې ښځې د هتلر پر بریتو په خپلو ګوتو کرښې وایستې. څنګلوري یې لاس راکش کړ:
– خراب دې کړ
ښځې زما مخې ته لاس تیر کړ او د یوه جسد لور ته یې اشاره وکړه:
– ورته ګوره ځوانکی دی که یې نه وای وژلی اوس به ښایي دلته له موږ تاسو سره ګرځیده
– هغه ظالمه زمانه وه ته دغو سړیو ته په عکس کې ګوره پښو ته یې مړي پراته دي او دوی بیخي ورته ګوري نه
ښځې د هتلر سترګو ته غبرګې ګوتې ونیولې:
– زړونه هم د همدې له امله سخت شوي وو
– که هلتر ظلم نه وای کړی نن به په ښه او بد همدومره نه پوهیدو
ښځې په لږ لوړ غږ وویل:
– ته اوس د هلتر دفاع مه کوه
سړي ښځه له لاسه ونیوله هغې د ده لاس څنډواهه او رهي شوه. سړی پسې روان شو څه یې ورته وویل، خو خبره یې ما وانه وریده، ځکه چې پورته په ونو کې د کارغانو کغا شوه.
د ښاغلي اجمل پسرلي کیسې ښکلې دي، ښکلي تصویرونه لري خو ځینې وختونه لکه په همدې کیسه کې ځای نه ښیي چې کیسه چېرته تېره شوه؟